هارون الرشيد ته د سفيان ثوري له پنده ډکې خبرې
مفتي ابوسعيد راشد
کله چې هارون رشید د واک په ګدۍ کېناست نو ډېری خلک يې مبارکي ته ورتلل، خو سفیان ثوري رحمه الله (چې د رشید نږدې ملګری و) مبارکي ته ورنه غی،د هارون زړه و چې سفیان يې مبارکي راشي خو داسې ونه شول ، نو د پخوانۍ ملګرتیا په بنسټ يې لیک ورواستاوه:
بسم الله الرحمن الرحیم
د الله د بنده ، امیر المؤمنین هارون رشید له لوري، ګران ورور سفیان بن سعید بن منذر ثوری ته!
ګرانه وروره! تاسو خبریاست چې الله جل جلاله د مسلمانانو تر منځ دوستي او ورورولی پیدا کړې، او دا ورورولي به یواځې د الله له پاره وي. او تاسو په دې پوهېږئ چې زه درسره ملګرتیا، او مینه لرم، ملګرتیا مې د زړه له کومي او مینه مې رښتونې ده ، دا به هيڅکله له زړه ونه باسم. که دا غاړکۍ (د حکومت د چاروواګې) نه وای ؛ چې الله جل جلاله را له غاړي کړې. نو که په ګونډو هم وای زه به دې لیدلو ته درغلی وم .
او په دې هم پوهه شه! زما او ستا په ملګرو کې له تا پرته هيڅوک پاتې نه دي چې مبارکي ته مې نه وي راغلي، او ما هم د خزانې دروازه خلاصه کړې ، هرچاته دومره ډالۍ او تحفې ورکوم چې زړه مې غواړي او سترګې مې پرې یخيږي.
ستا ډېر انتظار مې وکړ خو را نه غلې.
همدا دی اوس درته په مينه لیک لیکم، ددې لیک له رسېدلو سره په بېړه راشه.
اي ابو عبدالله! ته خو ښه پوهېږې چې له مسلمان ورور سره اړيکې پالل او لیدلو ته يې ورتلل څومره ثواب لري!؟.
لیک يې د عباد طالقاني په لاس ورکړ او سپارښتنه يې ورته وکړه چې کله سفیان ته لیک ورسوې نو ښه ورته ځير شه چې هغه څه وايي.
عباد وايي: کله چې کوفې ته ورسېدلم د سفیان په اړه مې پوښتنه وکړه خلکو ووېل: په جومات کې دی ، جومات ته ورغلم ،که ګورم یوه سړی زما له لیدلو سره سم راولاړ شو او دا دعا يې پېل کړه :
له اورېدونکي او په هرڅه پوهه الله نه پناه غواړم د رټل شوي شیطان (له شر)څخه . اې الله! ستا پناه غواړم له بې خیره دروازه ټکوونکي (مېلمانه)څخه.
عباد وايي: دې خبرې زما زړه ولړزاوه. او ژر له جومات نه ووتلم،دی په لمانځه ودرېد، او پوهه شوم چې همدا سفیان دی، لږ وروسته راغلم لیک مې تر مخ ورته کېښود، چې سلام يې واړ اوه ، لیک یې یوه سړي ته ورکړ وېلې ويې لوله ! څه يې لیکلي ؟ . سړي د لیک په لوستلو پیل وکړ،کله چې پای ته ورسېد سفیان مسکی شو او يې وېل: د همدې لیک په بل مخ داسې ولیکه:
بسم الله الرحمن الرحیم
د ګناه ګار بنده سفیان له لوري، د هیلو په دام کې لوېدلي بنده هارون رشیدته.
ستا د لاس لیک راورسېد تا لیکلي [د خزانې دروازه خلاصه مې کړې او خلکوته ډالۍ ورکوم …] په دې خبره دې زه او زما په خوا کې ناست ټول خلک شاهدان یو، او د قیامت په ورځ به همداسې شاهدي ورکوو.
یوه پوښتنه لرم:
ایا ستا په دې کار د بیت المال اصلی حقداران (کونډې، یتيمان، مجاهدين ، مسافران، علماء او نور بې وزله خلک) خوښ دي، که یواځې ستا پلویان دي چې د بیت المال له خزانو جېبونه ډکوي؟. ددې پوښتنې ځواب ته ځان چمتو کړه، او په دې پوهه شه چې په قيامت کې د الله جل جلاله په وړاندې درېږې او همداسې پوښتنه به درڅخه کیږي.
اې هارونه! نصیحت درته کوم ، نور څه نه وايم ، بس دومره درته وایم : د ولس په هکله له الله جل جلاله څخه ووېرېږه. د محمد صلی الله علیه وسلم د امت خیال وساته. او په سمه توګه د هغوی مشري وکړه.
او په دې هم پوهه شه! پاچاهي له چاسره تل نه وي، که داسې وای نو تاته به نه راتلله، بلکې له تا څخه بل ته تلونکې ده، او دنیا هم داسې ده چې له یوه بل ته او له هغه بل ته پاته کیږي ، ځينې ترې ښه ګټه اخلي ، او ځينې په کې زیانمنیږي، خو ستا کړنو ته چې ګورم د زیانمنو له ډلې راته ښکارې .
اې هارونه ! د ځان غم وخوره ، ماته بیا داسې لیک مه رالېږه .
عباد وايي:
د سفیان نصیحتونو مې په زړه زیات اغېز وکړ ، کله چې د کوفې بازار ته راووتلم ، په بازار کې مې نارې کړې : اې خلکو! څوک شته چې داسې غلام واخلي چې د الله جل جلاله له وېرې، د الله جل جلاله لورته تښتېدلی وي؟. خلکو راته روپۍ راوړې ، ماوېل : نه دې ته اړتیا نه لرم. بلکې د وړیو جوړې ته مې اړتیا ده ، جوړه مې واخیستله، او کومې جامې چې د پاچا په دربار کې به مې اغوستلې هغه مې وایستلې، د وړیو جوړه مې واغوستله له اس څخه کوز په پښو روان شوم.
کله چې هارون ته راستون شوم هغه چې ولیدلم ؛ په ژړا شو وېلې:
(انتفع الرسول وخاب المرسل)
استازی بریالی او استونکی يې ناکام شو.
زما يې له پیسو او پاچاهی سره څه؟. دا هرڅه له منځه تلونکي دي.
بیا مې د سفیان ثوري رحمه الله لیک ورته وسپارو، هارون رشید په سلګيو، سلګیو هغه وایو او له سترګو يې اوښکې روانې وې.
خواته ناستو خلکو ورته ووېل: سفیان ثوري ډېره بې ادبي کړې په کار ده چې لاس او پښو ته يې هټکړۍ ولوېږي. هارون ووېل: اې د دنیا غلامانو همدا تاسو یاست چې ډېری خلک مو ( په داسې غلطو مشورو) دوکه کړي دي،بدمرغه هغه دی چې ستاسو (په خبرو غولېدلی او) تباه شوی دی. (احياء علوم الدين: 2/354)(دار المعرفة- بيروت)