وروستي:

په اروپا کې په لومړي ځل د اسلام فوبیا پر خلاف ګام پورته شو

په اروپا کې د لومړي ځل لپاره د اسلام فوبیا یا اسلام سره د دښمنۍ پر خلاف مهم ګام پورته شو.
په فرانسه کې یوې محکمې تیره میاشت د هیواد په لویدیځ کې د لي مینس په ښار کې په یو جومات برید کوونکی په دریو کلونو حپس محکوم کړ.
د یادولو وړ ده چې تیره میاشت د فرانسې په لویدیځ کې یو تن ۶۹ کلن برید کوونکي لومړی په جومات په تطبیقاتو کې کاریدونکی لاسي بم برید وکړ او وروسته يي پرې د ټوپک ډزې وکړې.
برید کوونکی د برید نه وروسته ونیول شو. د ژاک کیلو په نامه ۶۹ کلن برید کوونکی د محکمې لخوا په ۳ کلونو حپس او یو کال جبري روحي تداوۍ محکوم شو.
د یادولو وړ ده چې ۶۹ کلن برید کوونکي چې د پولیسو سره کومه جرمي سابقه نه درلوده په څیړونو کې ویلي وو چې د روحي ناروغۍ د درملو او الکولو د کارولو نه وروسته يي دا برید ترسره کړی دی.
۶۹ کلن ژاک کیلو چې د روغتیا د برخې مقاعد دی ویلي دي چې دا برید يي د شارلي هیبدو مجلې په دفتر د برید په غبرګون کې ترسره کړی او په خپل دې عمل ډیر پیښمانه دی.
د یادولو وړ ده چې برید کوونکي په پاریس کې د شارلي هیبدو مجلې په دفتر د برید نه یو ورځ وروسته په جومات برید کړی وو.
په فرانسه کې د شارلي هیبدو مجلې په دفتر د برید نه وروسته په ټول هیواد کې په یو زیات شمیر جوماتونو او د مسلمانانو په مکانونو دیته ورته بریدونه ترسره شول.

له پښتو (TRT) نه په مننې

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*