وروستي:

د ښکاره ګناهونو څو بېلګې

حامد افغان

د قرانکریم او نبوي حدیثو دقیق فهم او لکه څرنګه چې مراد وي هغسي تشریح اسانه کار نه ده، دا موضوع ډېره باریکه او له ژور علم پرته نه شي ترسره کیدلی، دلته یو حدیث درته تشریح کوم او په دې تشریح سره لویو مطالبو ته نغوته کوو، کله په یوه حدیث کې یو کار /ګناه د تمثیل او بېلګي په توګه بیان شوی وي او حکم له بېلګي پرته نورو ګڼ شمیر کړنو ته هم شامل وي خو دې بېلګي دومره شهرت پیدا کړی وي چې خلک فکر کوي دا حکم به یواځي د دې بېلګي له پاره ځانګړی وي او اصلا هغسي نه وي هغه حکم عام وي د بیان شوې بېلګي په څیر ټولو کړنو ته شامل وي، دلته یو حدیث رااخلم له ژباړي وروسته بیرته دې خبري ته راځم.

ابوهریره رضي الله عنه وایي له رسول الله صلی الله علیه وسلم مې اوریدلي فرمایل یې: زما ټول امت ته به بښنه کیږي مګر هغه چا ته به بښنه نه کیږي چې په ډاګه ګناه کوي، او دا هم یو ډول په ډاګه ګناه کول دي چې یو سړی د شپې یو کار (ګناه) وکړي، هغه سهار کړي الله پرده ورکړې وي دی چا ته ووایي: فلانیه! بیګا مې داسې کار وکړ، د شپې یې الله پرده کوي خو دی سهار د الله پرده له ځانه لري کوي. عَنْ سَالِمِ بْنِ عَبْدِ اللهِ قَالَ : سَمِعْتُ أَبَا هُرَيْرَةَ يَقُولُ سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم يَقُولُ : ” كُلُّ أَمَّتِى مُعَافًى إِلاَّ الْمُجَاهِرِينَ ، وَإِنَّ مِنَ الْمَجَاهِرَةِ أَنْ يَعْمَلَ الرَّجُلُ بِاللَّيْلِ عَمَلاً ، ثُمَّ يُصْبِحَ وَقَدْ سَتَرَهُ اللَّهُ ، فَيَقُولَ يَا فُلاَنُ عَمِلْتُ الْبَارِحَةَ كَذَا وَكَذَا ، وَقَدْ بَاتَ يَسْتُرُهُ رَبُّهُ وَيُصْبِحُ يَكْشِفُ سِتْرَ اللهِ عَنْهُ ” .أخرجه البخاري 8/24(6069) و”مسلم” 8/224 .

اوس ځیني خلکو د دې حدیث په بیلګه پوري خبره ځانکړې کړې وي، په حدیث کې د شپې له پټي ګناه نه مراد زنا، شراب څښل او دې ته ورته ګناهونه دي نو که څوک دا ګناهونه ښکاروي خلک فکر کوي چې همدا مجاهره یا ګناه ډاګیزه کول دي، او خبره داسې نه ده، ځکه د حدیث په پیل کې حکم عام بیان شوی دی: كُلُّ أَمَّتِى مُعَافًى إِلاَّ الْمُجَاهِرِينَ، یعني زما ټول امت ته به بښنه کیږي مګر هغه چا ته به بښنه نه کیږي چې په ډاګه ګناه کوي، اوس چې هره ګناه څوک په ډاګه کوي د دې حدیث له حکم سره سم هغه ته الله بښنه نه کوي، د بیلګي له پاره لاندي څو مثالونه را اخلم.

په ډاګه بد اخلاقي،
همیشه او په ډاګه خلک ښکنځل او سپکول،
د دین په نوم ځان ښه بلل او په نورو غرور کول،
د دین د دفاع په نوم په خلکو ناروا تیری کول،
د قوم له پاره د باطل ملاتړ کول،
په خاص نوم د یوې ډلې په حقه او ناحقه ملاتړ کول، لکه په امت کې د جوړو فکري ډلو د یوې د تعصب تر حده ملاتړ او د نورو مخالفت ځکه دا د امت د یووالي له فریضې سره تضاد دی،
یو څو ک عالم نه وي علمي مقام یې خپل کړی وي،
یو څوک په پټه ګناهونه کوي خو خلکو ته ځان پاک او آن لوی دیني شخصیت ښيي، په دې صورت کې دا پټ ګناهونه په دروغو سره مجاهرة ته خیږوي او دا عمل نه بښونکي ښکاره ګناه ده. دا څو بیلګي دي د حدیث د حکم له تیعمیم نه نوري بیلګي خپله معلومولی شو.

مطلب دا شو چې هره ګناه په ښکاره کول او د خلکو منځ کې کول مجاهرة او ډاګیزه ګناه ده او دا نه بښونکې ده: كُلُّ أَمَّتِى مُعَافًى إِلاَّ الْمُجَاهِرِينَ.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*