د محمد صلی الله عليه وسلم ځورونه
عبدالله بن جعفر رضي الله عنه وايي: د ابوطالب له مړينې وروسته يوه ورځ رسول الله صلی الله عليه وسلم له کوره راووت؛ نو يو بدبخته قريشي په لارکې ورته ولاړ و هغه صلی الله عليه وسلم چې ورته راورسيد قريشي يې مبارک مخ ته خاورې ور وشيندلې، رسول الله صلی الله عليه وسلم بيرته کورته ستون شو لور يې چې د پلار دا حال وليد ورته را منډه يې کړه مبارک مخ يې ور پاک کړ او په ژړا شوه، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: لورې! مه ژاړه الله جل جلاله به هرو مرو ستا د پلار ساتنه کوي، بيا به رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايل: ابو طالب چې ژوندى و قريشو به دومره بد نه راسره کول؛ خو ښکاري چې اوس يې مټي راته رانغښتي دي .
ابوهريره رضي الله عنه وايي: دابوطالب له مړينې وروسته به قريش رسول الله صلی الله عليه وسلم ته په تروشه ټنډه او سخت چلن مخامخ کيدل؛ نورسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: زما کاکا! څومره ژرمې ستا کمښت محسوس کړ.
دقريشوله لاسه کړاوونه اوځورونې گالل
حارث بن حارث رضي الله عنه وايي: په مکه کې څه خلک سره را ټول و، مامې له پلاره (چې لا مسلمان نه و) پوښتنه وکړه چې دا خلک څه ته را ټول دي؟ ويل دايوبې لارې سړى راغلى هغه ته را ټول دي، مونږ چې سپرلۍ نه ور ښکته شو گورم چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ولاړ دى خلکو ته د يو الله جل جلاله د منلو بلنه ورکوي او خلک ترې انکار کوي او په ځواب کې هغه صلی الله عليه وسلم ته ډول ډول تعزيتونه ورکوي، نيمه ورځ چې تيره شوه خلک ترې ولاړل او يوه وړه نجلۍ ورته راغله وبه او يو دسمال يې ورته راوړ، رسول الله صلی الله عليه وسلم وبه وڅښلې اودوس يې وکړ بيايې نجلۍ ته وويل: لورې! گرېوان دې پټ کړه او گوره چې د پلار په هکله هيڅ ونه ډاره شې!
حارث رضي الله عنه وايي: ماپوښتنه وکړه چې دا نجلۍ څوک ده؟خلکوراته وويل:دايې لور(زينب رضي الله عنها )ده.
منيب ازدي رضي الله عنه وايي: د جهالت زمانه وه يوه ورځ رسول الله صلی الله عليه وسلم ولاړ و خلکو ته يې وينا کوله او ويل يې: لا اله الاالله وواياست کامياب به شئ! نږدې چې ورغلم گورم خلک ترې را تاو دي څوک پرې ناړي توکي، څوک پرې خاوري شيندي او څوک ورته سپکې خبرې کوي، ترغرمې دا لړۍ روانه وه بيا خلك ترې ولاړل او يوه ښکلې وړه نجلۍ ورته راغله په لاس کې يې د وبو لوښى و رسول الله صلی الله عليه وسلم لوښى ترې واخيست وبه يې وڅښلې او لاسونه يې ومينځل بيايې نجلۍ ته وويل: لورې! ونه ډاره شې چې پلار به مې څوک مړ کړي! ما له يوچا پوښتنه وکړه چې دا نجلۍ څوک ده؟ ويل دايې لور زينب رضي الله عنها ده.
عروه رضي الله عنه وايي: له ابن العاص رضي الله عنه نه مې پوښتنه وکړه چې مشرکانو رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ترټولو ډير تکليف کله رسولى و؟ راته يې وويل : يوه ورځ رسول الله صلی الله عليه وسلم د کعبې ترڅنگ (حطيم) کې په لمانځه ولاړ و چې عطبه بن ابي معيط د شا لخوا ورته راغى ناڅا په يې غاړې ته څادر ور واچو اوکلک يې ونيو، د ابوبکرصديق رضي الله عنه چې ورپام شو را منډه يې کړه عقبه يې تر وږو ونيو شاته يې کش کړ او ورته ويې ويل: أَتَقْتُلُونَ رَجُلاً أَن يَقُولَ رَبِّيَ اللَّهُ وَقَدْ جَاءكُم بِالْبَيِّنَاتِ مِن رَّبِّكُمْ.
ژباړه: ايا تاسو يوداسې سړى وژنئ چې وايي زما رب الله دى، حال دا چې ستاسې د رب له خوايې څرگند دليلونه هم درته راوړي .
عمرو ابن العاص رضي الله عنه وايي: يوه ورځ مې وليدل چې قريش د کعبې سيوري ته ناست دي اود رسول الله صلی الله عليه وسلم د وژلو مشوره کوي بلې خواته رسول الله صلی الله عليه وسلم له مقام ابراهيم سره خپل رب ته په لمانځه ولاړ دى، ددوى له ډلې څخه عقبه بن ابى معيط ور پاڅيد ناپامه يې ستوني ته څادر ور واچو اوراکش يې کړ؛ نو رسول الله صلی الله عليه وسلم پړمخې پرځمکه ولويد خلکو چيغې کړې چې محمد ( صلی الله عليه وسلم ) ووژل شو! ابوبکرصديق رضي الله عنه چې دا واوريدل په منډه راغى رسول الله صلی الله عليه وسلم يې له ځمکې را پورته کړ او قريشو ته مخ ور واړو ويل: ايا تاسو داسې سړى وژنئ چې وايي: زما رب الله دى؟ خلک چې ولاړل رسول الله صلی الله عليه وسلم ودريد خپل لمونځ يې پوره کړ له لمانځه چې خلاص شو کورته روان شو هغه کافران دکعبې سيوري ته ناست ول؛ نو مخ يي ور واړو او ورته ويې فرمايل: اى قريشو! واورئ! زما دې په هغه ذات قسم وي چې د محمد روح يې په ولکه کې دى! زه به ستاسو سرونه پرې کوم! او په مبارک لاس يې خپلې غاړې ته اشاره وکړه، ابو جهل ورته وويل: ته ډيرناپوه نه يې؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: اوته هم…!!
(هماغه و چې په بدرکې د ابوجهل په گډون اوياتنه لوى-لوى مشرکان دمسلمانانو په لاس ووژل شول).
عروه بن زبير رضي الله عنه وايي: له عبدالله بن عمرو رضي الله عنه نه مې پوښتنه وکړه چې قريشو په دښمنۍ کې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته تر ټولو ډير تکليف کله رسولى و؟ راته يې وويل: يوه ورځ د قريشو مشران په حطيم کې سره ناست وو او مشوره يې کوله چې څه ډول د رسول الله صلی الله عليه وسلم مخه ونيسي، يوه ويل : دې سړي ته خو مونږ ډيرصبر وکړ! گورئ! دى مونږ ته بې عقلان وايي، زمونږ پلارانو ته بد وايي، زمونږ په دين کې خبري کوي، خدايانو ته مو ښکنځل کوي او غواړي زمونږ يو والى له منځه يوسي؛ خو مونږ بيا هم هيڅ نه ورته وايو!!
راوي وايي: دوى دا خبرې کولې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم راښکاره شو اوراغى لومړى يې حجراسود ښکل کړ بيايې طواف پيل کړ؛ نو چې د دغو قريشو څنگ ته را ورسيد هغوى ډيرې سپکې خبرې ورته وکړې او داسې پيغورونه يې ورکړل چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم رنگ مبارک تغير وخوړ؛ خو هيڅ يې ورته ونه ويل، په دوهم طواف کې چې بيا دلته راورسيد بيايې هماغه سپکې خبرې ورته وکړې؛ خو رسول الله صلی الله عليه وسلم دا ځل بيا څه ونه ويل؛ خو په دريم ځل چې بيا را ورسيد قريشو بيا هماغه سپکې خبرې وکړې؛ نو رسول الله صلی الله عليه وسلم مخ ور واړو او ورته ويې فرمايل: اى د قريشو ډلې واورئ! په هغه ذات مې دې قسم وي چې د محمد روح يې په قبضه کې دى تاسو به زما له لاسه وژل کيږئ!!
د رسول الله صلی الله عليه وسلم دې خبرې په هغوى دومره اثر وکړ چې ټول غلي شول آن هغه يو هم نرمې خبرې پيل کړي چې له پخوا نه يې رسول الله صلی الله عليه وسلم سره ډيره سختي کوله ويل:
ابو القاسم! ته خو هوښيار سړى يې ځه په خير ولاړ شه، رسول الله صلی الله عليه وسلم ولاړ.
په دوهمه ورځ بيا قريش حطيم ته سره را ټول و يوه وويل: اوس ښکاره شوه چې مونږ څه ورسره کوو او دى راسره څه کوي، دوى همداخبرې کولې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم بيا راغى او کعبې ته چې راورسيد ټول ترې را تاو شول ورته ويې ويل: هغه ته يې چې زمونږ خدايانو ته بدوايي؟ مونږ ته بې عقلان وايي او ….؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: هو! دا ټولې خبرې ما کړي دي، راوي وايي: په دې خبره يو تن ور وړاندې شو رسول الله صلی الله عليه وسلم يې له گريوان نه را ونيو؛ خو ابوبکرصديق رضي الله عنه يې لاس ټيله کړ او ورته په ژړا شو ويل: ايا تاسو يو داسې سړى وژنئ چې وايي زما رب الله دى؟
ابن عمرو رضي الله عنه وويل: دا تر ټولو سخته پيښه وه چې ما د رسول الله صلی الله عليه وسلم په ژوند کې وليده.
د اسماء بنت ابى بکر رضي الله عنها نه پوښتنه وشوه چې دمشرکانو له لورې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته کوم تکليفونه رسيدلي دي ترټولوسخته شيبه يې کومه وه چې تاليدلې وي؟
هغې وويل: يو ورځ په مسجدحرام کې څوتنه مشرکان ناست وو د رسول الله صلی الله عليه وسلم په هکله يې خبرې کولې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم راښکاره شو؛ نو ټول ورپاڅيدل هغه صلی الله عليه وسلم يې له گريوانه را ونيو او چيغې جوړې شوې، يوچازماپلار (ابوبکرصديق رضي الله عنه ) ته خبر ورکړ چې ملگرى دې وژغوره! ابوبکرصديق رضي الله عنه په داسې حال کې چې د سر ويښته يې څلور کوڅۍ کړي وو په منډه ور روان شو او ځان سره يې همداويل: خداى مو تباه کړه! ايا تاسو هغه سړى وژنئ چې وايي: زمارب الله دى اوحال دا چې دخپل رب له خوايې څرگند دليلونه هم درته راوړي دي؟ د ابوبکرصديق رضي الله عنه له را رسيدو سره سم خلکو رسول الله صلی الله عليه وسلم پريښود هغه يې را ونيو، اسماء رضي الله عنها وايي: پلار مې چې بيرته کورته راغى مشرکانو دومره وهلى و چې پر هره کوڅۍ به يې لاس را تيرو ويښته به ترې راوتل او ويل به يې: تباركت يا ذالجلال والاكرام .
انس بن مالک رضي الله عنه وايي: يوځل مشرکانو رسول الله صلی الله عليه وسلم په ډيرو وهلو بې هوشه کړ ابوبکرصديق رضي الله عنه چې خبر شو په منډه ورغى خلکو ته يې وويل: خداى مو ووهه! ايا تاسو هغه سړى وژنئ چې وايي زما رب الله دى؟! يوسړي له بل نه پوښتنه وکړه چې دا سړى څوک دى؟ خلکو ورته وويل: دا ابوبکر ليونى دى .
يعقوب بن عتبه رحمه الله وايي: يوه ورځ رسول الله صلی الله عليه وسلم په ”صفا“ غونډۍ روان و چې ناڅاپه يې ابو جهل مخ ته ودريد او ډير يې وځوراوه، دغه وخت حمزه رضي الله عنه ښکار ته وتلى و خو ميرمنې يې د ابوجهل ټولې ربړونې وڅارلې او چې حمزه رضي الله عنه راغى ټوله کيسه يې ورته وکړه او ورته ويې ويل: د عمار پلاره! نن چې ابو جهل ستا وراره ته کوم تکليفونه ورسول که تا ليدلي واى؛ نو نه پوهيږم چې څه به دې ورسره کړي و، حمزه رضي الله عنه ډيرخواشينى شو لينده يې په غاړه وه؛ نو سيده مسجد حرام ته ورغى گوري ابوجهل د قريشو په يو مجلس کې ناست دى؛ نو پرته له دې چې څه پوښتنه ترې وکړي ناڅاپه يې په لينده وواهه اوسريې ورمات کړ خلک را ټول شول ابوجهل يې يوې خواته کړ حمزه رضي الله عنه اعلان وکړ: له نن نه وروسته زما هم هغه دين دى کوم چې د محمد صلی الله عليه وسلم دى، زه گواهي کوم چې هغه د الله ريښتونى پيغمبر دى او قسم دى چې زه به تر مرگه له دې خبرې وانه وړم، بيايې وويل: که په چا کې زور وي را وړاندې دې شي بيا دې خپل حال گوري، راوي وايي: د حمزه رضي الله عنه په ايمان راوړلو مسلمانان ډير ځواکمن شول او بيا به قريشو رسول الله صلی الله عليه وسلم ته تکليفونه نه رسول ([1]).
[1] د صحابه وو ژوند، ليکوال: مولينامحمدیوسف کاندهلوي/ژباړه: عبدالحق حماد.