وروستي:

د ژوند راز(۱)

ژباړه او راټولونه: حامد افغان

مقصدي ژوند

ايكسپريس ريل ګاډی په پوره تيز تګ د خپل هدف په لور روان و د لاري دواړو خواو ته شنه فصلونه او ښكلي بيالې او رڼي بهانده اوبه سړی ځان ته راكاږي خو تيز تلونكي ريل ګاډی له دې زړه راښكونكو منظرو سره هيڅ د لچسبي نه لري، لوړه او ژوره لنده او وچه د ده په تګ كې توپير نه راولي، په لاره كي واړه واړه تمځایونه را ځي خو دي هغه پريږدي او داسي په بيړه روان دي ته وا بيخي د دريدلو نمت نه لري. د مقصدي زوند كيسه هم داسي ده يو چا چي د خبل ژوند له پاره يو هدف ټاكلي وي هغه په پوره معني خپل هدف ته متوجه وي او په بېځايه كارونو كې خپل وخت نه ضايع كوي.

د هدف لرونكي انسان ژوند هغه مسافر ته ورته ده چې غواړي خپل هدف ته د رسيدلو په لاره كې يوه ګړۍ هم ضايع نه كړي د دنيا زړه راښكونكې منظرې خو دا مسافر ځان ته راكاږي خو دی له هغو نه سترګي پټوي، سيوري او دمه ځايونه دی درولو او ارام كولو ته وربولي خو دی هغه پريږدي او د خپل مزله په لوري ګړندی تګ كوي، د ژوند له لوړو او ژورو سره دی ټكرې خوري خو په هر صورت دی د خپلي موخي په لوري ګړندی تګ كوي او څه سستي نه په كې را ځي .

د موخه لرونكي انسان ژوند د يوه وارخطا انسان په څير نه وي هغه چې د ژوندلاري او موخي د نه تعيين په صورت كې لالهانده او الويزانده ګرځي كله يوې خواته او كله بلي خواته منډي وهي، بلكي د موخه لرونكي انسان په ذهن كې دلاري او هدف پوره پوهه او شعور شتون لري او د هغه په وړاندي ټاكلي نښي وي، نو دا ډول انسان به څنګه كوم ځای دريږي ؟ څنګه به په بې ګټي شيانو كې خپل وخت ضايع كول خوښوي ؟ هغه به له هر بل لوري نه خپله توجه د خپل هدف لوري ته اړوي ترڅو خپله موخه ترلاسه كړي او خپل هدف ته ځان ورسوي .

ژوند بايد هدف لرونكي وي او د دې له پاره بايد سړی ټاكلي نښي ولري او دا كار بايد له ژور سوچ او فكر كولو وروسته وكړي او ځان ته يو هدف وټاكي داسي هدف چي د هغه په رشتيا والي او صداقت باندي يي زړه مطمئن او ډاډه وي چې په دې لړ كې يې خپل ضمير په پوره معنی ورسره وي او دا ډاډ يې په هر رګ او ريښه كې د ويني په څير روان وي، همدا هدف لرونكي نښي يو انسان له څاروي نه بيلوي كه دا نه وي نو د يوه انسان او څاروي په منځ كې هيڅ توپير نه ليدل كيږي او كوم انسان چې يوه موخه او هدف ولري د هغه ژوند به خامخا يو بيل ژوند وي هغه به په كوچنيو بې ګټي كارونو كې د بوختيدلو په ځای خبل هدف په نظر كې لري هغه به په ډاډه زړه دخپلو ټاكلو نښو په لور روان وي ترڅو خپل هدف ته ورسيږي .

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*