وروستي:

دوه وږي لیوان

حامد افغان

امام احمد ،امام النسائی ،امام الترمذی او ابن حبان رحمهم الله په خپل صحیح کې له کعب بن مالک الانصاري رضي الله عنه څخه دا روایت راخیستی دی، هغه وایي رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي دې : دوه وږي لیوان چې په میږو ګډ شي هغه میږو ته دومره تاوان نه رسوي لکه د دنیا مینه او حرص او د دنیوي عزت او شرف مینه چې د سړي دین ته څومره تاوان رسوي.

امام الترمذي وایي: دا حدیث حسن او صحیح دی او په یوه بل روایت کې دا حدیث له دې لاندي صحابه کرامو څخه روایت شوی دی: عبدالله بن عمر ، ابن عباس ، ابوهریره ،اسامه بن زید، جابر، ابوسعیدالخدري اوعاصم بن عدي الانصاري رضي الله عنهم ،د جابر رضي الله عنه روایت په دي ډول دی : دوه ضرري لیوان چې په بې څښتنه میږو ګډ شي دا دومره تاوان نه رسوي لکه د دنیوي عزت او مال مینه او حرص چې د مسلمان دین ته څومره تاوان رسوي او د عبدالله بن عباس رضی الله عنه په روایت کې د “حرص المال والشرف” پر ځای “حب المال والشرف” راغلي دي.

د مال او شتمني د میني او د دنیوي عزت او شرف د حرص او محبت په اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا خبره خورا لویه او له حکمته ډکه بیلګه ده، د مال او دنیوي عزت مینه او حرص د سړي ایمان او دین ته خورا زیات ضرر رسوي او دا ضرر د هغو دوو وږو او ضرري لیوانو له ضرر نه کم نه ده چې په شپه کې په داسې رمه ګډ شي چې څښتن یې هم نه وي،  نو دا دوه لیوان به بې له کومي وېري میږې خوري او داړي او ښکاره خبر ده چې دا لیوان به دې بي څښتنه میږو ته خورا زیات تاوان ورسوي او رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي چې له دنیا او د دنیا له عزت سره مینه او د دې حرص د مسلمان دین ته همدومره تاوان رسوي له دي به کم نه وي بلکي له دې سره برابر او یا به زیات وي.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم له دې خبري څخه دا معلومیږي چې د مال او دنیوي عزت له میني او حرص سره د مسلمان ایمان روغ او سالم نه شي پاته کیدلی لکه له هغو دوو وږو لیوانو څخه چې د ډیرو کمو میږو د روغ پاته کیدلو امکان شته نو له دې خبرې نه دا معلومه شوه چې د مال او د دنیا د عزت او شرف له حرص او میني څخه ځان ژغورل د مسلمان له پاره ډېر مهم او ضروري دي .

د دنیا د حریصانو حال

د مال او دنیا مینه او حرص په دوه ډوله ده یو ډول یې له مال او شتمني سره ډېره مینه او په ډېر حرص او مینه سره یې جمعه کول دي یعني شپه ورځ د مال جمعه کول او په دې لاره کې ستوماني او درنې ستونزي ګالل دي نو دا حدیث د دا ډول خلکو په باره کې راغلی دی که څه هم دا خلک له حلالي لاري روزي لاسته کوي، په الطبراني کې د عاصم بن عدي رضي الله عنه په روایت کې راغلي دي هغه وایي: د خیبر په غنیمت کې مې سل سهمونه اوبرخې واخیستلې، کله چې دا خبره رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورسید ویې ویل : دوه ضرري لیوان چې په بې څښتنه مال ګډ شي دا دواړه به دا مال دومره نه تاواني کوي لکه له مال او دنیوې شرف سره د مسلمان مینه او حرص چې د هغه دین ته څومره تاوان رسوي.

زه (ابن رجب الحنبلي) وایم د مال په حرص او مینه کې که نور هیڅ تاوان نه وي یواځي د ارزښتناک عمر ضایع کول هم خورا لویه ضایعه ده په دې وخت کې به هغه لوړې درجي او تلپاته نعمتونه ترلاسه کړي نو دا وخت په مال جمعه کولو او ډېرولو ضایع کول لوی تاوان دی ځکه روزي خو مضمونه او د الله له لوري ویشل کیږي او انسان له خپل نصیب نه زیات هیڅ شی نه شي ترلاسه کولی او که یو څوک ډېر مال ترلاسه کړي له هغه ټول څخه ګټه نه شي ترلاسه کولی بلکي هغه به یې میراتخورو ته پاته وي،  دی به یې جمعه کوي او نور به یې خوري او حساب او پوښتنه به له ده څخه کیږي، دی به دا مال داسې چا ته پریږدي چې هغوی به د ده په حرص او خواریو خبر هم نه وي او په خپله به د داسې ذات حضور ته ورځي چې هلته به یې دا عذر نه منل کیږي،  که نور هیڅ ونه شمارو یواځې دا بدي هم د مال د حریص بس ده د مال حریص خپل خوږ عمر خرابوي د بې ارزښته او په تندي لیکلي روزي له پاره اوږدو سفرونو ته ملاتړي او ځان له خطرونو سره مخامخ کوي څو د نورو له پاره مال راټول کړې!

لکه شاعر چې وایې :

ومن ینفق الایام فی جمع ماله

مخافة فقر فالذي فعل الفقر

یعني څوک چې د فقر او غریبي له وېري د مال په جمعه کولو شپې ورځې ضایع کوي او لګوي  نو په خپله دا بده ورځ هم غریبي او فقر ده !،

یوه حکیم ته چا وویل : فلانکي ډیر مال جمعه کړ ، حکیم ورته وویل : ایا له مال سره یې نور عمر او شپې هم جمعه کړې څو دا مال په کې ولګوي؟ ورته وویل شو نه ، حکیم وویل : بیا یې هیڅ ګټه هم نده کړې.