وروستي:

د پوست مدرنزم ننګوونه او اسلامي ليدلوری

ليکوال : سعادت الله حسيني / ژباړن : ابن نجيب الرحمن خليلي

مدرنزم د هغو نظریاتي، سیاسي او ټولنیزو خوځښتونو مجموعه ده، چې په اولسمې او اتلسمې ميلادي پېړۍ کې د اروپاء د روایت خوښیو (Traditionalism)او د کلیسايي استبداد پر خلاف د یو غبرګون په بڼه رامنځته شوی و.

دا هغه وخت و، چې د کلیسا ظلم او جبر خپل عروج او اوج ته رسېدلی و. تنګ نظره پاپانو د لرغونې یوناني فلسفې او د عیسايي عقائدو له امتزاجه خپل نظریات جوړ کړي وو او د هغوی (کلیسا) د نظریاتو خلاف هر پورته کېدونکی آواز به یې د مذهب لپاره د خطر زنګ ګاڼه، له شاهي حکومتونو سره د ګفت و شنید (مفاهمت) په مرسته هغوی یو داسې استبدادي نظام جوړ کړی و، چې هیڅ علمي خوځښت ته په کې اجازه نه وه!!

بل پلو، په هسپانیه کې له اسلامي تمدن سره  اوږد رفاقت په عیسايي نړۍ کې د فکر د آزادۍ هوا خپره کړې وه. د قرطبې او غرناطې د سائینسي تجربو تدریس په قلاره خپل رنګ ښوده، چې په پايله کې يې د اروپا سائنسپوهانو آزادې تجربې پیل کړې. د انساني حریت او د مساوات اسلامي تصور په جنوبي ایټالیا او په صقلیه کې د بشر دوستۍ (Humanism)نوي خوځښتونه پيدا کړل (۱).

دغه ټولو عواملو په یو ځای د کلیسا د استبداد پر خلاف توند غبرګونونه رامنځته کړل او په کې د مدرنزم خوځښت پيل شو. دا چې له دغه خوځښت څخه مخکې په اروپاء کې د روایت خوښۍ دور و، نو ځکه دغه خوځښت دغه درستې منځنې پيړۍ (Middle ages) تیاره پېړۍ یا د جهالت پېړۍ (Dark Ages)په نوم ونوموله. د ديني عصبیتونو، قدامت پسندۍ او تنګ نظري په پشپړه توګه ختمول یې خپله موخه وګرځوله. د کلیسا پر ضد دغه شدید غبرګون دغه خوځښت یو بلې انتها پورې ورساوه او د کلیسايي قدامت پسندۍ او عصبیت ضد جدوجهد دغه خوځښت مطلقا د دين او ديني معتقداتو خلاف شو، د دغه مدرنزم خوځښت نظریاتي بنسټونه د فرانسس بیکن (۲)، ریني ډیکارټ (۳)، تهامس هوبس(۴) او نورو په افکارو کې شته. د دوی دا نظر و، چې دغه نړۍ او د عقل کائنات، د تجربې او مشاهدې په ذریعه پېژندل کېدای یا موندل کېدای (knowable) شي او دې ټولو حقائقو ته موږ یوازې په سائنسي طریقو رسیږو، نو ځکه د حقائقو د موندلو لپاره نه کومې سرچينې ته اړتیا ده او نه دا سرچينه په کوم ځای کې شته دی. یوازې هغه حقائق د اعتبار وړ دي، چې د عقل، تجربې او مشاهدې په پیمانه ثابت وي، نو ځکه دغو فلسفیانو ميتافيزيکي(د غيبياتو) مباحثه یا مجادله (Metaphysical contentions) او ديني دعوی د همدی له امله رد کړې، ځکه دا په دغو پیمانو پوره نه ولیدل. ډیکارټ د: I think therefore I am  (زه فکر کوم ځکه زه یم). مشهور اعلان وکړ، چې د لویدیزې نړۍ د نوې فلسفې تاداب ګڼل کیږي. د دې دا مطلب دی، چې د خودۍ شعوري عمل Conscious Act of Ego)) ریښتیا پورې د رسېدلو واحده لار ده د پاسکال، مانټیسکو، ډیډاراټ، وسلي، هیوم، والټیر په څېر مفکرینو هم د عقل لا محدوده برلاسي او د علم د واحدې سرچینې تصور عام کړ. دغه افکارو ته عقلانيت یا عقل پرستي (Rationalism) وايي او د مدرنزم بنسټ دی، نو ځکه د مدرنزم تعریف یې هم دا رنګه وکړ :

مدرنزم هغه روڼ اندي او بشر دوستي ده، چې د هر وجود برلاسي او نظام رد وي او یوازې عقل او سائنسي علومو ته خپل سر ټیټوي. مدرنزم په دغه ګمان باندې ولاړ دی، چې ریښتیا (حقیقت) او د معنی واحده منبع د ازاد شخص عقل دی . کارتیسي اصول : فکر کردم پس هستم (فکر مې وکړ نو شته یم) (۵).

دغه خوځښت (مدرنزم) په ديني محاذ باندې الحاد او تشکیک پيدا کړ . د والټیر (۶) په څېر ملحدانو له دين څخه په پشپړه توګه انکار وکړ، د هیګل په څېر شاکينو خو دين مانه، خو هغه به یې د عقل تابع کاوه او ديني حقائق یې هم د نورو عقلي ګمانونو په څېر د تغیر وړ ګڼل. په سیاسي محاذ باندې دغه خوځښت د انساني ازادۍ تصور وړاندی کړ، د فکر ازادي، د اظهار ازادي او د انساني حقوقو تصورات یې عام کړل. د مدرنزم فلسفې د تهامس هابس مطلقې خپلواکۍ (Absolute Sovereignty) تصور ته د سیاسي فلسفې بڼه ورکړه. جان لاک دغه بحث مخ په وړاندی بوته او اولس یې د اقتدار اعلی سرچینه وګڼله، والټیر د انساني حریت تصور وړاندې کړ، مانټیسکو (۷) او روسو (۸) د یو داسې حکومت تصورات وړاندې کړل، چې په کې د انسانانو ازادي او د هغوی د حقوقو احترام کیږي او په کې د واکمنو اختیارات محدود دي.

د مدرنزم خوځښت د نشنلزم او ولسي حکومتونو تصور هم عام کړ، د همدغو افکارو له خېټۍ څخه د اوسني پېر جمهوریت وزېږېد، د اروپا او شمالي امریکا په اکثرو هېوادونو کې یې خپلواک، جمهوري ولسواک حکومتونه رامنځته کړل. په اقتصادي محاذ کې دغه خوځښت (مدرنزم) په لومړي پړاو کې پانګوال اقتصادي سيستم او نوې صنعتي ټولنه وزېږوله، چې بنسټ یې د آدم سمت اقتصادي نظریات او افکار وو ، چې د صنعت کارۍ، ازاد تجارت او د خلاصو بازارونو له پالیسیو څخه عبارت دي (۹). په دغه نوي صنعتي ټولنه کې چې کله د مزدورانو استحصال پیل شو، نو د همدغه مدرنزم له خېټې مارکسي فلسفه هم وزېږېده، چې دې بیا د یو داسې مساوي(بې تبعيضه) ټولنې تصور وړاندې کاوه، چې زیارکښو ته به په کې برلاسي حاصله وه (۱۰).

په اخلاقي محاذ کې دغه خوځښت د ګټې د اصالت فلسفه (Utilitarianism) تصور هر ځای عام کړ، چې خلاصه یې په دا ډول ده :

چې د اخلاقي ارزښتونو ربط یوازې له فايدې سره دی. کومې رویې چې د ټولنې لپاره فائده منې دي، هغه جائزې او کومې چې د ټولنې لپاره نقصاني دي، هغه ناجائزې رویې دي.

او دا چې فايده د اخلاقو یوازینۍ پیمانه ده، د فايدې دغه تصور د پخواني جنسي اخلاقیاتو او د دود پالو کورنيو ادارې چېلنج کړې، چې په نتیجه کې يې (Permissiveness) اباحیت پیل شو.

د همدغه مدرنزم له خېټې څخه په همدغه صنعتي ټولنه کې د فيمينزم(Feminism)  خوځښت پيدا شو، چې د ښځو او سړیو ترمنځ د مساوات علمبرداران دي او ښځې په هر حال له سړیو سره برابرول د دوی لومړۍ موخه ده.

د فرانسې انقلاب، په انګلستان کې د جمهوریت خوځښت، د امریکا د ازادۍ تحریک او اکثره اروپايي تحریکونه د همدغه مدرنزم له افکارو څخه متاثر ول. د ۲۰ مې پېړۍ په رارسېدو په اروپا او شمالي امریکا کې اکثره هېوادونه د دغو افکارو مبلغین او داعیان شول. همدغه مدرنزم ته یې روڼ اندي (Enlightenment)او د نشاة ثانیه (Renaissance) نومونه هم ورکړل او د نړیوالو او سترو طاقتونو د حمایې له امله دغه روڼ اندي یوه نړیواله دسيسه شوه.

د ۲۰ مې پېړۍ په آخرني نیمايي کې د لویدیزې نړۍ او هېوادونو یوازینی نصب العین د درېمې نړۍ د قدامت پسندۍ مقابله کول او د مدرنزم خپرول وو. په نړۍ کې يې د ازادۍ، جمهوریت، د ښځو او سړیو برابري، سائنسي ډوله فکر، سیکولرزم و… په نامه د يو څه د رواجولو کوښښ وکړ.

په اقتصادي فکر کې لویدیزه نړۍ ضرور د پانګوال نظام او کمونیزم بلاکونو کې ووېشل شوه، خو په سیاسي، ټولنیز او په نظریاتي سطحه د مدرنزم افکار بغیر د کوم مخالفته د غرب رهنما افکار شول او په درسته نړۍ کې د دغو نظریو خپرول، نافذول او له دې څخه پرته دغو نظریاتو ته ترغیب او تنفیذ يې په ټولو جائزو او ناجائزو طریقو وشو. په درېمه نړۍ کې یې داسې غلام طبیعته او لاسپوڅي واکمنان کېنول چې د خپلو پرګنو پر ضد یې په زوره د پرمختګ نوی ماډل پر هغوی نافذوه.

په اسلامي نړۍ کې خصوصاً د اسلامي تمدن نښې بیخي مسخه کول د مدرنزم مهم هدف وټاکل شو. په ترکیه، تیونس او پخواني بلژویکي روسیه کې شامل د منځنۍ آسیا په سیمو کې د دين د مقابلې لپاره یو سخت دریځه او استبدادي نظام قائم کړای شو.

نور بيا…

حوالې:

(۱)- Nasr Seyyed Hossein (1993) A young muslim’s guide to the modern world; Cambridge university press p.156

(۲)- د بیکن د افکارو لپاره مطالعه کړئ د هغه کتاب

Bacon Francis (1863) Novum Organum Tr, James Spedding, Robert Leslie Ellis, and Douglas Denon Heath, Boston: laggard and Thomson [As availablein online libraryhttp://www.constitution.org/bacon/textnote.htm]

(۳) – د ډیکارټ د خیالاتو لپاره وګورئ:

Descartes Rene (1983) Principles of Philosophy Trans. V. R. Miller and R.P. Miller. Doddrecht: D. Reidel

(۴) – د تهامس هوبس د افکارو د تفصیل لپاره وګورئ د هغه مشهور کتاب:

 Hobbes Thomas (2007) Leviathan online available at
ebooks@adelaid http://etext.library.adelaide.edu.au…s/thomas/h681/
Updated on March 12 2007

(۶) – د والټیر د خیالاتو لپاره وګورئ :

Voltaire Francois (1961) Philosophical letters translated by Emest N. Dilworth, New York: Macmillan

(۷) – د مانټیسکیو د نظریاتو او افکارو لپاره وګورئ :

Montesquieu Baron de (1914), Secondat, Charles de, The Spirit of Laws Tr, by Thomas Nugent, London: G. Bell & Sons [As available athttp://www.constitution.org/cm/sol/htm [
(۸) – د روسو د تصوراتو لپاره وګورئ :

Rosseau Jean-Jacques (2004) Emile Tr. By Barbara Foxley online available at http://gutenberg.org/etext/5427

(۹) – د آدم سمته د معاشي فکر د مطالعې لپاره وګورئ د هغه کتاب :

Smith Adam (2007) An inquiry into the nature and causes of the wealth of nations online available at http://metalibriincubadora.fapesp.br…fnations#books

(۱۰) – د مارکسي فکر لپاره تر ټولو زیات د کمونست میني فیسټو کتاب وګورئ، ځکه د کمونیزم او مارکسیزم لپاره دا ډېره مستنده سرچینه ګڼل کیږي :

Marx Karl and Engels Frederick (2006) The Communist Manifesto available at http://www.anu.edu.au/polsci/marx/cl…manifesto.html

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*