وروستي:

افغان ښوونځي د نوو ښوونکو د ګومارنې ازموينه واخيستله

راپور: نعمت الله فراست

 دافغان بنسټ اړوند،افغان ښوونځي کې، پرون (دکب پر۱۷مه نېټه) د راتلونکي ښوونيزکال لپاره د نوو ښوونکو دګومارنې په موخه ازموينه ترسره شوه، په دې ازموينه کې هغو څه باندې سلو نارينه او ښځينه وو په جلاجلا ټولنځايونو کې ګډون کړی وو، چې خپلي علمي پيژندپاڼي يې وار د مخه د افغان ښوونځي ادارې ته استولې وې، ازموينه د سهار پر نهو بجو پيل او يوولس بجې پای ته ورسېده.

د ازموينې ځوابپاڼي په خوندي توګه ټاکل شوي هيئت ته وسپارل شوې او له دقيقې کتنې وروسته به په راتلونکو څو ورځو کې د برياليو ښوونکو نومونه اعلان شي.