وروستي:

ښه روزنه او پر ټولنه يې اغېز(۲)

ليکنه: مولوي نور الله عزام

کور د ماشوم د روزني لومړنۍ مدرسه

د مور غېږ د ماشوم د روزني لومړنۍمدرسه ده، ماشوم نړۍ ته له را تلو وروسته په لومړي ځل خپل  مور پلار او کورنۍ ويني، او د هغو له کړنو، ناستي ولاړي او خويونو څخه مواد کاپي کوي، له درې بيا تر پنځو کلونو په عمر د ماشوم فکري کڅوړه تر بل هر وخت خالي وي، څه چې له پلار او مور څخه اوري او يا ويني هغه ځان سره خوندي کوي، چې له همدې ځايه دی مثبت او يا منفي وروزل شي.

هره کورنۍ د خپلو ماشومانو د روزنې مسؤله ده، که ماشوم ته داسې چاپېريال چمتو کړي چې د ده د ښې روزنې لامل ګرځي؛ نو اولادونه  به د خپل مور او پلار له هېلو سره سم وده کوي ؛ ځکه  نو مور او پلار بايد د ماشوم ورځني کړه وړه په دقيقه توګه و څاري، او په ورين تندي او خوږه ژبه يې نېمګړتياوې اصلاح کړي ، تل داسې توري ورته وکاروي چې دوی ته روحي ډاډ ور وبښي او په زړونو کې يې مېنه وکري، او که کورنۍ د ماشوم کړنو ته هيڅ پام نه کوي او په بې پروايي سره يې خپل سري پرېښي وي؛ نو پړه به يې يوازې پر مور و پلار او د کورنۍ پر مشرانو غړو وي.

امام غزالي رحمه الله وايي: “ماشوم  مور او پلار ته خدای ور کړی امانت دی، پاک زړه يې يو ساده جوهر دی چي له هر ډول نقش او انځور څخه خالي دی، او هر شي ته ميلان کوي، که په زړه کې يې خير ور واچول شي، پوهه کړل شي او ښه تربيه شي ؛ نو مور او پلار او ښوونکی به يې په دنيا او اخرت کې نېکمرغه وي او که زړه کې يې شر ور واچول شي او يا د حيواناتو په څېر مهمل پرېښودل شي نو بد بخته او هلاک به شي او مسؤليت به يې ټول د سرپرست په غاړه وي.

نبي عليه السلام وايي: ” ما من مولود إلا يولد على الفطرة ، فأبواه يهودانه أو ينصرانه أو يمجسانه ” [البخاري کتاب الجنائز: ۱۳۳۰]

ژباړه: هر ماشوم پر اسلامي فطرت پيدا کيږي خو مور او پلار يې يهودي ، نصراني  او يا مجوسي کړي.

اوس چې د ماشوم په روزنه کې کور دومره اغېز لري؛ نو بايد کورني ژوندې کې ټول هغه څه په کار واچول شي چې ماشوم ته ديني او اخلاقي روحيات ور کوي.

د کورنۍ د روزني لپاره څو مهمي لارښووني:

لومړی: مېرمنو ته بايد د اسلامي تعليماتو تر لاسه کولو لپاره ښه چاپېريال چمتو شي، مدرسې ورته جوړې شي، او په هغو کې د دوی له اړتيا سره سم ديني علوم رائج کړل شي ، او د هغو مېرمنو فضائل او حالات ورته بيان شي چې په ديني روزنه کې ضرب المثل دي ، لکه: اسماء بنت ابي بکر، صفية بنت عبدالمطلب، سکينه بنت ازور او … او…

نن زموږ په ټولنه کې د نجونو مدرسې د ګوتو په شمېر دي، او کوم تعليمونه چې ورته چارواکو چمتو کړي  په هغو کې د دوی د اخلاقي او ديني روزني مضامين د نېشت برابر دي، په نصابونو کې يې هغه مضامين درس کيږي چې مېرمنو ته تر اړتيا زيات دي، مېرمن چې د ټولني بنسټ دی بايد اخلاقي روزنې ته يې تر هرڅه لومړی توب ور کړل شي، په مدرسو او ښوونځيو کې ورته داسې چاپيريال چمتو شي چې دوی په ديني روحيه و روزي.

زموږ په ښونځيو کې اوس نجونو ته پردۍ ژبه، پردی ثقافت او قانون ور ښودل کيږي، او په دې نه وي خبره چې اولاد څنګه روزل کيږي، کورنی ژوند څنګه پرمخ بېول کيږي، د ماشوم په اخلاقي روزنه نه پوهيږي، او نه هم د کورني ژوند اصول ورته معلوم وي، او يا يوازې پر تقليدي او رواجي کړنو بسنه کوي.

که مور اصلاح شي نو زوی به يې په کامله معنی نر وي، که تاسو د سترو خلکو تاريخ وګورئ د هغوی د ژوند راز دا دی چې همدا عظمت، غوره اخلاق او بنيادي روزنه  يې مېندو ور کړې وي.

مور د ټولني بنسټ دی، مور د نړۍ استاذه ده، مور که په يوه لاس ځانګو ځنګوي په بل لاس نړۍ ځنګوي، د مور پر ځنګنو ډېر نبيان او پوهان روزل شوي، مور د رازونو خزانه ده، د دې لپاره چې موږ کورنۍ اصلاح کړو لومړی بايد مور اصلاح کړو چې د کورنۍ روح او اساس دی.

دويم:  مور او پلار بايد کوښښ وکړي  د اولاد لپاره ځان په ديني شعائرو، سپېڅلتيا او شرعي احکامو کې يوه غوره نمونه وګرځوي، د اولاد تر مخ دې لمانځه ته ډېره پاملرنه کوي، د نبيانو کيسې او د نېکانو خلکو ښه خويونه دې ورته بيانوي ترڅو يې په زړونو کې د نبيانو، صحابه وو او نېکانو خلکو مينه ځای ونيسي او خپل مور او پلار او نېکان خلک د ځان لپاره د ژوند غوره نمونه وګرځوي.

دريم: مور او پلار دې اولاد له خپلو سترګو نه  پناه کوي، او په هر مناسب وخت کې دې اولادونو ته ديني روحيه او اسلامي شعور ورکوي، دوی ته دې د اسلام عظمت، د دين ګټي او اسرار ، د  نېکانو او اتلانو کيسې بيانوي، ځان سره دې جومات او ديني مجلسونو ته بيا يې، د الله تعالی وېره او له هرې پېښې عبرت اخيستلو ماده دې د دوی په زړونو کې ور اچوي او ځيني سورتونه او حديثونه دې ورباندې يادکړي.

   څلورم: مور او پلار دې خپلو اولادونو لپاره په کور کې ځيني کتابونه ساتي، ځکه په دې سره د ماشومانو زړونو کې د مطالعې ليوالتيا پيدا کيږي او له علم سره مينه يې زړونو کې ځای نيسې. که ماشوم کوم کتاب بې ځايه کړي او يا د لوستلو چل نه ورځي له هغو دې نه منع کوي او نه دې تهديدوي. د ماشومانو لپاره تر ټولو غوره د اسلامي کيسو کتابونه دي، ځکه چې دا يې زړه کې اسلام سره مينه زياتوي او په دې هکله د صحابه وو، تابعينو او علماوو کيسې ډېرې ګټوري دي.

هر کور بايد د اسلامي کتابونو لپاره يو کتابتون ولري که څه هم  ډېر کوچنی وي، په کور کې شته دوا خانه کې چې د بدن درملنې لپاره دارو درمل ساتل ضروري دي همداسې د عقلونو د اصلاح لپاره کتابتون کې کتابونه ساتل هم ضروري دی.