رسول الله صلی الله عليه وسلم سره د صحابه وو مينه
حضرت عايشه رضي الله عنها وايي: يو سړى راغى رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يې وويل: يارسول الله ! تاسره مې له خپل ځان او اولادونو هم ډېره مينه ده؛ خو کله نا کله په کور کې ناست يم چې تاسو راياد شئ زړه مي هيڅ ارام نه کوي؛ نو اوس فکر کوم چې که زه مړ شم او تاسو هم له دې دنيا نه لاړ شئ نو په قيامت کې خو به تاسو له پيغمبرانو سره په لوړو جنتونوکې ياست او زه به په لاندې جنت کې يم؛ نو چې دلته مې ستاسو نه په جدايي کې داحال دى هلته به مي څه حال وي!!
رسول الله صلی الله عليه وسلم لا هغه ته ځواب نه و ورکړى چې جبريل امين راغى او دا روايت يې راوړ:
وَمَن يُطِعِ اللّهَ وَالرَّسُولَ فَأُوْلَـئِكَ مَعَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللّهُ عَلَيْهِم مِّنَ النَّبِيِّينَ وَالصِّدِّيقِينَ وَالشُّهَدَاء وَالصَّالِحِينَ [النساء/ ۶۹]
ژباړه : اوڅوک چې دالله اورسول خبره مني؛ نودوى به له هغوسره وي چې الله پرې لورينه کړې له نبيانو،صديقانو،شهيدانو اونيکانوسره ([1]).
ابن عباس رضي الله عنه هم دا حديث را نقل کړى دى .
په بخاري او مسلم کې دي چې انس رضي الله عنه وايي : يو سړى راغى رسول الله صلی الله عليه وسلم نه يې پوښتنه وکړه چې قيامت به کله وي؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: تا د قيامت لپاره څه تيار کړي دي؟ هغه وويل: نور څه خو راسره نشته البته يواځې له الله او رسول سره مې يې مينه ده، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: هر سړى به په قيامت کې له هغه چاسره وي چې په دنيا کې يې ورسره مينه وه.
حضرت انس رضي الله عنه وايي : مونږ چې په دغه ورځ د رسول الله صلی الله عليه وسلم په دې خبره څومره خوشحاله شوو بيا په ټول عمر دومره نه و خوشحاله شوي او زما له رسول الله صلی الله عليه وسلم ، ابوبکرصديق رضي الله عنه او حضرت عمر رضي الله عنه سره مينه ده له همدې امله پوره باور لرم چې په قيامت کې به له همدوى سره يو ځاى يم.
د بخاري په يوبل روايت کې دي چې يو کوچى راغى رسول الله صلی الله عليه وسلم نه يې پوښتنه وکړه چې قيامت کله دى؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: د قيامت لپاره دې څه تيار کړي دي؟ هغه وويل: نور څه خو راسره نشته البته له خداى او رسول سره مې مينه ده، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: ته به له هغه چاسره يې چې په دنيا کې دې ورسره مينه ده، حضرت انس رضي الله عنه پوښتنه وکړه: يآرسول الله! دا زيرى زمونږ لپاره هم دى؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: هو! ستاسو لپاره هم دى، په دې خبره ټول صحابه ډېر خوشحاله شول.
د ترمذي په يو روايت کې انس رضي الله عنه وايي : يوسړي رسول الله صلی الله عليه وسلم ته وويل: يارسول الله ! که څوک چاسره له دې امله مينه ساتي چې هغه يونيک انسان دى؛ خو دى پخپله هماغومره نيک نه وي داسړى څنګه دى؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: هر سړى به (په قيامت کې) دهغه چاملګری وي چې (په دنياکې يې ) مينه ورسره وي.
ابوذر رضي الله عنه وايي : ماوويل: يارسول الله ! که يو څوک له يوې ډلې سره مينه لري؛ خو دهغوى په ډول نيک عملونه نشي کولاى؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم راته وويل: ابوذره! ته به له هغه چاسره يې چې مينه دې ورسره ده، ماويل: زما له الله او رسول سره مينه ده،رسول الله صلی الله عليه وسلم بيا راته وفرمايل: ته به له هغه چاسره يې چې مينه دې ورسره ده، ما بياخپله خبره تکرار کړه رسول الله صلی الله عليه وسلم بيا همدا خبره راته وکړه ([2]).
حضرت ابن عباس رضي الله عنه وايي: يوځل رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ډيره لوږه پيښه شوه، حضرت علي رضي الله عنه چې خبر شو د مزدورۍ په لټه کې له کوره ووت چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د خوراک څه پېداکړي؛ نو د يو يهودي باغ ته ورغى او د اوولس کجورو په بدل کې يې ورته له کوهي نه اوولس ډولچې اوبه را وويستې، يهودي د خپل باغ هر ډول کجورې راوړې او د حضرت علي رضي الله عنه مخ ته يې کېښودې، هغه يواځې اوولس عجوه کجورې را واخيستې او رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يې راوړې، رسول الله صلی الله عليه وسلم پوښتنه ترې وکړه ابوالحسن! دادې له کومه کړې؟ حضرت علي رضي الله عنه ورته وويل: يارسول الله ! زه ستاسو له سختي لوږې خبرشوم؛ نو لاړم مزدوري مي وکړه او دا کجورې مې درته راوړې، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: ايا دا کار دې د الله او رسول د مينې له امله کړى؟ هغه وويل: هو! رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: څوک چې له الله او رسول سره مينه کوي نيستي او لوږه هغه ته له سيلاب نه هم په چټکۍ سره راځي؛ نو داسې خلک دې د غمونو او ازمايښت لپاره خپل ډال تيار وساتي ([3]).
کعب بن عجره رضي الله عنه وايي: يوه ورځ درسول الله صلی الله عليه وسلم رنګ ډېرخراب و؛ نو ما ورته وويل: زما مور او پلاردي ترتا قربان وي يارسول الله! څه خبره ده چې نن مو رنګ خراب دى؟ راته يې وفرمايل: له درې ورځو نه مې خيټې ته دومره شى نه دى ورغلى څومره چې د يو ژوندي خيټي ته ورتلاى شي، زه سمدستي روان شوم، يو ځاى مې يو يهودي وليد چې له کوهي نه اوبه راباسي او خپلو اوښانو ته يې ورکوي؛ نو ديوې کجورې په بدل کې مې يوه يوه بوکه اوبه ورته را وويستې، يو څه کجورې چې برابرې شوې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته مې راوړې، هغه صلی الله عليه وسلم رانه پوښتنه وکړه، کعب ! ماسره دې مينه ده؟ ماويل: هو! زما مور او پلار دې تر تاسوقربان وي! رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: څوک چې ماسره مينه کوي هغه ته نيستي د هغه سيلاب نه چې په ځوړي روان وي هم په تيزۍ سره ورځي، بيايې راته وويل: اوس به پر تا دخداى پاک له لورې ازمايښت راځي، نو خپل ډال ورته تيار کړه! دى وايي: له هغه وروسته زه ناروغ شوموم او څو ورځې درسول الله صلی الله عليه وسلم مجلس ته ورنغلم، هغه صلی الله عليه وسلم له صحابه وو نه پوښتنه وکړه چې کعب نه ښکاري؟ هغوى ورته وويل: هغه خوناروغ دى، رسول الله صلی الله عليه وسلم زما پوښتنې ته راغى او راته يې وويل: اى کعب ! تاته دې زيرى وي! زما مور وويل: کعب ! جنت دې مبارک شه، رسول الله صلی الله عليه وسلم پوښتنه وکړه: داڅوک ده؟ ما وويل: يارسول الله ! دا زما مور ده، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: ته څه خبره يې؟ کيداى شي کعب کومه بې ګټې خبره کړې وي يا يې بې وزله ته يو داسې شى چې دده ورته اړتيا نه وه، نه وي ورکړى ([4]).
حصين بن وحوح الانصاري رضي الله عنه وايي: طلحه بن براء رضي الله عنه راغى د رسول الله صلی الله عليه وسلم پښه يې ښکل کړه او ويې ويل: يارسول الله ! تاسو چې ماته څه واياست زه يې په سرسترګومنم، راوي وايي: طلحه رضي الله عنه يو کمزورى هلک و ځکه يې په دې خبره رسول الله صلی الله عليه وسلم حيران شو او ورته ويې ويل: ورشه خپل پلار ووژنه ! هغه فورا روان شو؛ نو رسول الله صلی الله عليه وسلم بېرته را وغوښت او ورته ويې ويل: دلته راشه! زه خداى پاک د خپلوليو پرېکولو ته نه يم را ليږلى، طلحه رضي الله عنه له هغه وروسته ناروغ شو؛ نو رسول الله صلی الله عليه وسلم يې پوښتنې ته ورغى، راوي وايي: د ژمي موسم و سخت يخ و او اسمان هم وريځ و، رسول الله صلی الله عليه وسلم چې بيرته ستنيده د طلحه رضي الله عنه کورنۍ ته يې وويل: ماته په طلحه باندې د مرګ اثرات ښکاري؛ نو که وفات شو ما خبر کړئ چې جنازې ته يې راشم او په کفن دفن کې يې تلوار وکړم، راوي وايي: پيغبمر صلی الله عليه وسلم لا د بنو سالم بنو عوف له کلي څخه تير شوى نه و چې طلحه رضي الله عنه وفات شو، نوموړي په خپل وصيت کې ويلي و چې که زه اوس وفات شم نو رسول الله صلی الله عليه وسلم مه خبروئ! داسې نشي چې هغه صلی الله عليه وسلم د شپې را روان شي او په لاره کې ورته يهوديان تاوان ورسوي، هغوى همداسې وکړل او د رسول الله صلی الله عليه وسلم له خبرولو پرته يې دنوموړي جنازه وکړه او دفن يې کړ، په سبا چې رسول الله صلی الله عليه وسلم خبر شو له صحابه وو سره دهغه قبر ته ورغى او ټولو صحابه وو صفونه جوړ کړل، رسول الله صلی الله عليه وسلم لاسونه پورته کړل او طلحه رضي الله عنه ته يې داسې دعا وکړه: اى الله ! له طلحه سره په داسې حال کې ووينه چې ته هغه ته خاندې او هغه تاته خاندي ([5]).
طلحه بن براء رضي الله عنه وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ورغلم ورته مې وويل: زه غواړم تاسو سره بيعت وکړم، راته يې وويل: که زه درته ووايم چې له پلار سره به اړيکې نه ساتې بياهم بيعت کوې؟ ما وويل : نه! لږ وروسته بيا ورغلم او ومې ويل: يارسول الله! تاسوسره بيعت کوم، رسول الله صلی الله عليه وسلم راته وويل : په کومه خبره باندي غواړې بيعت وکړې؟ ماوويل: په اسلام باندې، راته يې وويل: که زه درته ووايم چې له مور او پلار سره اړيکې مه ساته بياهم بيعت کوې؟ ما وويل: نه! لږ وروسته بيا ورغلم، دغه وخت زما مور ژوندۍ وه او مابه ترهرچا له هغې سره ډېرښه کول، رسول الله صلی الله عليه وسلم راته وويل: اى طلحه ! زمونږ په دين کې خپلولي پرېکول نشته؛ ما غوښتل چې ستا له زړه نه شک ووځي، يو راوي وايي: طلحه رضي الله عنه اسلام راوړ او ډېر ښه مسلمان شو، څه وخت وروسته ناروغ شو؛ نو رسول الله صلی الله عليه وسلم يې پوښتنې ته ورغى، هغه بې هوښه پروت و، رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: زه فکر کوم طلحه به نن شپه وفات شي؛ خو که را بيدار شو بيا ما خبر کړئ! طلحه رضي الله عنه د شپې ناوخته رابيدار شو؛ نو لومړى يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم پوښتنه وکړه، د کورنۍ خلکو ورته وويل: هغه صلی الله عليه وسلم ستا پوښتنې ته راغلى و او ويل يې چې کله طلحه را بيدار شي بيا ما خبر کړئ! طلحه رضي الله عنه وويل: اوس يې مه خبروئ! ځکه چې شپه ده خداى مکړه ځناور يا دښمن ورته تاوان ونه رسوي؛ خو که زه مړشم زما سلام ور ورسوئ او ورته و واياست چې زما له پاره دخداى پاک څخه بخښنه وغواړي، رسول الله صلی الله عليه وسلم چې د سهار جمعه وکړه لومړى يې د طلحه رضي الله عنه پوښتنه وکړه، خلکو ورته وويل: هغه بيګا وفات شو او وصيت يې کړى و چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د شپې مه خبروئ، رسول الله صلی الله عليه وسلم لاسونه پورته کړل او دا دعايې وکړه: الهي! طلحه سره په داسې حال کي ووينه چې ته هغه ته خاندې او هغه تاته خاندي([6])
زهري رحمه الله وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يو چا وويل چې عبدالله بن حذافه رضي الله عنه ډېرې ټوکې کوي او بې ځايه خلک خندوي، رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: دى پريږدئ! په ده کې يو پټ صفت دى هغه داچې له الله اود هغه له رسول سره مينه لري ([7]).
ادرع رضي الله عنه وايي: يو شپه مې پر رسول الله صلی الله عليه وسلم څوکۍ (پيره) کوله، هلته يو سړي په لوړ غږ قرآن کريم لوست، رسول الله صلی الله عليه وسلم بهر را ووت؛ نو ما ورته وويل: داسړى خو ډېر ريا کار دى! رسول الله صلی الله عليه وسلم راته وويل: دا خو عبدالله بن ذيالبجادين دى، ادرع رضي الله عنه وايي: بل وخت چې همداصحابي وفات شو او صحابه وو يې جنازه را پورته کړه؛ نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: نرمي ورسره کوئ ! ځکه چې ده سره خداى پاک نرمي کړې ده، بيايې چې جنازه هديرې ته يوړل شوه نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: د عبدالله قبر ښه پراخ جوړ کړئ ! ځکه چې خداى پاک له نوموړي سره د پراخۍ چلند کړى دى، يو صحابي وويل: يارسول الله! تاسو د عبدالله په مړينه ډېر غمجن ياست؟رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: هو! ځکه چې دده له خداى او د هغه له رسول سره مينه وه ([8]).
عبدالرحمن بن سعد رضي الله عنه وايي: زه له عبدالله بن عمر رضي الله عنه سره ناست وم چې د نوموړي پښه ويده شوه (بډۍ ونيوله) ؛ نو ما ورته وويل: دا دڅه له امله وي؟ راته يې وويل: داپه پښه کې دوه پټۍ سره يوځاى شي، ما ورته وويل: له چاسره چې دې ډېره مينه وي د هغه نوم په زوره واخله ښه به شې! هغه وويل: يامحمد!! صلی الله عليه وسلم نوسمدستي يې پښه روغه شوه او ويې غځوله([9])
ژباړه او راټولونه: مولوي عبدالحق حماد
[1] (اخرجه الطبرانى وابونعيم في الحليه ٤ / ٢٤٠).
[2] (ابى داؤد كذا في الترغيب ٤ / ٤٢٩، ٤٣١، ٤٣٣).
[3] (ابن عساكر كذا في الكنز ٣ / ٣٢١).
[4] (اخرجه الطبرانى كذا في الترغيب ٥ / ١٥٣).
[5] (اخرجه الطبرانى كذا في الكنز ٧ / ٥٠ وابن السكن كما في الاصابه ٢ / ٢٢٧).
[6] (الطبرانى او ابن السكن كما في الاصابه ٢ / ٢٢٧).
[7] (ابن عساكر كذا في منتخب ٥ / ٢٢٣).
[8] (ابن ماجه و البغوى كذا في المنتخب ٥ /٢٢٤).
[9] (ابن سعد ٤ / ١٥٤).