وروستي:

فرانسه.. وسله والو رسول الله ﷺ ته له توهين کوونکو غچ واخيست

[افغان بنسټ/ چارشنبه د مرغومي ۱۷مه] د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د «چارلي ابدو» په نوم هغې مجلې پر دفتر وسله‌وال برید شوی چې څو ځله يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په اړه توهينوونکي انځورونه خپاره کړي وو.

په دې بريدکې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان  شوي دي، په ټپيانو کې د پنځو تنو حالت خطرناک بلل شوی.

د پاریس د څارنوالۍ ویاند وايي چې په ۱۲ وژل شوو کسانو کې د مجلې ایډيټر او د مجلې ۴ مهم کارتونست هم شامل دي.

عيني شاهدانو رسنيو ته ويلي چې دوه مخپټي وسله وال د چارلي ابدو مجلې دفتر ته ور ننوتل او په څو دقيقو کې د ډزو غږونه واورېدل شول.

د بريد پر مهال د مجلې په دفتر کې اونيز مجلس روان وو او نژدې ټول مهم کارکوونکو په مجلس کې برخه درلودله.

د فرانسې د پولیسو سرچېنې وايي چې برید وسله‌ وال او بريدګر له حملې وروسته په تېښته بريالي شوي دي، سرچينه زياتوي چې په مړو کې دوه تنه پوليس هم شامل دي چې له بريد وروسته وسله والو سره په مقابله کې ووژل شول.

د الجزيرې په راپور کې راغلي چې بریدګرو په نګه فرانسوۍ ژبه خبرې کولې او د «الله اکبر» په نعره يې بريد پيل کړ او بيا يې په چيغه وويل چې «موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم انتقام واخېست».

دغې مجلې د ۲۰۰۶ کال فبرورۍ کې په لومړي ځل د يو ډينمارکي اخبار هغه انځور خپور کړی و چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته پکې سپکاوی شوی و، هغه وخت مسلمانانو د د نړۍ په لراو بر کې د دغې مجلې پر ضد پراخ لاريونونه وکړل او د افغانستان په ګډون د لاريونو په ترڅ کې لسګونه مسلمانان ووژل شول.

دغه راز هغه وخت په فرانسه کې نيم ميليون خلکو د دې مجلې د بندېدا په اړه د فرانسې يوې محکمې ته پېشنهادونه کړي وو؛ خو فرانسوي محکمې د نيم ميليون خلکو غوښتنه رد کړې وه او انځور خپرول يې د بيان ازادي بللې وه.

څه موده وړاندې د دې مجلې پر دفتر د لاسي بمونو پر مټ برید هم شوی و.

تر دې مهاله د برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخېستی.

عبدالحق حماد

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*