وروستي:

مکه کې د مسلمانانو ربړونې(۱)

د اسلام د پيل په شپو کې چې به څوک مسلمان شو، د مکې قريشو له خوا به يې تر آخر بريده مخه نيوله او د هغوی له خوا به له ډول ډول کړاوونو سره مخ کېدل، د رسول الله صلی الله عليه وسلم او صحابه کرامو مکي ژوند له ډېرو ناخوالو او تکليفونو څخه ډک و، لاندې د څو مسلمانانو کيسې را اخلو چې د اسلام په سر يې مکه يې ډېرې ربړونې گاللي دي:

دابوبکرصديق رضي الله عنه  تکليفونه

د مؤمنانو مور عائشه  رضي الله عنها  وايي: دنارينه صحابه وو رضي الله عنهم  شمير چې اته دېرش تنه شو ټول رايوځاى شول ابوبکرصديق رضي الله عنه  رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته وړانديز وکړ چې اوس بايد اسلام ښکاره کړو، رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وويل: لاموشمېرکم دى؛ خوچې هغه ډېرټينگار وکړ؛ نو رسول الله صلی الله عليه وسلم  اجازه ورکړه اوټول صحابه کرام په مسجد حرام کې خواره شول هرچادخپل قوم خلکو ته د اسلام اعلان وکړ او بلنه يې ورکړه، ابوبکرصديق رضي الله عنه  په داسې حال کې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  يې خواته ناست وو، ودريد او د اسلام لومړۍ بلنه يې پيل کړه، کافرانو چې واوريدل د نورو صحابه وو په څيرپه ابوبکرصديق  رضي الله عنه  هم را ټول شول او ډير زيات يې وډباوه، عتبه بن ربيعه ورته راوړاندې شو راڅېملاوه په خيټه يې ور کښيناست اوپه په چپلکو يې دومره ډېر وواهه چې مخ او پوزه يې نه پيژندل کيدل او بې هوښه شو، بنو تميم چې خبر شول ټول په منډه راغلل کافران يې وشړل او ابوبکرصديق  رضي الله عنه  يې په يوه ټوټه کې تاو کړ کورته يې يووړ د ټولو يقين و چې نوموړى به ژوندى پاتي نشي، بنو تميم بيرته مسجد حرام ته راغلل او اعلان يې وکړ ويل: که ابوبکرمړشو عتبه بن ربيعه زمونږ دښمن دى همداسې به يې وژنو، هلته ابو قحافه (د ابوبکرصديق  رضي الله عنه  پلار) او نورو خلکو هڅه کوله چې ابوبکرصديق رضي الله عنه  خبرې وکړي؛ خو هغه د خبرو هيڅ توان نه درلود اوټوله ورځ همداسې بې هوښه و، مازديگر چې لږ رابيدارشو لومړى يې پوښتنه وکړه چې: رسول الله صلی الله عليه وسلم  څنگه دى؟ خلک ترې پاڅيدل ويل د هغه له لاسه دې حال ته راورسيدې لايې اوس هم يادوې؟ بيايې د نوموړي مور ام خير ته وويل: مونږ درنه ځو ته خوراک مراک ورکړه اوپام ورته کوه، خلک چې ولاړل موريې خواړه ورته راوړل؛ خو هغه بيا بيا يواځې همدا پوښتنه کوله چې رسول الله څنگه دى؟ موريې ورته وويل: زه والله که ترې خبره يم چې څنگه دى، ابوبکرصديق  رضي الله عنه  ورته وويل: ته لږورشه د خطاب لور ام جميل  نه پوښتنه وکړه هغه به خبره وي، مور يې ورغله د ام جميل  رضي الله عنها  نه يې پوښتنه وکړه هغې (له ويرې) انکار وکړ ويل زه نه ستازوى پيژنم او نه محمد بن عبدالله پيژنم؛ خوکه خوښه دې وي زه به پخپله ستا زوى ووينم، ام خير ويل ډيره ښه ده دواړه را روانې شوې ابوبکرصديق رضي الله عنه  هماغسې پرځمکه پروت و او د ولاړېدو هيڅ وس يې نه درلود، ام جميل  رضي الله عنها  چې ورته راغله اودنوموړي دوردونکى حالت يې وليد ډير زيات يې وژړل بيايې ورته وويل: هيڅ غم مه کوه الله پاک  به هرومرو له دې ظالمانو او کافرانو ستا بدله اخلي، ابوبکرصديق  رضي الله عنه  ورته وويل: رسول الله  صلی الله عليه وسلم  څنگه دى؟ ام جميل  رضي الله عنها  اشاره ورته وکړه چې مور دې ناسته ده هغه به يې واوري، ابوبکرصديق رضي الله عنه  ورته وويل: پروا نه کوي له هغې نه هيڅ خطر نشته، ام جميل  رضي الله عنها  ورته وويل: چې داسې ده؛ نو رسول الله  صلی الله عليه وسلم  روغ رمټ دى، وېل چيرې دى؟ ام جميل ورته ويل د ارقم په کور کې دى، ابوبکرصديق رضي الله عنه  وويل: قسم دى چې ترڅو يې په خپلو سترگو ونه وينم نه به څه وخورم او نه به څه وڅښم، هغې ورته وويل: سمه ده! لږ انتظار وکړه چې د خلکو تگ را تگ يو څه کم شي ور ولو دې، ورځ چې تيره شوه او ټول خلک کورونو ته ولاړل دواړو (ام جميل رضي الله عنها  او ام خير) له لاسو ونيو او رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته يې وروست، هغه  صلی الله عليه وسلم  چې پرابوبکر سترگې ولگېدې ورته راپاڅيد په تندي يې ښکل کړ او ډير پرې ودرديد، ورپسې ټول ناست صحابه کرام راوړاندې شول او هر يوه يې په خپل وار هرکلى وکړ او په تندي يې ښکل کړ.

ابوبکرصديق رضي الله عنه  رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته مخ ور واړو ويل: يارسول الله ! زما مور او پلار دې له تا قربان وي! نور ښه يم خو هغه ظالم (عتبه) پر مخ ډير کلک-کلک وهلى يم او دغه زما مور ده له خپل زوى سره ډير ښه چلن کوي دعا ورته وکړه که الله پاک  يې ستاسو له برکته له اوره وساتي اومسلمانه شي! رسول الله صلی الله عليه وسلم  دعا ورته وکړه او د اسلام بلنه يې ورکړه، هغې يې بلنه و منله او د شهادت کلمه يې وويله، دغه وخت په دارارقم کې د صحابه کرامو شمير نه ديرش (۳۹) تنه وو.

 عائشه رضي الله عنها  وايي: له کوم وخت نه چې زه په ښه او بد پوه شوې يم زما مور او پلار مسلمانان دی او هغه وخت به رسول الله صلی الله عليه وسلم  هر سهار او ماښام زمونږ کورته راتلی، مسلمانان چې کله له مشرکانو ډيرپه تنگ شول پلار مې د هجرت په موخه حبشې ته روان شو، له مکې چې ووت په “برک الغماد” سيمه کې د “قاره” قبيلې مشر “ابن دغنه” په مخه ورغى نو پوښتنه يې ترې وکړه چې چيرې روان يې؟ ابوبکرصديق  رضي الله عنه  ورته وويل: خپلو خلکو را وشړلم اوس ځم چې د خداى  جل جلاله  پر ځمکه وگرځم او دهغه عبادت وکړم، ابن دغنه ورته وويل: تا څنگه شړي؟ ته خو خپلو خلکو ته د هغوى ورک شيان په لاس ورولې، صله رحمي کوې، د اړينو خلکو مرسته کوې او ډيرميلمه پال شخص يې داسې سړى بايد نه پخپله له کلي ووځي او نه يې بايد خلک وباسي، ته راځه زه تاته له هغوى نه پنا اخلم دواړه بيرته مکې ته راغلل او د شپې له خوا ابن دغنه د قريشو مشرانو ته ورغى ډيريې ملامت کړل ويل تاسو د ابوبکرغوندي سړى څنگه له کلي شړئ؟ هغه خو داسې سړى دى چې په هرډگر کې ستاسو مرسته او لاسنيوى کوي، قريشو د ابن دغنه غوښتنه نه شواى ماتولاى نو ورته ويې ويل: سمه ده! ستا په مخ به څه نه ورته وايو؛ خو په دې شرط، که دى د خپل رب عبادت کوي يا دخپل کتاب (قرآنکريم) تلاوت کوي؛ نو په خپل کور کې دې پټ کوي او مونږ ته دې تکليف نه رارسوي، ځکه چې مونږ ويره لرو هسې نه زمونږ ميرمنې او ماشومان بې لارې کړي، ابن دغنه ورغى ابوبکرصديق  رضي الله عنه  ته يې دا ټولې خبرې وکړې هغه ومنلې او بيا به يې په خپل کور کې لمونځ کاوه او له کوره د باندې به يې په لوړ غږ تلاوت نه کاوه، دا لړۍ همداسې روانه وه بله ورځ يې فکر وکړ چې راځه په خپل کور کې يو وړوکى غوندې جومات جوړ کړه، همداسې يې وکړل او له کوټې دباندې يې په خپله کلا کې د لمانځه له پاره ځانگړى ځاى جوړکړ هلته به يې لمونځ کاوه او په لوړ غږ به يې قرآنکريم لوست، ابوبکرصديق  رضي الله عنه  په زړه نرى و او په لمانځه کې به يې ډيرژړل؛ نودمشرکانو ميرمنې او ماشومان چې به يې کورته راتلل ورته حيرانيدل به، مشرکان وويريدل دغنه ته يې استازي ور وليږل او ورته ويې ويل: مونږ ابوبکرته ستا په مخ په دې شرط پنا ورکړې وه چې دى به په خپل کورکې پټ عبادت کوي او په زوره به قرآن نه لولي اوس هغه له خپلې کوټې دباندې يو ځاى جوړ کړى هلته په زوره قرآن لولي او لمونځ کوي او زمونږ ميرمنې اوماشومان بې لارې کوي، ياخويې له دې کاره منع کړه که نه نو بيا دې ستا پنا ورکول بيرته دروسپاري ځکه مونږ نه غواړو تا سره ژمنه ماته کړو؛ خو ابوبکر ته په لوړ غږ د قرآن لوستلو اجازه نشو ورکولاى.

 عائشه  رضي الله عنها  وايي:  ابن دغنه راغى ابوبکرصديق  رضي الله عنه  ته يې وويل: ما چې تاته په کوم شرط پنا درکړې وه هغه تاته معلوم دى؛ نو يا هغه شرط پلى کړه او يا زما پنا بيرته را وسپاره ځکه زه نه غواړم عرب داواوري چې ماکوم سړي ته پنا ورکړې وه هغه ماته شوه، ابوبکرصديق رضي الله عنه  ورته وويل: ډيره ښه ده! ته خپله پنا در واخله ماته د الله  جل جلاله  پنا بس ده…

د صحابه وو ژوند، ليکوال: مولانامحمدیوسف کاندهلوي/ژباړه: عبدالحق حماد.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*