ښه روزنه او پر ټولنه يې اغېز(۱)
ليکنه: مولوي نورالله عزام
يوه ځمکه چې وچه، شاړه او بې کرهنې پرېښودل شي، اوبه ځان نه پرې ټينګوي ، ازغي او ترخه بوټي ورباندې راشنه شي چې پرته له سوځولو بل هيڅ ګټه يې نه وي او بله ځمکه چې ماهر کروندګر يې پاکه او اباده کړي، تخم پرې وشيندي، زرغونه شي، د ګلانو او مېوو ښکلی او سمسور بڼ را وټوکوي او هر چاته يې ګټه رسېږي.
وَ تَرَى الْاَرْضَ هَامِدَةً فَاِذَاۤ اَنْزَلْنَا عَلَيْهَا الْمَآءَ اهْتَزَّتْ وَ رَبَتْ وَ اَنْۢبَتَتْ مِنْ كُلِّ زَوْجٍۭ بَهِيْجٍ۰۰۵ [الحج: ۵]
ژباړه: او ته خو ځمكه وينې چې وچه شاړه ده، بيا چې كله اوبه ورباندې راتويې كړو نو وخوځيږي، را ډډه شي او له هر ډول تاندو شنېليو نه راوټو كوي.
د ټولني افراد همداسې مثال لري، کوم خلک چې د ښوونې او روزني دنده په غاړه لري، که په خپل مسؤليت کې سستي وکړي، په ښه توګه يې تر سره نه کړي او د ټولني د روزنې او پرمختګ لپاره هلي ځلي ونه کړي؛ نو وګړي يې بد خويونه خپل کړي، په اخلاقي ناروغۍ او ناوړه کړنو اخته شي او لکه تريخ بوټي او ازغي له ضرر پرته بله ګټه يې نه وي.
د افرادو سالمه روزنه هغوی ته کامل ژوند ور په برخه کوي، روحي او جسماني روزنه يې کوي، چې بيا د ټولني د يو کامل شخص په توګه خپل مسؤليت تحمل او تر سره کولی شي. ښه روزنه د ژوند راتلونکې ده، د کاميابۍ او ناکامۍ بنسټ دی او څوک چې په ژوند کې ښه روزنيزه تګلاره ولري همدا يې د دنيا او اخرت نېکمرغي ده.
هوښياران وايي: څلور نعمتونه که د چا په نصيب شي د مرګ پر وخت دې د هيڅ شي ارمان نه کوي: په ماشوم توب کې ښه روزنه، په ځواني کې پر نفس حاکميت، په پاخه عمر کې رښتونولي او په بوډاتوب کې نېکه مشوره.
کومو ولسونو چې ار تقا کړې او د ژوندانه بېړۍ يې د بريا تر ساحله رسېدلې ، هغوی تل د خپلې ټولني د افرادو تربيت او روزنه د ژوند لومړنی قدم او اساسي موخه ګرځولې.
دا خبره هم بايد له پامه ونه غورځو چې روزنه د ټولني د فرد هر ډول کړنو ته شامليږي، او تعليم د روزني له وسائلو څخه يو دی. دا چې څنګه کولی شو په ولس کې ديني روحيه عامه کړو او د ټولني مهم او ځوان قشر په زړونو کې ديني او اخلاقي نورمونو ته وده ورکړو، لومړی بايد د تربيې موخه و پېژنو، او بيا د يوې پياوړي تګلاري له مخې خپل روزنيز پلان پر مخ بوزو.
د تربيې موخه:
تر هرڅه مخکې لازمه ده چې د تربيې اصلي موخه په دقيق او واضح ډول وپېژنو ترڅو هغه وسائل لاس ته راوړ چې په مټ يې دغې موخې ته رسېدلی شو. او که اصلي غايه معلومه نه کړو نو موږ به ولس پر يوې مجهولې لاري بيايو چې نتېجه يې بې لاري او يا هلاکت دی … او بايد همدا موخه داسې پراخه او شامله وي چې ټول امت پکې پرته له کوم تبعيض او توپير په يو ډول برخه ولري؛ ځکه د تربيې موخه که يوه نه وي ولس په بېلا بېلو ډلو وېشل کيږي اود دې پرځای چې زموږ هڅې يوځای تمرکز ونيسي په مختلفو اړخونو کې به بوخت وساتل شي او که داسې شي ولس به هيڅکله خپلې اصلي موخې ته ونه رسېږي.
نن اسلامي نړۍ په ځانګړي توګه زموږ کړېدلی ولس له داسې ناوړه انفرادي، ټولنيزو، او سياسي شخړو سره لاس وګرېوان او فکري زوال کې را ګير دی چې تر دې دمخه يې ساری نه دی ليدل شوی، هر مسؤل کس بايد د ولس دغو ناخوالو ته په کتو د يو ګډ تربيتي پلان له مخې د اسلام ټولنيز او مثالي ژوند په رڼا کې د دوی اخلاقي او اجتماعي ستونزي حل کړي ، په زړونو کې يې د اسلامي مينې او غيرت تخم وکري او دماغ کې يې د اسلام له افراط او تفريط څخه پاکي تګلارې ته وده ورکړي.
اسلام انسان دېته هڅوي چې د اخرت تل پاتي ژوند لپاره توښه چمتو کړي او ورسره د دنيا يې ژوند ګټي تر لاسه کول هم له هېره نه باسي. الله تعالي فرمايي:
وَ ابْتَغِ فِيْمَاۤ اٰتٰىكَ اللّٰهُ الدَّارَ الْاٰخِرَةَ وَ لَا تَنْسَ نَصِيْبَكَ مِنَ الدُّنْيَا [القصص: ۷۷]
ژباړه: او په هغه څه (مال) كې چې الله دركړي، د اخرت كور ولټوه او په دنيا كې دې هم خپله برخه مه هېروه.
اسلام يوازې دنياوي عملي تربيه نده لکه د يونانيانو چې وه او نه هم د بني اسرائيلو محض ديني تګلار ده ، اسلام د دواړو ترمنځ يوه اجتماعي ټولنه ده چې د ژوند هر اړخ ته ځانګړي لارښووني لري، نو په لنډو ويلی شو چې د اسلامي تربيې موخه:
۱. د خلکو په زړونو کې د اسلام مينې ته وده ورکول.
۲. په ژوند کې د کاميابۍ لاري چارې لټول.
۳. له ديني او دنيوي مصلحتونو دفاع او پر هغو غيرت کول.
۳. په دقيقه توګه هر فرد ته خپل مسؤليت په ګوته کول.
۵. د ټولني هر فرد ته فکري استقلال ورکول ترڅو يې پرته له تقلېدي کړنو يوازې اسلامي فکر په دماغ کې ځای ونيسي.
د اسلام روزنيزي تګلاري سره سم بايد هر فرد ته هغه وسائل او لاري چاري ولټول شي چې دغه اساسي موخې تر لاسه کړی شي.
د ټولني په اصلاح کې ډېر عوامل شته چې تر ټولو مهم يې: کور، مدرسه، ملګری او چاپير يال دي، غواړم د الله تعالی په مرسته د هر يو رول او ارزښت پرخپل ځای په تفصيل سره بيان کړم.
نور بيا… .