وروستي:

افغان حکومت ۱۵ ايغوري مسلمانان چين ته سپارلي

(شنبه، کب ۲مه، ۱۳۹۳ل): افغان حکومت د سولې او هېواد کې د امنيت په موخه د چين د خوشحالولو په نيت د ايغور مسلمانان د چين کميونيست حکومت ته سپارلي دي.

افغان امنيتي سرچينې وايي، دا کار يې د دې لپاره کړی، چې د چين کميونيست هېواد خوښ کړي، تر څو پر پاکستان فشار واچوي، چې طالبان سولې او افغان حکومت سره خبرو ته اړ کړي.

رويټرز خبري اژانس د افغان چارواکو له قوله ليکلي، چې په دې وروستيو کې يې د هېواد ختيځ کونړ ولايت کې يو شمېر ايغوري مسلمانان نيولي وو او تېره مياشت يې چين ته سپارلي، مګر دا خبر رسنيو ته تېره ورځ ورسيد.

چين او د کابل حکومت تر اوسه په دې اړه رسما څه نه دي ويلي.

ايغوري مسلمانان د چين مظلوم او لږکي دي او له تېرو څو کالو راهيسې د چين کميونيستي نظام له خوا ځورول کيږي.

د چين حکومت ختيځ ترکستان، تبت ايغور او ګڼو نورو مسلمان مېشتو سيمو کې د مسلمانانو په روژو، د روژې په ختمونو، تراوو او اسلامي دعوت بنديز لګولی او تېره مياشت يې اعلان وکړ، چې د مسلمانو ښځو مخ پټول د چين کميونيستي نظام د قانون له مخې جرم دی.

تېره اونۍ هم د چين کميونيست حکومت د ايغور سيمې مسلمانان علماء راټول کړل او په يو لوی ميدان کې يې د خلکو پر وړاندې په زوره ونڅول او ځوانانو ته يې اعلان وکړ، چې له دې ملايانو ځانونه لرې ساتئ، لمونځ او نور عبادتونه بدن ته هېڅ ګټه نه لري او دوی بايد د ديني عباداتو پر ځای ورزشونه وکړي.

د ختيځ ترکستان او ايغور يو شمېر مسلمانانو د چين د ظلمونو پر وړاندې وسله وال مقاومت پيل کړی او د دې لپاره يې ځينې ځوانانو له خپلو کورنيو سره وزيرستان او ځينو نورو هېوادونو ته هجرت کړی او له ډېرې مودې دلته پراته وو او ځينو يې د چين کميونيست نظام پر ضد وسله وال مقاومت هم کاو.

د ګډ حکومت مشر اشرف غني چين ته د خپل رسمي سفر پر مهال تبت او شرقي ترکستان کې د چين د رسمي دريځ ملاتړ کړی و، چې د چين حکومت دا حق لري، چې دغه مسلمانان وځپي.

د څارونکو په اند اشرف غني دا څرګندونې د دې لپاره کړي، چې چين خوښ وساتي او له دې لارې پر پاکستان فشار راوړي، تر څو افغان طالبان خبرو ته کينوي.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*