وروستي:

د دیني مدرسو نصاب د وړتیا او نيمګړتيا په تله کې ( 16برخه)

حامد افغان/

علم کلام

د دې په ځاى چې زموږ په موجوده نصاب کې د علم کلام په څرنګوالى وغږېږو ښه به دا وي چې دنوي علم کلام په ضرورت لنډې خبرې وکړو ځکه نن موږ له معتزله ، مرجئه، قدريه او نورو نه هيڅ وېره نه لرو دا مذاهب نن داسې وبولئ لکه بيخي چې وجود نه لري نن تر هغې لويې ستونزې زموږ په مخکې پرتې دي لوديديځ اولويديځوال تمدن نن د اسلام په تشويه او د اسلام په انحراف بوخت دي، هغوى مسلمانان سره ويشلي يو ماډريټ ياعصري مسلمانان دي او بل متشدد او سخت دريځه مسلمانان، هغوى په لومړۍ ډله کې لوى لوى ملايان تيارکړي څو وروستۍ ډله په دې قانع کړي چې بايد تاسو نويو اصلاحاتو او ريفورمونو ته غاړه کېږدئ.

د عيسائيت او تبشير له پاره داسې غټې غټې موسسې جوړې شوې دي چې هغه پريمانه ډالر او يورو لري، د استشراق او ختيځ پوهني د مکتب هوښيارو او چالاکه پادريانو د مسلمانانو د زامنو له پاره اسلامي جامعې او يونيورسټۍ! جوړې کړې دي چې هلته د هر اسلامي فن تخصص کېږي، زموږ د هېواد د يوه ستر روحاني شخصيت! لور له يوې داسې اسلامي يونيورسټي! نه په تصوف او اسلامي فقه کې ماجسټير ترلاسه کړى او اوس راغلې 

په هېواد کې په چوپړ بوخته ده !!، لويديځو هېوادونو خپلې اسلامي! يونيورسټي يا پوهنتونونه د عربي نړۍ په ځينې هېوادونو کې هم جوړې کړې دي.

تاسو به فکرکوئ چې په دې پوهنتونونو کې به صحاح سته يا د عقائدو کتابونه ويل کېږي او يا به د تصوف او فقهې کتابونه ويل کېږي او دا به په دې موخه ويل کېږي چې د مسلمانانو اولادونه د اسلام په اړه مالومات ترلاسه کړي؟! 

هو داسې ده کېدى شي داټول کتابونه ويل کېږي خو په دې موخه اوغرض نه کوم چې له يوه ريښتیني مسلمان سره وي د دې پوهنتونونو استادان ځانګړې موخي لري چې غواړي خپلو شاګردانو ته يې ولېږدوي او هغه د اسلامي احکامو، اسلامي عقايدو اواسلامي تاريخ په اړه د تشکيک رامنځته کول دی، دوى د اسلام په تاريخ يا د پيغمبرصلی الله علېه وسلم په سيرت يا د شريعت په مختلفو موضوعاتو کې د يوه ظاهري کمزوري پوائنټ يانقطې په لټه کې وي او په هغه ځاى کې بيا د قلم زور ازمويي او په لسهاو تشکيکات او نور احتمالات رامنځته کړي نو مسلمانان زده کوونکي چې بل سم ماخذ نه لري اوټول مالومات يې له دوى نه ترلاسه کړي وي له دې تشکيک سره اسلامي هېوادونو ته راځي او د دوى په فکرونو او د دوى په ذهنونو کې د اسلام په اړه ډېرشکوک او شبهات پراته وي اسلام يو غير عملي او له عقله ليري مذهب بولي.

د اخلک زموږ په هېوادونو کې بيخي ډېردي او زيات شتون يې په واکمنو ډلو کې ده او د اسلامي نړۍ ډېرى واکمن او ددولتي ماشين چلوونکي چې په لويديځ کې په اړوند برخه کې لوړې زده کړې کړې وي د همدې تشکيک په رنځ اخته دي.