دعبرت کیسه ګۍ
یحیی غساني رحمه الله وايي: د داود علیه السلام په زمانه کې په خلکو سخته وچ کالي راغله هغوی له خپلو علماوو درې تنه وګومارل ، چې دښتې ته ولاړشي او باران خواست وکړي هغوی چې کله دښتې ته ورسېدل:
• یوه ووېل: اې الله! تا په تورات کې وېلي: چې هغه چاته به بښنه کوې چې په موږ يې ظلم کړی وي، نو موږ په خپلو ځانونو ظلم کړی ، بښنه راته وکړې.
• دویم ووېل: اې الله! په تا په تورات کې موږ ته حکم کړی چې خپل غلامان ازاد کړو ، نو موږ ستا غلامان یو ازاد مو کړه.
• درېم ووېل: اې الله! تا په تورات کې موږ ته حکم کړی چې که کوم بې وزله او مسکین مو په دروازه کې ودریږي تش لاس يې مه پرېږدئ . اې الله! موږ ستا مسکینان یو، ستا په دروازه کې ولاړ یو دعا مو مه رد کوه. سمدلاسه باران وشو. الأذكار النووية (612).
مفتي ابوسعيد راشد