وروستي:

د اوکرائن پلازمېنه کې پر لويو لوحو د محمدﷺ ويناوې ليکلي دي

د اوکرائن د پلازمينې کييف پر سړکونو ۱۷ داسې لويې لوحې لګېدلي چې د اسلام د پېژنې په اړه شعارونه، اياتونه او د رسول الله صلی الله عليه وسلم حديثونه ليکل شوي دي، پر يو شمېر لوحو دا توري ليکل شوي: وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلاَّ رَحْمَةً لِّلْعَالَمِينَ «پر لوروونکو د الله رحمتونه وي» « پر هغو ورحمېږئ چې پر ځمکه دي؛ هغه ذات به درباندې رحم وکړي چې په اسمان کې دی» او «ستاسو غوره هغه دی چې خپلې کورنۍ سره ښه وي».

وروسته له هغه چې د اسلام دښمنانو د رسول الله صلی الله عليه وسلم او اسلام په اړه ناوړه تبليغات وکړل او غوښتل يې په دې ډول خلکو ته د اسلام ناسم انځور وړاندې کړي، د نړۍ په کچه خلکو د اسلام په اړه مطالعې او څېړنو ته مخه کړې ده تر څو معلومه کړي چې ايا اسلام رښتيا همداسې دی چې لويديځوال يې تعريفوي؟ په دې لړ کې ګڼ شمېر خلکو ته حقيقت څرګندېږي او اسلام ته را اوړي.

د اوکرائن لس زره وګړي مسلمانان دي او دا شمېره ورځ تر بلې لوړېږي.

عبدالحق حماد

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*