وروستي:

د دیني مدرسو نصاب د وړتیا او نيمګړتيا په تله کې ( 18برخه)

حامد افغان

تفسير او حديث

موږ دا مخکې فنون ټول د قرآن اوحديث خدمتګار علوم بولو او په دې موخه تدريس کېږي چې تفسير او حديث پرې زده کړل شي نو ګواکې تفسير او حديث مقصد او غايه دي او هغه نورعلوم ددې غايي اومقصد له پاره وسيلې اوآلې دي.

متاسفانه عملاً او په درسي کړيو کې خبره د دې په خلاف ده موږ د مختلفو فنونو دځينې کتابونو د عباراتو په حل کولو کې ډېر زيات وخت تېروو لکه د اړوند فن دا کتاب (چې موږ ېې د عبارت په حل کې زيات وخت ضائع کوو) د هغه فن له پاره نه ويل کېږي بلکې هغه کتاب بالذات مقصود ګرځول شوى وي. له بده مرغه چې په هغومره اهتمام سره د قرآنکريم نظم او دحديثو عباراتو ته توجه نشته.

د مدارسو په موجوده نصاب کې دعلم التفسير برخه بيخي کمه ده د تفسير بيضاوي فقط يوڅور کوع ويل کېږي چې هغه د تفسير علم ته هيڅ فائده نه کوي يو جلالين پوره ويل کېږي خو د هغه په اړه ويل کېږي چې د جلالين حروف د قرآنکريم له حروفو سره تقريباً برابردي نو دومره مختصر تفسير يواځي د ترجمې له پاره ګټور ده او نور اړوند مسائل نه لري د قرآنکريم لفظي ترجمه زموږ په مدارسو کې نشته بايدڅوڅو سپارې په مختلفو صنفونو وېشل شوې واى او شاګردانو ته يواځي لفظي ترجمه ښودل شوې واى.

د حديثوپه اړه هم ډېر اصلاحات په کار دي مخکې موږ د فقهې په بحث کې د فقهې د اختلافاتو په اړه خبرې وکړې او د شاګردانو له پاره مو هغه مناسب ونه بلل زموږ حديث هم په فقهي طرز ويل کېږي .د اصول حديث فن کوم کتاب موږ په خپل نصاب کې نه لرو يواځي شرح نخبة الفکر هم هرځاى نه بلکې يونيم ځاى ويل کېږي.

بل په حديثو کې اصلي موخه دحضرت رسول الله صلی الله علېه وسلم سيرت او د هغه په ارشاداتو ځان پوهول دي خو د سيرت په اړه موږ هيڅ نه لرو او له حديثو نه د حضرت رسول الله صلی الله علېه وسلم د ارشاداتو برخه هم ټوله د تلاوت په ډول ويل کېږي او هسې د تبرک په موخه سردا حديث تلاوت کېږي. د خداى جل جلاله پيغمبر زموږ له پاره (اسوه حسنه) دی او موږ په خپل درسي نصاب کې د سيرت کوم کتاب نه لرو او عام احاديث د شاګردانو په مخکې محض تلاوت کېږي. تدريس کېږي نه نو تاسو فکر وکړئ کوم طالب چې زموږ له نصاب نه فا رغ شي او زموږ په ټولنه کې د (مولوى صاحب) په درانه نامه سره يادېږي؛ هغه به د ګران پيغمبر له (اسوه حسنه) نه څومره توښه ترلاسه کړې وي؟!

زما په اند خو به ډېره کمه وي او که فرضاً يوڅه وي هم هغه شايد کوم يوه په خپله مطالعه سره ترلاسه کړې وي له نصاب څخه به يې څه نه وي زده کړي .ځکه څه شته نه، دا د دورى طريقه خو هم له ديوبند سره د تړاو په برکت ترلاسه شوې که نه زموږ په وطن کې خو يواځي مشکوة شريف و او هغه هم تلاوت کېده تدريس کېده نه .

يوه ورځ مې يوه ملا صاحب ته ويل چې تاسو تفسير او حديثو ته کمه توجه کوله ټول زور به مو په فقه او نورو فنونو و ايا ستاسو دا چلند تاسو سم بولئ؟ هغه محترم او مرحوم راته ويل هوکې! بالکل سم. دا فقه ټوله له قران او حديث نه استنباط شوې او د يوه مقلد له پاره فقه کافي ده .ما ورته وويل چې سمه ده فقه خو ټوله له قران او حديث نه استنباط شوې خو د قران او حديث ټول مضامين په فقه کې نشته فقه خو د قران او حديث جز‌ء ده او يواځي عبادات او معاملات يې راخيستي دي. د رسالت، توحيد، اخرت او اخلاقو په اړه چې په قران او حديثو کې کوم مضامين دي هغه خو فقه نه لري نو څنګه ديوه مقلد له پاره فقه کافي ده ؟!

بلکې د عباداتو په اړه به هم په فقه کې ځينې نيمګړتياوې وي د بيلګې په توګه په لمانځه کې دخشوع مسئله څومره مهمه او اساسي مسئله ده خو د فقهې په واجباتو،فرائضو،سننو او آن مستحباتو کې هم نده راغلې. زما په دې خبرو سره ملاصاحب راته په غصه شو او تاديباً! يې څو ښکنځلې راولورولې. رحمه الله تعالى.

داراز زموږ په نصاب کې د تاريخ او جغرافيی يو کتاب هم نشته او د قران او احاديثو له پاره دې دواړو فنونو ته زښت زيات ضرورت ده داراز د اعجاز القرآن دفن هم زموږ په نصاب کې کوم کتاب نشته، او اعجاز القران علم نن سبا په ځانګړې توګه د اسلامي دعوت له پاره خورا زیات مهم دی.