په یوه ایت کې څو قراني نکتې
حامد افغان
د سورت یوسف د یوه ایت یوه برخه داسې ده: إِنَّا نَرَاكَ مِنَ الْمُحْسِنِينَ. (سورة یوسف 36)، یعني موږ تا د ښېګڼه کوونکو له ډلې وینو. دا خبره یوسف علیه السلام ته دوه ځله شوې ده یو ځل د ده د بندیخانې مشرکو ملګرو هغه ته دا خبره وکړه او دویم ځل چې د مصر د خزانو واکمن شو کاختي لګیدلې وه د وروڼو قافله یې ورغله ده وپیژندل هغوی نه پیژند، هغوی دا خبره ورته وکړزه. په دې خبره کې څو ښایسته، په زړه پوري، خوږې او باریکې نکتې را اخلم، الله دي وکړي خوښې مو شي.
1) یوسف علیه السلام ته په بندیخانه کې وویل شول: إِنَّا نَرَاكَ مِنَ الْمُحْسِنِينَ، یعني موږ تا د ښېګڼه کوونکو له ډلې بولو. کله چې هغه ته د مصر ټولې خزانې وسپارل شوې او د هغو واک د ده په لاس کې شو هلته هم همدا خبره ورته وکړل شوه: إِنَّا نَرَاكَ مِنَ الْمُحْسِنِينَ ، یعني موږ تا د ښېګڼه کوونکو له ډلې بولو.
معلومه شوه چې د حالاتو په ښکته پورته کیدلو سره په غوره اخلاقو باندې د انسان ثبات “نبوي اخلاق” دي، او متاسفانه زموږ د پېر وګړي دا “ثبات” نه لري او د حالاتو په تغیر سره یې اخلاق بدلیږي، الا من رحم الله.
2) د قرانکریم له دې ایت نه یوه بله باریکه نکته هم اخیستلی شو هغه دا چې ښېګڼه د بنده په وس پوري تړاو لري او بل دا چې ښېګڼه که وړه وي او که غټه قرانکریم یې ښېګڼه بولي ځکه یوسف علیه السلام به په بندیخانه کې له خپلو ملګرو سره ښېګڼې کړې وي خو هغه به وړې ښېګڼې وي، د یوه بندي ښېګڼه به غالباً وړه وي. او د مصر د خزانو د واک په مهال یې خلکو ته د غلوو قافلې ور بارولې او داهم ښېګڼه او دی ښېګڼه کوونکی بلل شوی دی نو لکه ومو ویل ښېګڼه د بنده د وس خبره ده او ښېګڼه که وړه وي او که غټه ښېګڼه ده.
3) دریمه نکته دا ده چې په عامه توګه له کافر او مشرک سره هم ښېګڼه په کار ده، د یوسف علیه السلام ملګري مشرکین او کفار وو هغوی ته ده د توحید بلنه ورکړې ده او په دې اړه د ده په کیسه کې څو ایتونه راغلي دي، نو ده له خپلو مشرکو او کفارو ملګرو سره هم مرسته او ښېګڼه کړې ده ځکه خو هغوی ورته وویل: إِنَّا نَرَاكَ مِنَ الْمُحْسِنِينَ. او دا معمولي یا یوځل او دوه ځله مرسته نه وه بلکي اوږده مرسته وه لکه په لاندې نکته کې.
4) یوسف علیه السلام ته خپلو ملګرو داسې ونه ویل چې تا موږ ښېګڼه کوونکی وینو (انا نراک محسناً) بلکي ورته ویې ویل د ښېګڼه کوونکو له ډلې نه راته ښکارې ( إِنَّا نَرَاكَ مِنَ الْمُحْسِنِينَ)، او دا ځکه چې د ده ښېګڼه معمولي او یوځل دوه ځله نه وه بلکي اوږده وه، ځکه هغوی ورته وویل چې ته د هغو خلکو له ډلې نه یې چې هغوی هر وخت ښېګڼه کوونکي یې او دا یې خوی او خصلت وي.
5) له دې ایت نه د ښېګڼې اعتراف هم معلومولی شو، د یوسف علیه السلام د بندیخانې مشرکو ملګرو د هغه د ښېګڼو اعتراف وکړ او د هغه وروڼو هم، بناءً د یو چا د ښېګڼې اعتراف لازمي ده، لکه وایي: که څوک د خلکو د ښېګڼو شکر ونه کړي هغه د الله د نعمتونو شکر هم نه شي ایستلی.