وروستي:

په دین کې افراط کول (۲)

حامد افغان/

د افراط او تنطع څو ډولونه

په تېره لیکنه کې مو په دین کې د افراط په اړه  د (هلک المتنطعون) حدیث  تشریح کړ او د تنطع معنا مو روښانه کړه، اوس راځو د افراط او تنطع څو ډولونه را اخلو چې یوځای د حدیث مطلب او مراد ښه روښانه  شي او بل لورته دا راته معلومه شي چې زموږ په ټولنه کې یې کوم ډولونه شتون لري او د کومو وګړو کړنې افراط، غلو او تنطع ده.

1- په عبادت او عام چلند کې افراط، لکه په عبادت کې ډېره سختي او تکلیف کول، په داسي حال کې چې شریعت په عامه توګه په عباداتو کې اسانتیا غوره کوي، او نن سبا  خلک په مختلفو ډولونو په ګڼ شمیر عباداتو کې سختي او افراط کوي او دا په (التنطع) او افراط کې راځي لکه مخکي مو د التنطع په معنا کې د امام النووي خبره راواخیستله چې ویلي یې و: یعني په یوه شي کې تعمق، غلو او افراط کول او په خبرو او کړنو کې له شرعي حدودو تیری کول، په عباداتو کې د شریعت له ټاکلیو حدودو تیری او افراط  الله ته نه  ده مطلوب، د عائشي رضي الله عنها په یوه روایت کې راغلي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: ځانونه په دومره عبادت مکلف کوئ چې څومره مو وس رسیږي. ” إِكْلَفُوا من العمَل ما تطيقون ” [ أخرجه البخاري ] .

2- په دین کې بدعت او زیادت کول، کوم شیان چې الله او  د هغه رسول نه یې حرام کړي هغه حرام ګرځول، داراز نوي شیان او کارونه عبادت ګرځول، مباح یا مستحب عملونه لازم او واجب ګرځول؛ دا ټول افراط او شرعاً ناروا دي .  داراز د عباداتو په ترسره کولو کې په ځان سختي او مشقت لازمول لکه مثلاً تودې اوبه یې تکلیفه پیدا کیږي بیاهم په سړو اوبو اودس کول یا په ځان لازمول چې حج ته به په پښو ځم او داسي نور.

 د داسي کړنو د تردید له پاره د بخاري یو روایت رااخلو:  د ابو اسرائیل په حدیث کې راغلي دي چې هغه  نذر وکړ چې روژه به نیسي، په داسي حالت کې چې ولاړ به یې نه به کښېني، سیوري ته نه لمر ته به دریږي او خبرې به نه کوي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: ورته ووایئ چې کښېنه، او خامخا خبرې وکړه او روژه پوره کړه.  عَنْ ابْنِ عَبَّاسٍ  أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ رَأَى رَجُلًا قَائِمًا فِي الشَّمْسِ فَقَالَ : مَنْ هَذَا ؟ فَقَالُوا : هَذَا أَبُو إسْرَائِيلَ نَذَرَ أَنْ يَقُومَ فِي الشَّمْسِ وَلَا يَسْتَظِلَّ وَلَا يَتَكَلَّمَ وَيَصُومَ . فَقَالَ : مُرُوهُ فَلْيَجْلِسْ وَلْيَسْتَظِلَّ وَلْيَتَكَلَّمْ وَلْيُتِمَّ صَوْمَهُ. رواه البخاري.

3- په خبرو کې ژورتیا او دقت، دا ژورتیا، دقت او تقعر دوه ډوله کیدلی شي یو  چې مختلف الفاظ او نادر عبارات کارول کیږي او بل دا چې د هغو په اداکولو کې تکلف کیږي لکه په ستوني کې الفاظ اداکول او د شونډو او مخ د ټولیزو حرکاتو بدلون او دا کار يواځي د خلکو د راجلبولو او ځان ښکارولو په نیت کیږي نور خاص مطلب او کومه ګټه نه لري، امام ابن ابي الدنیا رحمه الله په خپله یوه رساله (الغیبة والنمیمة) کې دا حدیث راخیستی ده، او هغه ته یې عنوان ورکړی ده: (باب ماجاء في ذم التقعر في الکلام) یعني په خبرو کې د دقت، تکلف او ژورتیا بدي،  (ص/15)، او هلته یې د عمربن الخطاب رضي الله عنه دا روایت هم راخیستی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: زه په خپل امت باندي له هر هغه منافق نه ډېر ويریږم چې د ژبې ماهر وي.  عَنْ عُمَرَ بْنِ الْخَطَّابِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : ( إِنَّ أَخْوَفَ مَا أَخَافُ عَلَى أُمَّتِي كُلُّ مُنَافِقٍ عَلِيمِ اللِّسَانِ )، رواه أحمد في “المسند” (1/22) .

داراز دلته د عمر بن الخطاب یوه وینا راغلې  هغه وایي: إن شقاشق الكلام من شقاشق الشيطان. الشقاشق د الشقشقه جمعه ده او د خبرو په مهال د خولې ځګ کولو ته وایي او دا ډول خبرې د شیطان دي، لکه امام البخاري په خپل کتاب ( الادب المفرد) کې یو روایت راخیستی انس وایي: یوه سړي د عمربن الخطاب خواته خطبه وویله او زیاتي خبرې یې وکړې نو عمر وویل: په خطبو کې ډېرې خبرې کول د خبرو په مهال د شیطان د خولې د ځګونو په څېر دي. عن أنس قال: خطب رجل عند عمر فأكثر الكلام، فقال عمر: “إنّ كثرة الكلام في الخطب من شقاشق الشيطان” . صحيح الأدب المفرد رقم (672/876).

4- په بې ګټې کارونو بوختیا، په داسې کارونو بوختیدل چې نه د دنیا ګټه او خیر لري او نه د اخرت دا هم تنطع او افراط ده داراز د بې ګټې شیانو په اړه پوښتنې او بحثونه کول هم. امام الخطابي رحمه الله د (التنطع)  په تشریح کې وایي: په یوه شي کې تعمق او ژور تلل، په بحث کې تکلفات  کول او د اهل کلام په څېر بې ګټې بحثونه  کول او داسې موضوعات تر بحث لاندي نیول چې هلته د ده عقل هم کار نه  شي کولی. د ” عون المعبود ” (12/235) په حواله.