وروستي:

د خپلواکو اسلامي رسنيو ايجاد د ليکوال کهول دنده

محمد اسماعيل (عندليب)

 دغه زمانه چې موږ په کې ژوند کوو، د صنعتي پرمختګ عصر بلل کېږي ، انساني ذهن دومره پرمختللى، چې نږدې دوه پېړۍ وړاندې يې  تصور هم نه شو کېداى، انسان د کايناتو تر هغو څنډو ورسېد، چې لا  اوس هم ډېری خلکو ته تش تصور برېښي، داسې ايجادات وشول، چې په يو بريد کې يې عقل په هکله کار پرېږدي او د عصري علومو دايره دومره پراخه شوې، چې اوسمهال په خپله غېږه کې ډېر هغه څه لري چې پخوا يې نه درلودل.

جديده ټيکنالوژي هم د همدې پرمختګ يوه برخه ګڼل کېږي، د نوې ټيکنالوژۍ په زور هېوادونه نيول کېږي، د همدغو پرمختياوو په پايله کې له لاسته راغلو وسايلو څخه برخه من هيوادونه کمزوري هېوادونه اېل کوي، د خپلو جغرافيوي حدودو ساحه پراخوي، قومونه تر خپلې ولکې لاندې راولي، د جديد عصر د اختراعاتو په وسله سمبال هېوادونه په هر ډګر کې بريالي ښکاري، پر انسانانو واکمني کوي او  ان د ذهنونو او عقلونو حکمرانان دي.

په پوځي، سياسي، اقتصادي، ټولنيزو، علمي، ثقافتي او کلتوري، تفريحي او ګڼو نورو ډګرونو کې په پرمختګ سربېره د رسنيو وړاندې تګ هم د جديد عصر يو په زړه پورې او د پام وړ برخه ده، چې په هيڅ صورت او هيڅ معنى سره له پامه نه شي غورځول کېداى او پر اهميت به يې سترګې پټول پر عقل برابره نه وي.

رسنۍ چې اوسمهال د سياست برخه او د حکومت څلورمه ستن بلل کېږي، په  دولتي کړيو او سياسي حلقو کې له خورا ستر اهميت څخه برخه من اړخ دى، د رسنيو له لارې سياستونه خپرول کيږي، له همدې لارې عقيدوي او کلتوري تبليغات تر سره کيږي، د مطبوعاتو په واسطه د افکارو ترويج او تطبيق ته لار هواريږي، رسنۍ دي چې انسانان سره نزدې کوي، انقلابونه راولي، د بدلون په نوم پيل شوي حرکتونه له برياليتوب او ناکامۍ سره مخ کوي او هغه خلک چې د رسنيو وسله په لاس کې لري په خورا شدت سره په خپله ګټه کار ځنې اخلي.

وينو چې د ځمکې په طول او عرض کې د رسنيو ستر ستر مرکزونه د کفري هېوادونو او حکومتونو په اختيار کې دي، دغه هېوادونه که څه هم  سوچه بې طرفه او ناپېيلي ژورنالېزم ته ځانونه ژمن بولي، خو د اسلام په مقابل کې د ژورنالېزم او په مطبوعاتي ډګر کې د دې علم له هرې برخې څخه د اسلام او مسلمانانو پر ضد ګټه پورته کوي، د بېلګې په توګه غير اسلامي عقايد په يوه او بله توګه نشرول، په اسلامي ټولنو کې د غير اسلامي ټولنو دودونه رواجول، د مجتمع د هر وګړي او په ځانګړې توګه په ټولنه کې د هغو خلکو پر ذهنونو منفي کار کول، چې د خپل دين او ثقافت په اړه خورا کم معلومات لري، د ازادۍ، ديموکراسۍ، سيکولرېزم، پراخ بنسټۍ، انساني خپلواکۍ او داسې نورو شعارونو تر سيوري لاندې بد اخلاقۍ، بې دينۍ، بې لاري او ديني انحراف ته بلنه ورکول  او له خپلو سپېڅلو اصولو څخه بغات ته هڅول، داسې نور زرګونه مثالونه  ټول هغه څه دي، چې غير اسلامي هېوادونه يې د رسنيو له لارې د اسلام او مسلمانانو پر ضد تر سره کوي.

اوس د رسنيو رسالت او دنده  يوازې له يوې سيمې څخه بلې سيمې ته د خبرونو رسول، د پېښو او حوادثو څېړل او رابرسېره کول، تحليل او تجزيه، شننې او وړاندوينې، په علمي امورو او موضوعاتو بحث کول، روان حالات تر مطالعې لاندې نيول، د خلکو ستونزې څېړل او  حل ورته پيدا کول، د حکومت او ولس تر منځ د يوې رابطې دنده تر سره کول او د دواړو خواوو تر منځ د واټن د راکمولو د وسيلې په توګه نه ده پاتې، بلکې د رسنيو له هر ډول څخه د عامو امورو په پرتله د واکمنې طبقې له خوا  خپلو سياسي اهدافو او مادي ګټو ته د رسېدو په لار کې تر بل هر څه ډېره ګټه اخيستل کېږي. د مثال په ډول که  په شلمه ميلادي پېړۍ کې  شوروي اتحاد د ويتنام د جګړې پر مهال د امريکا پر ضد له رسنيو څخه د يوې غير مرئي وسلې په توګه کار واخيست، نو امريکا بيا د خليج په جګړه کې  مطبوعات په خپله ګټه داسې وکارول، چې له خورا وژونکو وسلو څخه يې هم هغه ډول ګټه نه شوه اخيستلاى، خو له دې وسلې او وسيلې څخه د کار اخيستنې په لړ کې د شرق او غرب کفري طاقتونو بيا د اسلام په مقابل کې لاس يو کړی او دا دی اوس هم په ټوله کې د وروستي الهي دين(اسلام) پر ضد منفي تبليغات او پروپاګند کول، اسلامي خوځښتونه د سخت دريځو او تندلارو په نوم يادول، په اسلامي اقدارو ملنډې وهل، اسلامي شعايرو ته سپکاوى کول، پر مسلم مېشتو سيمو خپل حاکميت ته لار هوارول او ټينګول، اسلامي شريعت ته د منقاد نفوس په منځ کې د فساد خپرول او د هغوى په منځ کې ضعيف النفسه وګړي بغاوت ته هڅول، د لويديځ بربنډ کلتور ته وده او انتشار ورکول، د غير طبيعي غوښتنو تر څنګ درېدل او له ټول هغه څه درېغ نه کول، چې د اسلام په وړاندې خنډ کيږي او اسلامي ټولنه ړنګوي، د ګردو لويديځ رسنيو يا په اصطلاح د غير اسلامي ژورنالېزم دنده او خاصه ده.

کله چې په افغانستان کې شوروي اتحاد ماتې وخوړه، نو د اسلامي نړۍ په لر او بر کې اسلامي خوځښتونو سر راپورته کړ، مسلمانو مبارزينو د عقيدوي او جغرافيوي ازادۍ لپاره پر خپلو سرونو لوبې پيل کړې او ځاى ځاى د خپلواکۍ خوځښتونو سرونه راپورته کړل، خو وليدل شول چې اسلام ضد قوتونو د دې سپېڅلي دين د پيروانو دا ډول بيداري ونه شوه زغملاى او په سمدستي توګه يې د مسلمانانو په ځپلو پيل وکړ، اوس خورا واضحه ده؛ که دغه جګړه له يوې خوا د وسلو پر زور پر مخ وړي، نو له بلې خوا له رسنيو هم تر وسلې کم کار نه اخلي، په اصطلاح له يوې خوا د مسلمانانو پر ضد وسله واله جګړه روانه ده  او له بلې خوا فکري يرغل چې په فکري برخه کې له رسنيو او مطبوعاتو په پوره معنى هر اړخيز کار اخيستل کېږي.

د مرستې او امن په څادر کې نغښتې د استعماري او استبدادي اهدافو درلودونکې دغې جګړې لمن تر ګران هېواد افغانستان پورې راوغځېدله او دا دی د سر په سترګو وينو چې د افغانستان د پولو په داخل  کې رسنۍ په خورا ناوړه ډول کارول کيږي.

له څو ځانګړو مرکزونو پرته هر ډول چاپيزې، انځوريزې او بريښنايي خپرونې په هېواد کې د پرديو د اهدافو لپاره هلې ځلې کوي، له مالي اړخه د هېواد دښمنه او اسلام دښمنه عناصرو له خوا تمويلېږي، په يو او بل نوم د بهرنيو ځواکونو په مرسته د فعاليت د جواز دلايل پيدا کوي، فعاليتونه پر مخ وړي او دغه ولس هغه لور ته بيايي چې اسلافو يې د هغې لور په مقابل کې خپلې وينې تويې کړي دي.

که د افغانستان اوسني مطبوعاتي ډګر ته په ژور نظر وکتل شي او د ژورنالېزم په اصولو د افغانستان اوسنۍ رسنۍ وڅېړل شي، چې ايا په بشپړه توګه هغه دنده تر سره کوي، چې دعوی يې کوي او که نه ؟ باور لرو چې منفي پايله به تر لاسه شي، ځکه چې د مطبوعاتو ټول ډولونه په يو نه يو ډول سمتي، ژبني يا  سياسي اړخ پورې تړلي دي، يا له بهرنيو هېوادونو څخه لګښتونه تر لاسه کوي، ورسپارل شوي پلانونه پلي کوي او يا د نورو ډول ډول مجهولو اهدافو لپاره کار کوي، چې نه خو په بشپړه توګه ناپېيلي بلل کېداى شي او نه  پرې د اسلامي ژورنالېزم اصول تطبيقېږي.

داسې نه ده چې افغانستان له مطبوعاتو سره نوی اشنايي پيدا کړې او له همدې کبله په سمه توګه کار ځنې نه شي اخيستلاى، دغه هېواد د ازادو رسنيو يو تاريخ او زرين باب  لري، ستر فيلسوف، علامه سيد جمال الدين افغان په افغانستان، بلکې په ټوله اسلامي نړۍ کې د اسلامي رسنيو بنسټ ايښودونکى بلل کېږي، ځکه چې له يوې خوا هغه په اتلس سوه او اوه شپېته او اته شپېتمو ميلادي کلونو کې د امير محمد اعظم خان د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د (کابل) په نوم د يوې مطبوعاتي خپرونې مؤسس بلل کېږي او له بلې خوا په اتلس سوه او پنځه اويا ميلادي کال کې د امير شير علي خان د حکومت پر مهال د (شمس النهار) جريدې د خپرونې پيل هم د سيد جمال الدين د نظرياتو څخه الهام اخيستى دى، چې  له دې وروسته د (سراج الاخبار)، (سراج الاخبار افغانستان) او (سراج الاخبار افغانيه) په نومونو خپرونې د افغانستان د ازاد، خپلواک او په هېواد مين ژورنالېزم يو فصل جوړوي.

د اسلامي رسنيو د ايجاد او پرمختګ په برخه کې د نړۍ پېژندلي افغان مفکر علامه سيد جمال الدين افغان هلې ځلې او منډې ترړې بيا له هېواده بهر هم څرګندې دي، کله چې هغه ته د وختونو ناخوالو او د حاکمانو استبداد په يو ځاى د پاتې کېدلو اجازه نه ورکوله او هغه د خپل هېواد پرېښودلو ته اړ شو، نو په اروپا کې يې له هر ډول حکومتي اغېز څخه پاکو اسلامي رسنيو رامنځته کولو ته ملا وتړله او د خپل شاګرد محمد عبده په مرسته يې په اتلس سوه او څلور اتيا ميلادي کال کې  خپله مشهوره جريده (العروة الوثقى) پيل کړه.

دغه جريده هغه مهال د اسلامي نړۍ ګوټ ګوټ ته رسېده، چې د خلکو ذهنونه به يې په اسلام تنويرول، مسلمانان به يې خپلو مسئوليتونو ته متوجه کول، د حاکمانو د ظلم پر ضد يې ملتونه  پاڅون ته هڅول، د مسلمانانو د بېدارۍ لپاره يې هاند وهلو، د انګريزي او غربي استعمار دسيسې او پلانونه يې رسوا کول او د شنډولو لارې چارې يې لټولې.

د سيد جمال الدين افغان افکارو د رسنيو په برخه کې دومره ژور کار کړی و او په خلکو يې تر دې بريده اغېز شيندلی و، چې د دې جريدې له سقوطه وروسته  د محمد عبده شاګرد محمد رشيد رضا د همدې جريدې په تعقيب او د سيد افغان له افکارو څخه په الهام اخيستنې سره د (المنار) په نوم يوه بله جريده پيل کړه، چې د (العروة الوثقى) په څېر يې د اسلامي امت د ديني او ټولنيزې اصلاح لپاره کار کاوه او د دښمن د ګوزارونو مخه  يې نيوله.

اوس اسلامي امت ډېری حاکمې نقطې له لاسه ورکړې او په ډېرو ځايونو کې د محکوم ملت په توګه ژوند کوي، د مسلمانانو روڼ او ځلانده باب په اصطلاح پاى ته رسېدلی او يو ځل بيا په داسې څنډه ولاړ دی، چې د خپل ژوند د بقا او ارتقا لپاره هاند وهي، مسلمانان د خپلو ابدي دښمانانو له خوا په غولوونکو بهانو ځورېږي او د هغوى د پرمختګ، خپلواکۍ، ازادۍ، د اسلامي شريعت د سيادت او برلاسۍ مخه نيول کيږي، په يو او بل نوم په ډلو ټپلو وېشل کېږي، دښمن کوښښ کوي چې د هغوى تر منځ د خپلمنځي شخړو اور بل کړي او په خپلو منځو کې يې د يو بل پښو وهلو ته اړ کړي.

هغه هم وخت و، چې سيد جمال الدين، محمد عبده،  محمد رشيد رضا، عبد الحميد بن باديس، محمود طرزي، منهاج الدين ګهيځ او داسې نورو سلګونو بلکې زرګونو مفکرينو او روڼ اندو به له رسنيو او نشريو څخه د اسلام او مسلمانانو د دښمنانو پر ضد د توري په څېر کار اخيست، په مطبوعاتي ډګر کې به د هغوى فعاليتونه د جګړې د ميدان له ځلېدونکې تورې څخه خورا پرې کوونکې، غوڅوونکې او ټپ جوړوونکې وو، خو اوس هم وخت دى چې د اسلامي امت له غړو څخه هم د وسله والې جګړې په ډګر کې وينې څاڅي او هم په رسنيز ميدان کې.

راځئ د اسلامي نړۍ پر وضعيت فکر وکړو او وګورو چې کومې رسنۍ د امت مسلمه په غم کې لږ تر لږه يو ګام هم پورته کړی، کوم مطبوعاتي مرکز دى چې د مسلمانانو د مسائلو په اړه يې پروګرامونه په لار اچولي، چا د مسلمانانو پر ضد روان فعاليتونه څرګند کړي او په دې لړ کې يې د مجرمانو له مخونو څخه پردې پورته کړي دي، څوک دي چې مسلمانانو ته يې خپل دوستان او دښمنان ورښودلي او رابيدار کړي يې دي ؟؟؟

 راځئ له اسلامي لوېدځ څخه د قفقاز تر غرونو د نظر نيلی وځغلوو، له بوسنيا څخه تر ختيځ ترکستانه د مسلمانانو حالات وڅېړو، په جزيرة العرب کې د پرديو لښکرو د شتون اسباب ولټوو، په فلسطين د روان وحشت په اړه وپوښتو، چې اسلامي نړۍ ولې چوپه خوله ناسته او تماشه کوي؟

 راځئ د افريقا په ساحلي سيمو کې د غربت څپو وهلي مسلمانان وګورو چې څلور خواوې يې غير اسلامي پوځونو نيولي دي، دې نتيجې ته به ورسېږو چې تر رسنيو پورې تړلي اقلاً يو تن په فردي توګه هم په دې لړ کې د پام وړ کار نه دی کړی.

پوښتنه دا ده، چې په داسې خواشينوونکو او زړه بوګنوونکو حالاتو کې څه کول په کار دي ؟ په ځانګړې توګه د علم په جامه کې نغښتى ځوان قشر بايد څه وکړي ؟ پر ځان د ويښ او بېدار مسلمان ګومان کوونکى بايد څه ډول ثابته کړي، چې هغه په خپل ځان شکمن نه، بلکې په رښتيا سره په خپلو څلور خواوو کې له روانو حالاتو څخه باخبره او د دښمن له دسيسو څخه خبر دى، څه ډول بايد د خپلې ټولنې مرسته وکړي، په کومه طريقه د ناپوهۍ تيارې له منځه يوسي، که ګرد امت ته نه وي، نو د اخر الزمان دې غوره امت يو ټولګي ته څه ډول ګټه ورسوي؟؟؟

ايا رسول الله صلي الله عليه وسلم نه دي فرمايلي {مثل المؤمنين في توادهم وتراحمهم كمثل الجسد الواحد إذا اشتكى منه عضو تداعى له سائر الجسد بالحمى والسهر}، هر کله چې خبره دا ډول ده، نو بيا ولې د خپل مسلمان ورور په درد دردمن نه شو او ولې په ارام ژوند وکړو؟؟ ايا همدا رسنۍ نه دي چې د مسلمانانو تر منځ د بېلتون او نفاق اور ته لمن وهي ؟ خو په مقابل کې يې په همدې ډګر کې داسې يوه اداره او مرکز شتون نه لري چې مخه يې ونيسي، اقدام وکړي، د عزم او ثبات بېلګه وي او له هر ډول اغېز څخه پاک دريځ نيولو سره د اسلامي يووالي پر لار ډيوې بلې کړي او په زبات ورسوي چې دا د هغه پيغمبر امت دى، چې نړۍ يې د وحشت له تيارو را ايستلې او انسان ته يې د انسانيت ژوند ښودلی دى.

الله تعالى په خپل سپېڅلي کتاب کې فرمايلي دي {وَأَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّةٍ وَمِنْ رِبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ}. له قوت څخه مطلب هغه وسايل او اوزار دي، چې مسلمان يې په مټ پر دښمن بر لاسى کېداى شي، اوس نو چې د يومسلمان اړيکه له هر ډګر سره وي، بايد په هغه برخه کې د اسلام د دښمنانو پر ضد خپل ځان چمتو او وسايل تر لاسه کړي.  الله تعالى په يو بل ځاى کې ارشاد فرمايلى {بَلْ نَقْذِفُ بِالْحَقِّ عَلَى الْبَاطِلِ فَيَدْمَغُهُ فَإِذَا هُوَ زَاهِقٌ}، الله تعالى باطل په حق وهي او په حق سره د باطل سر ماتوي، نو د حق په لار کې الله تعالى د هر اقدام مرسته کوي، د حق د اواز د پورته کولو په لار کې د باطل ماتې حتمي او د حق برى ټاکل شوى دى.

که خبره مو د رسنيو په اړه وي او اړيکې مو له مطبوعاتو سره وي، نو بايد په دې برخه کې بشپړ معلومات ولرو، خپل دوست او دښمن وپېژنو، د دښمن له پلانونو او پروګرامونو څخه باخبره واوسو او د مخنيوي لپاره يې هاند ووهو او که چېرته داسې ونه کړو، نو نه به مو ځان او وسايل چمتو کړي وي او نه به د حق له پلويانو څخه شمېرل شوي يو.

د پوهانو له نظره اسلامي رسنۍ هغه دي، چې په خپلو ټولو چارو او خواوو کې د اسلامي شريعت احکامو او اصولو ته غاړه کېږدي، د اسلام د مقاصدو د تر لاسه کولو لپاره کار وکړي، له شرعي احکامو سره تناقض ونه لري، اصلاحي بڼه ولري او په دې لړ کې د هېچا تر اغېز لاندې رانه شي. الله تعالى فرمايلي {وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآَنُ قَوْمٍ عَلَى أَلَّا تَعْدِلُوا اعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى} او په يو بل ځاى کې فرمايي {وَلَا تَلْبِسُوا الْحَقَّ بِالْبَاطِلِ وَتَكْتُمُوا الْحَقَّ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ}، که په همدې  مبارکو ايتونو عمل وشي او په هيڅ صورت کې د سمو او کره معلوماتو او له حق د ويلو څخه درېغ ونه شي، همدا به د اسلامي امت خدمت وي، همدا به يو رښتينی جهاد وي او همدا به په رښتيا سره د اسلامي رسنيو يوه بېلګه وي.له سپېڅلي پيغمبر څخه پوښتنه وشوه، چې کوم جهاد غوره دی؟ هغه مبارک وفرمايل {كلمة حقٍّ عند سلطان جائر} که د ظالم سلطان دربار ته نه رسېږو، نو راځئ چې د رسنيو له لارې دغه جهاد وکړو او اواز پورته کړو.

د سوچه خپلواکو اسلامي رسنيو ايجاد د علم په ګاڼه د پسوللي ليکوال کهول دنده ده، د پوهانو له نظره د خپلواکۍ، ثبات، ايجابيت او مسئوليت  د خواصو درلودونکى له هر ډول سياسي، ژبني، رنګ او سمت له تعصبه پاکي د مسلمان فکر او اند درلودونکو مسئولينو له خوا پر مخ وړونکې رسنۍ کولاى شي، د ټولنې په اصلاح کې رغنده رول ولوبوي، حقايق څرګند کړي، د کفارو دسيسې په نطفه کې شنډې کړي، د هغوى باطل اشاعات رسوا کړي او دښمن ته د هغوى د کور په درشل کې ماتې ورکړي.

په مقابل کې د اسلامي احکامو د عملي کولو په لار کې لاس او پښې ووهي، حضرت پيغمبر صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي {فَوَ اللَّهِ لَأَنْ يُهْدَى الله بِكَ رَجُلاً وَاحِداً خَيْرٌ لَكَ مِنْ حُمْرِ النَّعَمِ}، لارو ورکو وګړيو ته لار وښيي، ويده راويښ کړي، ويښ بيدار کړي او په دماغو کې يې د يو مثبت فکر د پيل ماده را ژوندۍ کړي.

د ليکوال کهول دنده ده، چې په همدې مواصفاتو سره د ګردو منفي موخود درلودونکو مطبوعاتو تر منځ د مثبتو اهدافو انقلاب راولي، د ټولنې په جوړښت کې برخه واخلي، انسان د انسانيت په لور رهي کړي، اسلامي تمدن ته پرمختګ ورکړي، اسلامي ثقافت په پوره امانتدارۍ  له يو نسله بل ته وسپاري،  له مسلمان انسان څخه رښتينی مسلمان انسان جوړ کړي او د ژوند په هره برخه کې د اسلامي امت په خير خپل رسالت تر سره کړي.

که دا ډول هلې ځلې ترسره شي، نو ډاډه يو چې د اسلامي ټولنو پر نبض به کفري طاقتونه نه کښيني، د اسلامي امت په مرۍ به د غير اسلامي ځوکونو پنجې نه وي خښې، د دې امت اذهان او عقلونه به  د امت د خواخوږو په واک کې وي، ځمکني حدود به يې په بشړه توګه مصؤون وي، سياستونه به يې د نورو په اشارو او پروګرامونو نه اوړي را اوړي او دغه امت به له برمه ډک او سرلوړى د سيادت ژوند کوي.