وروستي:

د مظلوم غچ، له عبرتونو ډکه کیسه

حامد افغان/

په یوه عربي هیواد کې سهار مهال د هوایي ډګر یو کارکوونکي خپلې دندي ته روان و، له ده سره په موټر کې ناست ملګری یې کیسه کوي چې زموږ په لاره کې د سرک په غاړه یو کمزوری او نارغه سپی پروت و او پښې یې مخته غځولې وې، دی وایي: د هوایي ډګر کارکوونکي زما ملګري راته وویل: زما کمال ته اوس ګوره چې یواځي د سپي د مخ پښې د موټر له ټایرونو لاندي کړم .. او همداسي یې وکړل د سپي د مخ په پښو یې موټر تېر کړ او سپي بد حال او سخت سوور جوړ کړ.

 ما ورته وویل: ډېر بد کار او ظلم دي وکړ خو ملګری مې ناخبره او مست ځوان و کیسه یې په خندا تېره کړه، د الله شان ګوره یوه اونۍ وروسته زه او زما همدا ملګری په همدې لاره راروان وو، هغه ځای ته چې ورسیدلو کوم ځای چې زما ملګري د سپي پښې ور ځپلې وې زما د ملګري د موټر ټايرونه پنچر شول، موټر مو څنګ ته  ودراوه چې ټايرونه وربدل کړو، ملګري مې له موټر نه ټاير خلاص کړ د موټر لاندي یې کېښود کله یې چې پنچر ټایر د موټر لاندې سماوه د موټر جِک له موټره خطاشو او موټر زما د ملګري په غبرګو لاسونو ورولويد او لاسونه یې د ټايرونو او موټر ترمنځه بند شول.

ملګري مې شور او فریاد پیل کړ ما په ډېره بېړه په ډېر تکلیف سره موټر ته جِک برابر کړ یوڅه مې پورته او د ملګري لاسونه مې راخلاص کړل، د ملګري لاسونه دواړه سخت ژوبل وو  سمدستي مې په بل موټر کې روغتون ته ورساوه، ډاکټرانو یې په علاج پیل وکړ خو د ملګري لاسونه ډېر خراب وو، په سبا ډاکټرانو ورته وویل چې لاسونه یې   شنه شوي او د رغیدو نه دي اخیر یې دواړه لاسونه په څنګلو کې ورپرېکړل!! .

دا د الله له ډېر کمزوري مخلوق (د بازار سپي) سره د ظلم بدله او سزا وه،  کټمټ د ظلم په څېر، چې د سپي یې د مخ پښې په موټر ورځپلې او ژوبلې کړې وې، د ده هم دواړه لاسونه له خپله موټره لاندي شول!، او د مظلوم حیوان غچ ورنه واخیستل شو؛ نو د هغو  ظالمانو به څه حال او سزا وي چې د ګڼ شمېر  بېوزلو انسانانو لاسونه او بدنونه یې ټوټه ټوټه او ژوبل کړي دي، یا الله له ټولو ظالمانو د هر مظلوم غچ واخله.