وروستي:

د ننګرهار پوهنتون محصلينو د چارلي ابدو خلاف مظاهره وکړه

[افغان بنسټ/ د مرغومي ۲۸مه] دننګرهار پوهنتون سلګونه محصلینو د شارلي ایبدو دفرانسوي مجلې پر ضد، چې د اسلام د ستر پيغمبر محمد صلی الله عليه وسلم په په اړه يې کارتون خپور کړی و، لاریون وکړ.
دلاریون کونکو شمېر نژدې پنځه سوه تنه وو، د شارلی ایبدو مجلې د چلوونکو او د فرانسې هېواد د چارواکو پر ضد یې شعارونه ورکړل.
دوی همدا راز له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې په افغانستان کې دې دفرانسې سفارت وتړي او سفیر دې له دې هېواده وشړي.
يو شمېر مظاهره کوونکو سپين او ځينو تور بيرغونه چې طيبه کلمه پرې ليکلې وه، پورته کړي وو، دغه راز مظاهره کوونکو داسې ټوټې اوچتې کړي وې چې د يرغلګرو خلاف پرې شعارونه ليکلي وو او په افغانستان کې د ناټو او امريکا له پوځي حضور سره يې مخالفت څرګند کړ.

مظاهره دغرمې په دوه نیمې بجې پیل او نژدې یو ساعت یې دوام وکړ.

عبدالحق حماد