وروستي:

فرانسه.. رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه دفاع کوونکي وروڼه په شهادت ورسېدل

[جمعه، د مرغومي ۱۹مه] شېبه وړاندې د فرانسې په شمال کې هغه دوه وروڼه په شهادت ورسېدل چې دوې ورځې وړاندې يې د يوې فرانسوي مجلې پر دفتر بريد کې دوولس تنه وژلي وو، څه موده وړاندې چارلي ابدو مجلې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په اړه له سپکاوي ډک کاريکاتور خپور کړی و چې له امله يې د نړۍ په لروبر کې د مسلمانانو غصه را پارولې وه، له هغه وخته د دې مجلې مشر ته د مرګ ګواښونه شوي وو چې له امله يې نوموړی د پوليسو په څارنه کې وو.

تېره چار شنبه دوه تنه مغربي الاصله فرانسويان سعيد او حميد چې دواړه وروڼه وو د نوموړي مجلې دفتر ته هغه وخت له کلاشنکوفونو سره ور ننوتل چې د مجلس په تالار کې اونيزه غونډه روانه وه، دواړو وروڼو لومړی په لوړ غږ داسې وويل «موږ د رسول الله صلی الله عليه وسلم غچ واخيست» او بيا يې د تکبير غږ وکړ او لومړی يې د مجلې مشر او بيا څلور نور مهم کارتون جوړوونکي په ډزو ووژل.

له ېښې وروسته دواړه وروڼه له سحنې په تېښته بريالي شول.

دې خبر د فرانسې حکومت ته چې په افغانستان، ليبيا، عراق او افريقا کې د مسلمانانو په وژنو کې مخامخ لاس لري، سخت ټکان ورکړ او پوليسو د حميد او سعيد په لټه کې پراخ عمليات پيل کړل او بالاخره يې دواړه وروڼه د پارس په شمال يوه مطبعه کې کلابند کړل، له دوو ورځو مقاومت او سختې کلابندۍ وروسته دواړه وروڼه له مطبعې راووتل او مخامخ يې پر فرانسوي ځواکونو ډزې پيل کړې، په ځواب کې مجهزو ځواکونو سعيد او حميد پر سينو وويشل او دواړو د خپل خوږ پيغمبر په دفاع کې خپل روحونه الله ته وسپارل.

عبدالحق حماد

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*