وروستي:

پکتیکا کې زرګونو تنو د چارلي ابډو پر ضد لاریونونه کړي

د پکتیکا ولایت زرګونو اوسېدونکو د دې ولایت په ارګون او سروبي ولسواليو کې په فرانسه کې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د توهین خپرولو پر ضد لاریونونه کړي دي.

لاریون کوونکو چې «مرګ پر کفارو!» او « ژوندی دې وي اسلام!» شعارونه بدرګه کول، دوی د چارلی ابدو پر دفتر بریدګر اتلان بلل او د هغوی تصویرونه يې له ځان سره لېږدول.

دوی پر ګډ حکومت غږ وکړ، چې له فرانسې سره خپلې هر ډول اړیکي پرې کړې او په هغه هېواد کې دي افغان سفارت وتړي او هم دې دلته د فرانسي سفارت وتړل شي.

لاریون کوونکو د لاریونونو په پای کې پنځه ماده لرونکی پرېکړه ولوست، چې پکې ویل شوي و، چې افغان حکومت دې له فرانسې سره هر ډول اړیکي وشلوي.

په پرېکړه لیک کې راغلي و، چې مسلمانان باید د ټولو کفارو په وړاندې سره یو شي او د همدې پرېکړه لیک له مخې لاریون کوونکو ویل چې دوی د سعید او شریف پر شهادت ویاړي او هغوی يې نړیوال اتلان بلل.

لاریون کوونکو په داسې حال کې له افغان حکومته له فرانسې سره د اړیکو په پرېکون ټینګار کاوه چې د ګډ حکومت مشر اشرف غني د چارلي ابدو پر دفتر برید «وحشیانه عمل» بللی او په کلکو ټکو يې غندلی دی.

یاده دې وي تر دې وړاندې د پکتیکا په ګاونډ زابل ولایت کې هم ورته لاریون ترسره شوی دی، چې هغوی هم د چارلی ابدو پر دفتر بریدګر نړیوال اتلان بلل.

چارلی ابدو د دویم ځل لپاره د انسانیت د ستر رهبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم توهیني کارتونونه خپاره کړي دي، چې په ګرده نړۍ کې يې د مسلمانانو توند غبرګونونه راپارولي دي.

له نن ټکي آسيا ويب پاڼې څخه په مننه