وروستي:

د هېواد په مطبوعاتو کې د عالمانو ونډه (۸)

ليکنه: مفتي حبيب الله قاسمي

دديني علومو مدرس او څېړونکی

دسراج الاخبار د دوهمې دورې قلمي همکار عالمان :

((سراج الاخبار)) که څه هم واکمنو ديوڅه وخت له پاره وتړاه ؛خو کارکوونکو يې  له کاره لاس وانه خېست  ،خپلې هلې ځلې يې جاري او ګرندۍ وساتلې تردې چې د((سراج الاخبار)) ټولنې څخه يې دآزادۍ ستر غورځنګ جوړ شوی و . زموږ مؤرخين اوپه تېره بيا استاد حبيبي په خپل ارزښناک او وروستي اثر ((جنبش مشروطيت)) کې په ځانګړې پاملرنه دهغو عالمانو يادونه اوپيژندنه کوي[1]چې له ((سراج الاخبار)) سره يې  قلمي همکاری لرله. اودلته موږ تاسو ته پيژندنه دمستندو مراجعو په مرسته  وړاندې کوو چې دې راټولنې زيات وکړولم .

دسراج الاخبار لومړنی قلمي همکار عالم :

مولوي صاحب محمد سرور خان ((واصف))[2]

مولوي صاحب محمد سرور خان د((سراج الاخبار)) له مهموغړو او ليکوالو څخه و ،پلاريې  مولوي احمد جان سوداګر وچې نامتو عالم او دافغانستان داداري اوقضايي نظام مؤسس اونوښتګر ګڼل کيږي.

  مولوي صاحب واصف د((سراج الاخبار))[3] په لومړی تاسيس کې ددې جريدې محرر او په اوسنۍ اصطلاح مسؤل مدير و ،وروسته بيا د ((سراج الاخبار)) ټولنې غړی و.په هڅاندو اوزيارکښو مشرانو کې ياد شو [4] دهمدې ملا په هڅو اوهاند د((سراج الاخبار)) ټولنې ډيوه نه يوازې ځلانده او ژوندۍ پاتې شوه بلکې دازادۍ ستر غورځنګ ترې جوړشو راځئ! همدا خبرې د استاد حبيبي له خولې واورو چې دهېواد نامتو مؤرخ اودپېښو کره شاهدي بلل کيږي.

 استاد ليکي  : ((دسراج الاخبار)) انجمن کار که څه هم په ظاهره دهغو خنډونو له امله دکم وخت له پاره ودرېد چې يرغلګرو انګريزانو ايجادول ؛خو له دری کلن ځنډ وروسته دغه ټولنه ديوه منظم غورځنګ په بڼه ميدان ته راووت چې نوی پوهه ملګري يې هم موندلي وو….. ددې غورځنک مخکښ او سروال مولوي محمدسرور خان واصف و  ))[5] .

مولوي صاحب نه يوازې دصحافت ميړنی و ؛بلکې دديني علومو ښکلي مدرس هم و، پرکال (۱۳۳۳هـ)دحبيبه مدرسې مدرس وټاکل شو، دشاګردانوپه روزنه کې زيات مخلص و، لکه چې استاد حبيبي د ميرقاسم له خوله ليکي :(( مولوي صاحب  دحبيبه مدرسې يوداسې زيارکښ مخلص مدرس و چې دغسې مدرس بياحبيبه مدرسې ونه موند)) . [6]

دتدريس ترڅنګ مولوی سرور واصف دقضا په چاروکې هم ماهر و د قاضايانوله پاره يې ((اساس القضات)) کتاب وليکه چې هغوی ته يې ديوې اساسنامې حيثت درلود [7] .ددې کتاب له مطالعې نه دنوموړي علمي مقام په علم الفقه کې ښه ځليږي ، نوموړي له ځواني څخه په علم الفقه کې دښې مطالعې خاوند و اودنامتوعالمانوترنګراني لاندې يې دفتوا په فن کې عملې کار د((سراج الاحکام)) په ټولنه کې کړې و چې په اوسني اصلاح ورته د((فقهې اوفتوا تخصص)) وايي .

استادحبيبي دمولوي واصف په اړه ليکي : ((نوموړی د((سراج الاحکام فتاوی)) په ترتيب اوليکنه کې هم شموليت درلود ، ده او مولوي قيام الدين نيازي په ښکته درجه دمفتي  دنده لرله ))[8]

د((سراج الاحکام فتاوی)) په اړه استاد حبيبي ليکي  : ((دامير حبيب الله خان په عصر کې يو جمعيت العلماء شتون درلود چې د ((جمعيت تاليف فتاوی سراج الاحکام ))په نامه ياديده ،ددې فتاوی دترتيب ،ليکنې، احکامو اومسايلو داستخراجولو ،څېړنې اوژباړې کار پنځوسو(۵۰) علماوو ته سپارل شوی و چې بيلې علمي درجې يې لرلې.

د((سراج الاحکام)) دفتاوی کار دهېواد لس متبحرو علماوو ترنظارت اوڅارنې لاندې سرته رسيده ، په دې متبحرو عالمانو کې ګل اخنزاده احمدزی ،  دچهار باغ مير صاحب مولوی غلام محمد(دمير قاسم پلار[9]) مولوي عبدالروف اخنزاده خاکي[10]، مولوي عبدالرزاق اندړ، مولوي احمد جان اخندزاده توخی ملا لالاګل اخنزاده ارغنديوال ياديدل))[11]

له دومره علميت پوهې اوسترو خدمتونو سره سره بياهم دغه عالم ونه بښل شو اوامير حبيب الله خان ونيو، اوپه شير پورکلا کې  په توپ پورې وتړل شو او والوزل شو .[12] ده ورته ډير عالمان اودکار خلک واکمنو بې موجبه په تېر وخت کې په توپ پورې تړلې اوبيايي په ډيره بې رحمي الوزولي دي ځکه زموږ په ټولنه کې دواکمنو تعامل له پخوا راهېسې همداسې پاتی شوی دی اودکار دخلکو مو بيا په حکومتي چاروکې  له څه ناڅه لاسوهني زړه صبر شوی نه دی  چې دګټې په ځای ورته زيان اړولی دی او واکمنو هغه لاسوهنه ددربارياي چاپلوسانوپه لمسون نه ده زغملې اوتورن ته به يې له کچې زياته سزا ورکړه.  

مولوي صاحب  هم خپل مرګ بې موجبه ګاڼه. وايي چې کله مولوي صاحب دتوپ خولې ته تړل کېده نوپه يوه پاڼه يې دغه وروستي توري وليکل: ((په داسې حال کې چې پرخدای او په امنت بالله وملايکته وکتبه …تراخره  بشپړ ايمان لرم ، پاچااواسلام منم ؛خودخواشيني ځای دی چې دهغه په مخالفت قرباني کېږم ))[13]

مرحوم پوهاند رشاد يې داعدامولو لاملونه داسې په ګوته کوي : ((حبيبه دارالعلوم په افغانستان کې دسياسي مفکورې د رشد اوحزبې تنظيم زانګو وه ،په دې دارالعلوم کې … مولوي محمدسرورخان واصف ، مولوي غلام محی الدين افغان… غوندې حساس اودراک استادان وو، دوی استعمار اواستعمار چيانو ته په بده سترګه کتل، له ظلمه يې کرکه کوله . دافغانستان دبشپړې خپلواکي دسم اداري نظام اوعلمي او تخنيکي ودې اوقوت په هڅه کې وو، داجتماعي درد څښتنان پرې را ټولېدل څويې کرار ديوې سياسي ډلې بڼه غوره کړه ….دوی دپاچاپه قهر اخته شول دغلام محمد غبار په قول نهه تنه يې ووژل شول يو په هغوکې (مولوي ) واصف و [14]   ))

په ((سراج الاخبار)) کې دمولوي واصف زياتې ليکنې نه ترسترګو ځکه دنوموړي بشپړه پاملرنه دسراج الاخبار ټولنې دملګرو په پالنهې اوروزنې اودنيولو ځيرکوخلکو راجلبولو ته اوښتې وه ځکه  د((سراج الاخبار)) په لومړی ګڼه کې دمولوي  واصف يوه غزله خپره شوې ده  چې دلته يې مطلع را اخلو اوبشپړ متن استاد حبيبي په خپل کتاب جنبش مشروطيت کې خوندی کړی دی :

بحمد الله که از آثار رحمت يزداني ــ خديو داد ګر مر بنای عدل را باني[15]

مولوي احمدجان الکوزی دافغانستان داداري  اوقضايي نظام موسس او بنسټګر 

مولوي صاحب احمدجان دمولوی سرور واصف پلار و داچې نوموړی دهېواد په کچه يې سترعلمي خدمتونه کړي دلته لنډه پيژندنه او تاريخي کارنامې  ليکو.

مولوي احمد جان په قام الکوزی  د آزادخان زوی اودکندهار ارغستان دبالاژړۍ استوګن  و، دامير عبدالرحمن خان ددربار له مقربينو څخه و، په اداري او علمي چاروکې يې لوی لاس درلود ،په ځانګړي ډول يې  دانګريزانو له دوهمې ماتې  او وتلو وروسته د قاضيانو په روزنه کې يې زياته ونډه لرله .

دقاضيانو اومحاکمو دلارښوونې له پاره يې يوښکلی کتاب د ((اساس القضات)) په نامه وليکه چې په  ۱۳۶قاعدې اواصول يې لرل اودوه ځله چاپ شو ، تردې دمخه يې پرکال ۱۳۰۹هـ ددولتي ادارو د تنظيم له پاره يوبل کتاب  د(قواعد دولتي ) په نامه په ۶۳فقروکې وليکه ،چې هغه مهال چاپ هم شوی . مولوي صاحب دپښتو اودري ژبو ډير ښکلي شاعرهم و ښکلي ديوان هم لري.دغه نامتو عالم په ۱۹۰۲م کې ومړ اوبيا په کندهار کې دصوفي دمزاز ترڅنګ خاوروته وسپارل شو [16]))


[1] دغه راز استاد ليکي: ((هغه مهال په کابل کې دريوکورنيو دمولوي په لقب يآديدلې : لومړی :مولوي عبدالروف خاکي دشاهي مدرسې موسس اود((سراج الاخبار)) لومړنی موسس له دوه زامنوسره هريو: مولوي عبدالواسع اومولوي عبدالرب .

[2] جنبش مشروطيت ۹۹مخ .

[3] سراج په عربي ژبې کې ډيوې اوچراغ ته وايي دامير حبيب الله په زمانه کې دغې کلمې زيات دودو موند، نوموړي هم د((سراج الملة والدين)) لقب ورکړل  شو اخبار يې هم د((سراج الاخبار)) په نامه ياد شو او هغه فتاوی چې دنوموړي په عصر کې وليکل هم د((سراج الاحکام ))په نامه ياده شوه اوآن چې هغه شاهي ماڼۍ چې په جلال اباد کې دنوموړي ودانه کړې د((سراج العمارت)) په نامه ياده شوه.هنديان زموږ په اړه وايي:  افغانان ديوه شي په مينه کې زيات افراط کوي اودغه راز دوی تقليدي ذهن لري ، هره شي چې له مخکې روان وي هغه ته خلک هڅوي اونوی اومتبادل شي ته کم ميلان ښکاره کوي ،په دوی کې هر نوی شي په ډير په وخت سره دود مومی اوکله چې دود شي بيايې له منځه تګ هم هغومره وخت غواړي څومره يې دود کولو غوښت.

[4] مخکنۍ اثر اودژورناليزم مخکښان ۲۸۷مخ .

[5] جنبش مشروطيت ۳۴مخ .

[6] جنبش مشروطيت ۳۷مخ

[7] ملي مبارزې ۹۷مخ .

[8] جنبش مشروطيت : ۳۷

[9]  مير صاحب محمدقاسم دهېواد نامتو علمي اوتاريخي شخصيت و، په سراج الاحکام فتاوی کې يې دمحرر دنده لرله. دحبيبه مدرسې مدرس هم و، د زياتې تجربې اوسياسي بصيرت خاوند و،دمطبوعاتو لومړنی رئيس و، د علم اومعرفت علاوه يې دهېواد داجتماعي اوسياسي چاروپه سمون کې لوی لاس درلود ، دخپل دهسک روحاني اوعلمي منزلت له امله واکمنو په ځينو چارو کې دی اودده قدرمن پلار خپل همکار ګرځولی و، پلار يې دامير جبيب الله خان اودهغه دکورنۍ دغړو استاد اوهغه مهال نامتو عالم و، مير قاسم دوخت دواکمنو له لوري ډول ډول فشارونه او تکليفونه ليدلي وو اوپه وار وار زندان ته استول شوی هم و.

    مير صاحب په کابل کې يې دشيخ الهند د((وريښمين دسمال غورځنګ)) له ملګرو سره هم نژدې اړيکې لرلې چې د((جنودربانيه)) په نامه يايده ، مير صاحب دنادرخان په وژنه کې تورن وبلل شو، شپاړس کاله په ارګ کې زندان تېر کړ ،له خوشې کيدو وورسته دشاه محمودخان په کابينه کې دعدليي وزير و .له ځور او ناورنينو ډګ ژوند يې تېر کړ. دخپل ژوند خلاصه به يې په لاندې شعر کې وړاندې کوله  : 

    عشق شور انګيز مارا برسرکوی تو برد ــ

                                                                 برتلاش خود چه مې نازم که ره سوی توبرد

دغه نامتو سياستوال د ۱۳۵۷ل دحوت په ۲۲مه دکابل په څلورمه کارته ومړ . د نوموړي تاريخي معلومات استاد حبيبي په ((جبنش مشروطيت)) کې خوندي کړي دي اوله نوموړي څخه زيات اغېزمن ښکاري . اخذونه : جنبش مشروطيت مخونه ۴۸نه تر۵۱ پورې مخونه ، ملي مبارزې : ۱۰۸تر۱۱۳مخ پورې

[10] ددې نامتو عالم پيژندنه موږ ددې مضمون په لومړی سرکې کړې وه .

[11] جنبش مشروطيت ۴۵مخ،افغانستان درمسير تاريخ ۷۰۹مخ  ملي مبارزې: ۹۷مخ 

[12] مخکنۍ اثر ۴۵مخ

[13] جنبش مشروطيت ۵۵مخ او ملي مبارزې : ۱۰۱مخ داستاد محمدولي زلمي ليکنه .

[14] جمرياني افغان دپوهان رشاد مقاله دافغان ياد ۲۳مخ .

[15] جنبش مشروطيت ۴۵مخ اودشعر متن په ملي مبارزي کې هم خوندی دی .

[16] جنبش مشروطيت ۳۵مخ . ملي مبارزې ۹۷مخ .