وروستي:

تور سوډانی خو د امانت او تقوا ځلاند ستوری

د سعودي مشهوري ورځپاڼي ” عکاظ ” په حواله د ریاض ښار د العزیزیه سیمي د پولیسو مرکز احمد نومي سوداني ته د هغه د امانتداري لامله فوق العاده “مننلیک” ورکړ چې انځور یې له دې خبر سره مل دی، د سودان تبعه یوه کس أحمد محمد ابن عوف د ریاض العزیزیه سیمي پولیسو مرکز ته څه د پاسه پنځه سوه زره سعودي ریال او نیمه کیلو سره زر تسلیم کړل.

د تفصیلاتو له مخي احمد بن عوف د ریاض په العزیزیه سیمه کې یو کور په کرایه کړ د کور د صفایي په مهال یې په یوه زړه لرګینه المارۍ کې دا لاندې مبلغ پیسې پیدا کمړې: 398 زره ريال، 19 زره ډالر، 30 زره درهم، او480 ګرام سره زر، دایې سمدستي ټول د العزیزیه پولیسو ته ورسول چې هغوی یې خپل څښتن ته ورسوي.

د پولیسو له معلوماتو سره سم د دې پیسو او زرو خاوند مړ شوی دی او کورنۍ یې د وروستي ځل له پاره له سعودي وتلې او خپل هیواد ته تللې ده اوس پولیس کوښښ کوي له دې کورنۍ سره اړیکه ونیسي او خپلي پیسې او زر ورته وسپاري. باید زیاته کړو چې د خیانت او غدر په دې توره تروږمۍ کې دا ډول تور سودانی مومن د امانت او تقوا ځلانده ستوری دی الله دي دی د دین او دنیا په دواړو نعمتونو موړ کړي او لوی څښتن دي د ده په څیر امانتدار خلک زیات کړي.