وروستي:

له ګډو پيسو د واده کولو مصرف پر چا حسابېږي؟

فتوا شمېره: ۱۱۵

د افغان بنسټ محترم مفتي صاحب!

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

مونږپنځه وروڼه سره جداشولو دوو  ورونوموخپلو  دوو زامنوته ودونه هم په شریک مال کی وکړ،اوس پوښتنه دادی چی کومه پیسه په ودونوکی لګیدلی دی هغه به له شریکوپیسوڅخه پری کیږی اوکه څنګه؟

الجواب، حامداومصلیا

د ودونو مصرف له ګډو پیسو څخه نه پرې کېږي ، بلکې دغه مصرف  پر هغه ورور حسابېږي چې خپلو زامنو ته یې له ګډې پانګې څخه ودونه کړي دي.

۱-لما الفتاوی الخیریه۱\۱۱۴ط: میرمحمدکتب خانه.

(سئل) في اخوين متفاوضين تزوج أحدهما زوجة بمهر وزوج ابنه أيضا زوجة بمهر وقضي المهرين من مال الشركة هل للأخ الأخر أن يطالبه بنصف ما وفاه وله أن يحبسه علي ذلك أم لا.(أجاب)نعم له أن يطالبه بنصف المهرين ويحبسه لان ذلك ملحق بكسوته وكسوة أهله فيضمن حصة أخيه وإذا ترتب ذلك بذمته یحبس فیه إن لم یوفه.

۲-وفي الفقه الاسلامي وأدلته4\616ط: دارالفكردمشق.

أماأرش الجنايات علي الادمي والمهر والنفقة وبدل الخلع والصلح عن دم العمد فلايؤاخذبهاالشريك لأن هذه الديون بدل عمالايصح الاشتراك فيه.

والله اعلم بالصواب

کتبه: عبدالروف مطمین

۲۵صفر۱۴۳۴

الجواب صحیح

مفتي:عبدالحق حقاني

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*