وروستي:

څنګه د يادښت ځواک پياوړی کړو؟

لیکنه: مارک جواينر / ژباړه: جمعه خان نایل

آيا تاسې كله دا سوچ كړى چې ولې زموږ د گرځنده ټليفون شمېره اووه عددونه دي،  شپږ او يا اته عددونه ولې نه دي ؟

په دې اړه د پرنسټن پوهنتون  اروا پوه جارج ملر په 1956 ز كال يوه څېړنه كړې چې سرليك يې و (كوډ گريزه شمېره (2- (7) +2) او زموږ د يادښت ځواك ) جارج ملر ليكلي چې د انسان ذهن په طبعي ډول د پنځو څخه نيولې تر (9)  پورې او د دې ترمنځ عددونه په اسانۍ يادولاوى شي. کېداى شي چې زموږ د يادونې ځواك همدومره وي؛ نو له دې كبله د گرځنده ټيلفونونو اوسنى سيسټم د همدې څېړنې پر بنسټ ولاړ دى، او دا خبره سل په سله هم پر ځاى نه ده چې زموږ د ذهن د يادښت ځواك همدومره دى او زياتېدلاى نه شي، هو زياتېدلاى شي؛ خو يوې تخينكي طريقې ته اړتيا لري.

يادښت پوهانو ډېرې داسې طريقې پيداكړي دي چې د انسان د يادښت ځواك د عادي او طبعي حالت څخه څو برابره زياتېداى شي، جارج ملر په هغو طريقو كې يوې طريقې ته د چونكينگ ( Chunking ) يعنې د معلوماتو په ټوټو ويشلو نوم وركړى دی .

دا طريقه داسې ده چې يوه کلمه په څو برخو وېشل كېږي او هغه بيا د يوې کلمې په ډول ياديږي يعنې كله مو چې عددونه او يا نور معلومات د لاندې مثال په ډول وليكل خپلې سترگې به پټې كړئ او بيا به يې په لاندې ډول ياد كړئ.

 1

1

4

1

1

9

4

8

9

1

2

9

4

1

پورته د 14 عددونو يوه لړۍ ده کېداى شي چې څوك دا عددونه وويني يو ځل يې وگوري؛ خو بيا به ترې تېر شي اوس داسې وكړئ چې پورته د عددونو لړۍ په څو گروپونو ووېشئ او له ښکته يې پورته ولولئ.

1

1

4

1

1

9

4

8

9

1

2

9

4

1

كه چېرې په پورتنۍ لارښوونه عمل وشي او له ښکته پورته ولوستل شي شونې ده چې اسانه زده شي:

 411:   په امريكا كې د معلوماتو د تر لاسه كولو شمېره ده.

911 :   په امريكا كې د بېړنيو مرستو دتر لاسه كولو شمېره ده.

1984:  د جارج آرويل د مشهور ناول نوم دى.

1492:  دا هغه كال دى چې كرستف كولمب امريكا پيداكړه.

دا چې لږ وړاندې مو دماغ يو بل ډول وکارول؛ نو ځكه مو پورته عددونه زر زده كړل ، په سوداگريزو چارو كې دا كار څه ارزښت لري؟

معلومات ټوټه کول

 موږ كولاى شو چې معلومات او عددونه په څو طريقو په وړوـ وړو  ټوټو وويشو لكه د ترتيب وارې درجه بندۍ پر بنسټ او يا دې ته ورته نورو ډولونو باندې….

د معلوماتو ټوټه کولو او وېشلو موخه يوازي دا نه ده چې زموږ د يادښت ځواك زياتوي؛ بلكې زموږ پر ژوند او كړو وړو هم ښكاره اغېزه غورځوي، اصول او قوانين موږ د يو حالت سره له مخامخېدو نه وړاندې د هغه غبرګون ته تياروي د دې خبرې د ښه روښانتيا له پاره يوه بېلگه وړاندې کوو.

نيل سړاس ( Nelseras ) د گېم( The Game )  په نوم يو كتاب ليكلى دى ، دا كتاب د مېړه او مېرمنې تر منځ د مينې زياتوالي په اړه ليكل شوى دى، چا چې د نيل سړاس كتاب ( The Game ) لوستلى وي هغه په دې پوهيږي چې د ښځې د هر ځواب په وړاندې كوم ډول غبرگون غوره كړي او يا كوم ډول ځواب وركړي دا ټول د پوهې بركت دى چې يو كس په دې پوهوي چې كه چېرې د كومې پيښې سره مخامخ شي؛ نو همغه ډول غبرگون به ښكاره كوي . همدا پوهان كولاى شي چې د يوې خبرې لامل او وجه هم پيداكړي .

كله كه څوك له کوم څللاري موټر تېروي؛ نو داسي دي وكړي:

لومړى چې چا موټر درولى وي هغه دي روان شي او بيا دي بل په ترتيب سره…

كه چېرې دوه كسان څنگ په څنگ سره ولاړ وي؛ نو لومړى دي هغه كس روان شي چې ښي اړخ ته ولاړ وي .

لنډه دا چې كه چېرې موږ د قانون احترام ونه كړو يعنې د ژوند په عملي ډگر كې يې ونه كاره وو؛  نو وبه گورو چې هره ورځ به په زرگونو موټرې ټكر وي او په زرگونو خلك به مړه او ټپيان وي ، همدا ډول كه چېرې څوك په لومړي ځل  د چا كور ته په مېلمستيا ولاړ شي او وغواړي چې په خپله برېښنا او يا پكه روښانه كړي؛ نو کېداى شي چې د كومې پيښې سره مخامخ شي .

همدا ډول كه څوك د كاليو كومې هټۍ ته ولاړ شي او وغواړي چې كالي واخلي او پر ځان يې وگوري چې آيا برابر دي كه نه؛ نو كولاى شي چې پوښتنه وكړي د كاليو د كتلو ( Checking ) خونه چېرته ده .

ددې ټولومثالونو موخه داده چې كه موږ د كومې پيښې سره مخامخ كېږو بايد د هغې پيښې نه د خلاصون غبرگون وښيو،  يعنې كه موږ په قانون پوه شو كولاى شو چې د هر ډول كار كولو پر مهال د هر چا سره ښه چلند وكړو.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*