وروستي:

کابل کې زرګونه کسانو د نبي عليه السلام د توهين پر ضد لاريون وکړ

[افغان بنسټ/جمعه د سلواغې ۴مه] په کابل کي زرګونو کسانو دفرانسوۍ مجلې چارلي ابدو له لوري دنبی عليه السلام دتوهین آمیزه کاریکاتور دخپرولو په ضد لاریون وکړ او ددغه کاریکاتور نشرول يې وغندل.

دغه مظاهره چي دکابل دیوشمېر جوماتونو خطيبانوپکي برخه اخيستې وه، دجمعې ترلمانځه وروسته دکابل ښار زرنګار پارک ته څېرمه ترسره شوه.

مظاهره کونکو د«زنده باد اسلام، حضرت محمدصلی الله علیه وسلم زموږ رهبر دی، مرګ په فرانسې، مرګ داسلام په دښمنانو» شعارونه ورکول.

مظاهره کونکو ویل، چي غرب دي داسلام دمقدساتوله سپکاوي څخه لاس واخلي او په کابل کي يې دفرانسې دسفارت دتړلو غوښتنه کوله.

مظاهره کونکو له ځانونو سره ستر پوسټرونه ليږدول، چي پرې دحضرت محمدصلی الله علیه وسلم نوم ليکل شوی وو.

مظاهره کونکو په پای کي یو پرېکړه لیک هم خپور کړی دی، چي پکي دکابل له رژیم څخه غوښتنه شوې ده، چي له هیواد څخه دي دفرانسې سفیر وشړل شي او سفارت دې وتړل شي.

وروسته ترهغه چي فرانسوۍ اسلام دښمني مجلې چارلي ابدو دوه اونۍ وړاندي دنبی عليه السلام توهین آمیزه کاريکاتور خپور کړ، دټولو مسلمانانو غوسه يې راوپاروله، دنړۍ په زیات شمېر اسلامي او غیر اسلامي هیوادونو کي دنبی علیه السلام دتوهین په ضد مظاهرې ترسره شوې.

تیره ورځ هم په کابل کي دفرانسې دسفارت مخي ته لاریون ترسره شو او مظاهره کونکو په هیوادکي دفرانسې دسفارت دتړلو غوښتنه کوله.

تردې وړاندي هم دهیواد په یوشمېر ولایتونو کي دفرانسوۍ مجلې له لوري دتوهین اميزه کاریکاتور دنشرولو په خلاف مظاهرې ترسره شوي دي، خو نننۍ مظاهره تر ټولو هغو ستره وه.

دیادوني وړ ده، چي فرانسې، بريتانیا او امریکادچارلي ابدو مجلې له لوري دنبی عليه السلام دتوهين ملاتړ کړی دی او ویلي دي، چي دا دچارلي ابدو مجلې حق دی، چي داسلام دپیغمبر سپکاوی وکړي.

دامریکادبهرنیو چارو وزارت ویاندي وویل، چي موږ دچارلي ابدو مجلې ملاتړ کوو، چي دنبی عليه السلام توهین يې کړی دی، دبريتانیالومړي وزیر وویل، چي هرڅوک کولای شي، چي دبل دین سپکاوی وکړي، فرانسې هم ویلي، چي چارلي ابدو مجله حق لري، چي داسلام او داسلام دپیغمبر سپکاوی وکړي.