وروستي:

قريشي مشرانوته د رسول اللهﷺ بلنه او دهغوى زړه بوگنوونکي ځوابونه

ابن عباس رضي الله عنه  وايي: يو ورځ دقريشو گڼ شمير مشران-چې پکې عتبه بن ربيعه،شيبه بن ربيعه، ابوسفيان بن حرب، د بنو عبدالدار يو تن مشر، د بنو الاسد ابوالبختري او اسود بن عبدالمطلب بن اسد ، زمعه بن اسود، وليد بن مغيره، ابوجهل بن هشام، عبدالله بن اميه، اميه بن خلف، عاص بن وائل، نبي بن حجاج سهمي او منبه بن حجاج هم وو- ټول له لمر پريوتو وروسته د کعبې ترڅنگ راټول شول اومشوره يې وکړه چې نن به محمد (  صلی الله عليه وسلم  ) راغواړو او ټوله خبره به ورسره سپينوو چې خلک وپوهيږي مونږ په خپلو خبرو کې ډير جدي يو، استازى رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته ورغى ورته ويې ويل: د قريشو ټول ملکان د کعبې تر څنگ ناست دي او تا غواړي، رسول الله صلی الله عليه وسلم  په دې هيله چې ښايي هغوى د اسلام منلو ته تيار شوي وي ډير په بيړه ور روان شو او دا د پيغمبر   صلی الله عليه وسلم  تر ټولو غټه هيله وه چې قريش اسلام ومني؛ خو چې راغى او کښيناست هغوى ورته وويل: اى محمده! (  صلی الله عليه وسلم  ) نن مو ته ددې له پاره راوغوښتې چې ټولې خبرې سره سپينې کړو او خلک وپوهيږي چې مونږ په دې لاره کې پوره هڅه کوو، خبره داده چې تا مونږ ته ډير جنجالونه را ټوکولي دي اوپه خداى قسم چې په ټولو عربو کې به چا له خپل قوم سره داسې نه وي کړي! ته زمونږ پلارانو او نيکونو ته بد واېې، زمونږ په دين کې نيمگړتياوې لټوې، مونږ ته د بې عقلو نسبتونه کوې زمونږ خدايان باطل گڼې اوزمونږ يو والي او تړون ته دې ډير زيان رسولى، گوره! که په دې کار سره ستا موخه شتمني لاسته راوړل وي؛ نومونږ به دومره مال درکړو چې ته به ترمونږ ټولو ډير شتمن شې، که مشرتوب غواړې ته يې زمونږ مشر او که پاچايې غواړې مونږ به پاچايې درکړو او که نه داهرڅه پر تا ديو شي (جناتو) اثر وي او ته يې وس نه لري؛ نو مونږ به دې تر هغه پورې درملنه کوو چې ستا خوښه وي؛ خو دا کار پريږده! پيغمبر   صلی الله عليه وسلم  په ځواب کې ورته وفرمايل:

تاسو چې څه واياست زه هغه يو هم نه غواړم ، نه درنه شتمني غواړم او نه مشرتوب؛ بلکې زه چې الله پاک  تاسو ته د څه له پاره را ليږلى يم هغه يواځې د الله پاک  پيغام تر تاسو رسول دي او بس، زه د خداى  جل جلاله  پيغمبر يم او ماته يې کتاب را کړى څوک چې ددې کتاب لارښوونې ومني هغه ته زه زيرى ورکوم او که څوک ترې انکار وکړي زه يې د خداى له عذابه ويروم، زه ستاسو خير غواړم؛ نو که تاسو زما خبره ومنئ د دنيا او اخرت له نيکمرغيو به برخمن شئ او که نه يې منئ بيا به زه انتظار کوم چې الله پاک  زما او ستاسو ترمنځ پريکړه وکړي.

هغوى ورته وويل: چې داسې ده نو بيا ته خپل رب ته ووايه چې زمونږ دغه تنگ ښار (مکه) -چې د غرونو په منځ کې دى- پراخ کړي او د شام او عراق په ډول ويالې پکې وبهوي او زمونږ نيکونه دې را ژوندي کړي، زمونږ په نيکونو کې “قصى بن کلاب” ډير بزرگ سړى و مونږ به ستا په هکله له هغه نه پوښتنه وکړو؛ نو که هغه ويل چې دى رښتيا وايي بيا به مونږ په تا ايمان راوړو او دا به ومنو چې ته ريښتونى پيغمبر يې، رسول الله  صلی الله عليه وسلم  ورته وويل: الله پاک  زه د دې له پاره نه يم راليږلى چې ستاسو نيکونه را ژوندي کړم او ښارونه اباد کړم، زما دنده داده چې تاسو د اسلام نيغې لارې ته را وبلم؛ نو که تاسو زما خبره ومنئ د دنيا او اخرت له نيکبختيو به برخمن شئ او که انکار کوئ بيا به زه د الله پاک  امر ته انتظار کوم، هغوى ورته وويل: که دا نه کوې نو د ځان له پاره خو خپل رب ته ووايه چې يوه پرښته درته را وليږي چې هغه ستا ملاتړ کوي او مونږ ته ځوابونه راکوي اوبله دا چې ستا له پاره دې د سپينو او سرو زرو ماڼۍ جوړې کړي، باغونه او زيرمې دې درکړي؛ نو بيا به دې دومره کړاوونو گاللوته هيڅ اړتيا نه وي، اوس خوته هم زمونږ په شان يو سړى يې او د روزۍ په لټه بازار ته راځې، که دا دې وکړل بيابه هم مونږ ومنو چې ته ريښتونى پيغمبريې، پيغمبر   صلی الله عليه وسلم  ورته وفرمايل: دا شيان نه زما خوښ دي او نه يې غوښتنه لرم او نه ددې له پاره راغلى يم، زه يواځې خداى  جل جلاله  زيرى ورکوونکى او ويرونکى راليږلى يم که تاسو زما لار خپله کړه په دنيا او اخرت کې به مو برخه وي او که زما لار مو خپله نه کړه زه به انتظار کوم چې زما او ستاسو ترمنځ الله پاک  پريکړه وکړي، هغوى وويل: ځه نوخداى ته دې ووايه چې پر موږ اسمان راوغورځوي بيا به دې مونږ ومنو، پيغمبر   صلی الله عليه وسلم  ورته وفرمايل: که زما رب وغواړي کولاى شي پر تاسو اسمان را چپه کړي، هغوى ورته وويل: ستاخداى په دې نه و خبر چې مونږ به تا را غواړو او داسې داسې غوښتنې به در څخه کوو؛ نو بيا به ته څه ځواب را کوې؟ او بله دا چې که مونږ بياهم ستا له خبرو انکار وکړو نو ستا خداى به مونږ سره څه کوي؟ مونږ خبر يو چې داهرڅه تاته د يمامه قبيلې يو تن در ښيي چې نوم يې رحمان دى، په خداى قسم! مونږ به هيڅ کله په رحمان ايمان را نه وړو، مونږ  تاته خپلې ټولې خبرې وړاندې کړې، اوس نو ته هيڅ لاره نه لرې او نور به مونږ ستا په وړاندې را پورته کيږو او قسم دى! تا چې تراوسه مونږ سره څه کړي دي دهغو بدله به درڅخه اخلو او ترهغو به درسره جنگيږو چې يا ته له منځه نه يې تللي يا مونږ، يوه يې وويل: مونږ د پريښتو عبادت کوو او هغه (نعوذ بالله) د خداى لوڼې دي، بل يې وويل: مونږ به هغه وخت تا ومنو چې الله پاک  او پريښتې دلته راولې!! پيغمبر   صلی الله عليه وسلم  راپاڅيد ور پسې درسول الله صلی الله عليه وسلم  يو ترور زى عبدالله بن اميه را پاڅيد او رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته ورغى ويل: اى محمده! (  صلی الله عليه وسلم  ) دې خلکو تاته دومره ډير وړانديزونه وکړل؛ خو تايوهم ونه مانه اوس زه يو وړانديز درته کوم که ودې مانه زه ايمان راوړم، داسې وکړه چې اسمان ته يوه پوړۍ ودروه او په هغې وخيژه چې زه دې ووينم چې ته اسمان ته ورسيدې، بيا به له هغې خوانه د څلورو پريښتو په ملتيا له ځان سره يو پرانستى ليک راوړې په هغه کې به داليكلي وي چې محمد (  صلی الله عليه وسلم  ) څه وايي هغه رښتيا دي؛ خو که دا دې هم وکړل بيا هم فکر نه کوم چې زه پر تا ايمان راوړم، رسول الله صلی الله عليه وسلم  را روان شو او د دوه خبرو له امله ډير غمجن و، يوه دا چې په کومه هيله را غلى و هغه پوره نه شوه او دوهم دا چې پيغمبر   صلی الله عليه وسلم  فکر کاوه چې قريش به را نږدې شي خو هغوى نور هم ليرې شول([1]).


[1]  د صحابه وو ژوند، ليکوال: مولينامحمدیوسف کاندهلوي/ژباړه: عبدالحق حماد.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*