وروستي:

مصري پوليسو ۲۵ انقلاب ضد مظاهره کوونکي ووژل

په مصر کي دجنورۍ د۲۵ دانقلاب دڅلورمي کليزي په یاد کي په ټول هیواد کي مظاهرې ترسره شوي دي، چي په ترڅ کي یې دپولیسو او پوځ له لوري ۲۵ تنه مظاهره کونکي وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

فعالانو ویلي، چي دا وروستۍ شمېرې نه دي، بلکه دوژل شویو شمېرې به تردې ډيري وي، ځکه پوځ او پولیس دمظاهره کونکو دمنتشر کولو لپاره په هغوی مخامخ ډزي کوي.

مظاهره کونکو دپوځي انقلاب او وسني رژیم، السيسي اونورو اوسنیو مشرانو په خلاف شعارونه ورکول، مصریانو داوسني رژیم مشران دمصریانو دهيلو او انقلاب غله وبلل او دپوځي کودتادعاملینو دمحاکمه کولو غوښتنه يې کوله.

که څه هم زیات شمېر پوځیان او پولیس په پلازمینه قاهره برسېره په سترو ښارونو کي ځای په ځای شوي وو، ترڅو دمظاهرو مخه ونیسي، خوبیاهم ویل کیږي، چي په ټول مصر کي په ميليونونو کسان هرځای راوتلي او داوسني رژیم په خلاف مظاهرې کوي.

په قاهره کي پوځ او پولیسو دتحریر په میدان او یوشمېر نورو سیمو کي چي دحسن مبارک دراپرځولو لپاره پکي ستري مظاهرې ترسره کېدلې پوځي ټانګونه درولي او سیمه يې کلابنده کړې ده، همداراز راپورونه وايي، چي درژیم داړوند وزارتونو او ادارو امنيت هم ټینګ شوی دی.

دپوځي انقلاب مخالف اتحاد او دپخواني ولسمشر محمدمرسي او اخوان المسلمین پلویانو په مصري ولس غږ کړی وو، چي دجنوري د۲۵ دانقلاب کليزه دي په مظاهرو سره ولمانځي او ټول ولس دي داوسني رژیم په خلاف لارو کوڅو ته راووځي.

راپورونه وايي، چي دمصر په ټولو ولایتونو او ښارونو کي مصریان راوتلي او دانقلاب دڅلورمي کليزي په یاد کي مظاهرې ترسره کوي.

مصري فعالان وايي، چي پولیس او پوځ هرځای غواړي چي مظاهره کونکي منتشر کړي او مظاهرې يې ګډوډي کړي، چي دهمدې لپاره په مظاهره کونکو مخامخ ډزي کوي.

دغه مظاهرې چي په ټول مصر کي اوس هم رواني دي، پولیس او پوځ له مظاهره کونکو سره په نښتو او جګړو بوخت دي.

د۲۰۱۱ کال دجنورۍ په ۲۵ نېټه مصریانو دمصر دپخواني ولسمشر حسن مبارک په ضد مظاهرې پيل کړې، چي درې ورځي وروسته دهمدې میاشتي په ۲۸ نېټه دجمعې په ورځ دغو مظاهرو زور واخیست، چي په پایله کي يې حسن مبارک د۲۰۱۱ کال دفروري په ۱۱ نېټه استعفا ته اړ کړای شو او واک يې دمصردپوځ عالي شورا ته وسپارو.

د۲۰۱۲ کال دجون په ۱۷ نېټه دانتخاباتو په دوهمه دوره کي محمدمرسي احمدشفیق ته ماته ورکړه، چي په دې سره محمدمرسي چي داخوان المسلمین له ګوند سره یې تړاو درلود دمصر ولسمشر شو.

د۲۰۱۳ کال دجولای په دریمه داوسني مشر عبدالفتاح السيسي په مشرۍ دپوځي کودتا په ترڅ کي ولسمشر محمدمرسي له واکه لري کړای شو او ځای يې موقت حکومت ونیو.

د۲۰۱۴ کال دمئی په میاشت کي انتخابات ترسره شول، چي په ترڅ کي يې عبدالفتاح السيسي بريالی شو او ځان يې دمصر دولسمشر په توګه ونوماوو، خو په دغو انتخاباتو کي زیاتومصریانوګډون ونه کړ.

په مصر کي دپوځي کودتا په خلاف تراوسه مظاهرې رواني دي او مصریان هره جمعه تر لمانځه وروسته داوسني رژيم او پوځي کودتا په ضد مظاهرې ترسره کوي، چي کله کله دغه مظاهرې په تاوتریخوالي هم واوړي.