د توهين کوونکو سزا(۳)
مسلمانانو ته يو پيغام
ای مسلمانانو! الله جل جلاله تاسې ته د يووالي او يو موټي کېدو په موخه درې ډالۍ درکړي دي: ۱، بيت الله ۲، کتاب الله ۳، رسول الله.
نن چې په دنيا کې څومره مذهبونه دي، اسماني مذهبونه دي لکه يهوديت، عيسائيت يا که له ځانه جوړ شوي مذهبونه دي لکه دهريت، مجوسيت او داسې نور، په دې ټولو مذهبونو کې د اتباعو د يووالي لپاره يې نه د وحدت کوم مرکز شتون لري، نه ورسره د رسولانو ويناوې يې شته او نه هم داسې کتاب لري چې تحريف شوی نه وي.
الحمد لله مسلمانانو ته الله جل جلاله د يووالي مرکز هم ورکړی دی، خوندي کتاب يې ور استولی دی او دغه راز د رسول الله صلی الله عليه وسلم ويناوې يې هم داسې خوندي دي چې په بل هيڅ دين، مذهب او ملت کې يې بېلګه نه تر سترګو کېږي.
۱: بيت الله، د مسلمانانو د يو موټي کېدو مرکز، بيت الله د الله لومړنی کور دی چې پر ځمکه د الله د عبات لپاره جوړی شوی دی، الله جل جلاله وايي: اِنَّ اَوَّلَ بَيْتٍ وُّضِــعَ لِلنَّاسِ لَلَّذِيْ بِبَكَّةَ مُبٰرَكًا وَّھُدًى لِّـلْعٰلَمِيْنَ ۹۶ (ال عمران)
ژباړه: بېشکه لومړی هغه کور چې د خلکو (د عبادت) لپاره جوړ شوی دی، هماغه دی چې په مکه کې دی، برکتناک او ټولو کائناتو ته (پکې) لارښوونه ده.
په دې ايت کې الله جل جلاله وايي چې کعبه زما عبادت لپاره پر ځمکه لومړنی کور او هغه ځای دی چې ټولو کائناتو لره پکښې برکت او لارښوونه ده، د دغو موخو ترلاسه کولو لپاره د نړۍ له هر ګوټه مسلمانان پرته د سيمې، ژبې او رنګ له توپيره ورځي او د يووالي او وحدت څرګندونه کوي.
۲: الله جل جلاله موږ ته د لارښوونې لپاره داسې کتاب را لېږلی دی چې په خپله يې په اړه وايي: ذٰلِكَ الْكِتٰبُ لَا رَيْبَ ٻ فِيْهِ ڔ ھُدًى لِّلْمُتَّقِيْنَ (البقرة)
ژباړه: دا داسې کتاب دی چې هيڅ شک پکې نشته، ځان ساتونکو لره لارښوونه ده.
او د هر ډول تحريف څخه يې د خوندي ساتلو په اړه اعلان کړی دی: اِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَاِنَّا لَهٗ لَحٰفِظُوْنَ Ḍ (الحجر)، ژباړه: په رښتيا موږ دا پند(قران) نازل کړی دی او بېشکه موږ يې خوندي ساتونکي يو.
۳: دغه راز يې پر مسلمانانو ترټولو د غوره رسول پېرزوينه وکړه چې ترې وروسته بل نبي نه راځي او امت به يې تر قيامته د هغه پر لارښوونه روان وي.
مسلمانانو!
کله چې يهودانو او عيسايانو وليدل چې نه ورسره د خپل کتاب کومه موحده نسخه شتون لري او نه هم مسلمانانو غوندې ورسره د خپلو رسولانو ويناوې شته؛ نو د حسد له امله يې هڅې پيل کړې چې د مسلمانانو د يووالي اسباب له منځه يوسي.
هڅې يې وکړې چې بيت الله وران کړي خو له دې ايت څخه ناخبره ول: اَلَمْ تَرَ كَيْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِاَصْحٰبِ الْفِيْلِ ۭ اَلَمْ يَجْعَلْ كَيْدَهُمْ فِيْ تَضْلِيْلٍ
ژباړه: ايا ته نه دي ليدلي چې پالونکي دې د فيلانو له څښتنانو سره څه وکړل؟ ايا د هغوی چل ول يې شنډ نه کړ؟
کوښښ يې وکړ چې قران هم خپل کتاب خوندې تحريف او له نفساني غوښتنو سره يې سم جوړ کړي، خو دا ايت يې نه وه ليدلی: : اِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَاِنَّا لَهٗ لَحٰفِظُوْنَ (الحجر) ،
ژباړه: په رښتيا موږ دا پند(قران) نازل کړی دی او بېشکه موږ يې خوندي ساتونکي يو.
هڅې يې وکړې چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په اړه په اسلامي ټولنه کې نفرت خپور کړي، همدې موخې ته د رسېدو لپاره يې پر نبي کريم صلی الله عليه وسلم ډول ډول نيوکې وکړې، بد – رد، سپکې – سپورې ، ښکنځل او توهين کوونکي کارتونان يې خپاره کړل خو د الله جل جلاله له هغه لښکرو څخه بې خبره ول چې ورته کسانو ته يې ګمارلي دي او د الله جل جلاله دا وينا يې نه وه لوستلې: اِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْاَبْتَرُ (الکوثر) ، ژباړه: بېشکه ستا دښمنان له منځه تلونکي (بې نسله) دي.
ګرانو لوستونکو!
محمد صلی الله عليه وسلم هغه رسول دی چې په دنيا کې يې انسان د انسانيت ځای ته ورساوه، د ناپوهۍ، تيارو او نفس لمانځنې له تباهۍ يې وژغوره، د اخرت له هغې سزا يې وساته چې پای نه لري، زموږ د ښګېڼې په موخه يې کورنۍ، خپلوان، ترونه، کليوال، کلی پرېښودل، ډول ډول داسې ربړونې، ستونزې او کړاوونه يې وګالل چې د انسان غوږونه يې له اورېدو نټه کوي، بېلابېل القاب لکه ليونی، شاعر، مسحور يې پر ځان ومنل، دا ټول يوازې د دې لپاره چې زه او ته په دنيا کې بريالي او په هغې دنيا کې له تلپاتې سزا خوندي شو.
يوازې په دې يې بسنه ونه کړه بلکې په قيامت کې چې هر تن به وايي: “نفسي, نفسي” دی به هلته هم زما او ستا په فکر کې وي او وايي به: “أمتي, أمتي”:
ای مسلمانانو! نن ستاسې دغه نبي ته سپکې سپورې ويل کېږي، په اړه يې له توهينه ډک کارتونونه خپرول کېږي.
ای غيرتمن مسلمان ځونانو! د دې غيرت او ځوانۍ څه ګټه ده چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم عزت ساتنې په لار کې ترې ګټه وا نه اخلې!
ای شتمنو مسلمانانو! ستاسې د شمتنۍ څه فائده ده چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ناموس ساتنې په لار کې ګټه در ونه رسوي!!
ای پوهانو مسلمانانو! ستاسې د پوهې څه ګټه ده چې يوازې د دنيا لپاره يې په لار اچوئ!!
ای سپين روبو! تعجب دی چې له خپلو زامنو، لمسيانو مو داسې څوک چمتو او تيار نه کړل چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم غچ واخلي!!
ای ليکوالانو! ستاسي ليکوالي بې ګټې ده چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم دفاع و نه کړئ!!
ای د علم طالبانو! ستاسې علم ترلاسه کول بې فائدې دهي څو د خپل لومړني معلم له توهين کوونکو بدله وا نه اخلئ.
ای مسلمانانو ميندو! ستاسې اولاد بې ګټې دی څو د هغه رسول انتقام وا نه اخلئ چې تاسې يې له هغې کندې خوندي کړئ چې ژوندۍ به پکې خوښول کېدئ!!
ای د اردو او پوليسو ځوانانو! ستاسې ضمير تر اوسه د بې پروايۍ په خوب کې ويده دی چې له هغه چا سره اوږه په اوږه مرسته کوئ چې ستاسې د رسول صلی الله عليه وسلم سپکاوئ کوي!!
ای د منبر او محراب څښتنانو! ستاسې خطبې او وعظونه هيڅ ګټه نه لري څو د رسول الله صلی الله عليه وسلم مينه په خلکو کې ژوندۍ نه کړئ او په ځوانانو کې اسلامي جذبه را ونه پاروئ!!
ای کرونګرو! ستاسې به څه ځواب يې کله چې همدا خاورې درباندې واړول شي او درته وويل شي چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم سپکاوی کېده او ته خبر هم نه وې!!
ای سياستوالو، وزيرانو او رئيس جمهورانو! ستاسې به الله ته څه ځواب وي چې درته وويل شي: زما رسول چې تاسې مې استولی و، بد رد، سپکې سپورې او توهين کوونکي کارتونان يې په لوی لاس خپرول کېدل، تاسې خو يې غچ وا نه خيست، خو هغه څوک مو هم وغندل چې زما د رسول غچ يې واخيست، ولې ؟؟؟
ايا دا به ورته ووايئ چې موږ خو بې غيرته، له ايمانه لرې او د توهين کوونکو لاسپوسي وو، د هغوی شعار زموږ شعار و، هغه څه مو ويل چې هغوی پرې خوشاله کېدل، موږ ته دين، قران، رسول هيڅ قيمت نه درلود!!!
افسوس بيا افسوس بيا افسوس!!!
يو وخت داسې وه کله چې زموږ پاچايانو، مشرانو او د واک څښتنانو غيرت درلود، اسلامي جذبه او ولوله ورسره وه، دين، قران، رسول يې ستره سرمايه وه، چې يهودانو، عيسايانو، هندوانو، سکانو او نورو کافرانو په خپلو هيوادونو کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په عزت حمله نشوه کولای د اسلامي شعائرو سپکاوی يې نشو کولای، نن چې تاسې را باندې مسلط ياست،………. خدا را!! که دومره غيرت نه لرئ چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم غچ واخلئ؛ نو دومره همت،غيرت او ايمان خو په ځان کې پيدا کړئ چې هغه څوک و نه غندئ چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د غچ اخپستلو په لار کې يې ځان قربان کړئ دی، که دومره غيرت او ايمان هم نه لرئ؛ نو بيا د اسلام تشې درواغجنې دعوې هم مه کوئ.
ای مسلمانانو!
الله جل جلاله داسې لښکرې لري چې مقابله يې د انسان له وسه وتلې خبره ده؛ يوازې ماشي که په يوه هيواد وليږي؛ هيڅوک به يې مقابله ونشي کولای؛ خو په کائناتو کې د الله تګلاره دا ده چې الله جل جلاله تېری کوونکو ته مهلت ورکوي، رسول الله صلی الله عليه وسلم وايي: إِنَّ اللهَ لَيُمْلِي لِلظَّالِمِ حَتَّى إِذَا أَخَذَهُ لَمْ يُفْلِتْهُ.
ژباړه: الله تېری کوونکي ته مهلت ورکوي تردې چې کله يې ونيسي بيا ترې نشي خلاصېدای.
(بخاري، ټوک۲، مخ ۱۲۸۱حديث شمېره ۴۶۸۶، مکتبة الطاف، کراچي)
نو که موږ د رسول الله صلی الله عليه وسلم غچ وا نه اخلو، هرومرو الله جل جلاله يې غچ اخلي، وګورئ له عتيبة څخه د غچ اخيستلو لپاره الله جل جلاله يو زمری ولېږه، د ابو لهب له ښځې د غج اخيستو لپاره الله جل جلاله يوه پرښته واستوله؛ خو الله جل جلاله مو ازمويي چې موږ په دې دعوا کې چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم امتيان او ورسره مينه کوونکي يو، څومره رښتيني يو، الله جل جلاله دې موږ ټولو توفيق راکړي چې په عملي بڼه خپله دغه دعوا رښتينې کړ او الله دې په دې امت کې داسې نامتو فدايان لازيات کړي چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د غچ اخيستو په لار کې له خپل ځان، مال او اولاد ټولو څخه تېر وي.
مفتي عبدالحق حقاني