وروستي:

المان کې لاريونونه د چا پر ضد دي؟

[افغان بنسټ، چارشنبه د مرغومي ۱۷مه] له څه مودې راهيسې د المان په ځينو ښارونو کې د پېگېډا په نوم يوه ډله د کډوالو پر ضد لاريونونه کوي چې تر اوسه پکې زرکونه کسانو گډون کړی دی، لوېديځو رسنيو چې تل يې د اسلام او مسلمانانو پر ضد پروپاګند کړی دی، دې موضوع ته ډېره هوا ورکړې ده او داسې يې انځوروي چې ګواکې په اروپا کې د اسلام پر خلاف نفرت زيات شوی دی، غواړم په دې اړه ځينې حقائق له تاسو سره شريک کړم.  

د پېگېډا پېژندنه

PEGIDA)) د انگليسي ژبې هغې جملې لنډيز دی چې معنا يې ده: «لویدیځ د اسلامي کولو پر ضد د اروپايي وطنپالانو ډله» د دې ډلې ډېری غړي ناپوهان او ځينې يې د ښي اړخي سخت دريځي گوند غړي دي چې غواړي اروپا ته د نورو هېوادونو د کډوالو مخه ونيسي، دا ډله  د آلمان په ختيځ دریسدن ښار کې د تېر کال په وروستيو کې را منځته شوه او له هغه راهيسي په دغه ښار کې هره دوشنبه مظاهرې کوي.

په لومړۍ مظاهره کې د دې ډلې شمېر ۵۰۰ تنه وو، او دوې ورځې وړاندې د آلمان په زاکسن ایالت کې د دغه اسلام دښمنه او پناه غوښتونکو ضد ډلي په مظاهرو کې د پولیسو د وینا له مخې له باران او يخ سره سره ۱۸۰۰۰ خلکو گډون وکړ. دا د دغي ډلي د تیرو مظاهرو په پرتله تر ټولو ستره وه.
د پېگېډا پر ضد مظاهرې

د «پېگېډا» د مظاهرو لمن هره اوونۍ پراخیږي، خو په ټولیزه توگه په آلمان کې د دغه اسلام دښمنه غورځنگ پر ضد عام مقاومت هم وار په وار پیاړوی کیږي.

په ټوليزه توگه د المان واکمن گوندونه او ډېری عام وگړي د پېگېډا د لاريونونو مخالف دي، د المان په گڼو ښارونو کې  په زرونو خلک د «نړۍ ته پرانیستي آلمان» له پاره سړکانو ته ووتل او د پېگېډا پر ضد ېې مظاهرې وکړې. په مونستر کې ۱۰ زره، په شتوتگارت کې ۸۰۰۰، په دریسدن او برلین کې ۵۰۰۰، په هامبورگ کې ۴۰۰۰ او ماربورگ کې ۳۰۰۰ خلکو له بهرنیانو سره د دښمنۍ او نژاد پالني پر ضد احتجاج وکړ.
په کولن کې په زرونو خلکو د پېگېډا د څه ناڅه ۵۰۰ پلویانو د لاریون مخه ونیوله. دغه راز په برلین کې د «بیرگیدا» په نامه د پېگېډا د یوې خواخوږي ډلې چې غوښتل ېې د «براندنبورگر تور» پر لور لاریون وکړې د مخالفو مظاهره کوونکو له خوا ودرول شول او بیا دې ته مجبوره شوه چې مظاهره پريږدي. په هامبورگ کې د « لویدیځ د احمق کولو پر ضد د اروپایي زغم لرونکو» تر شعار یو شمیر خلکو د «پېگېډا» پر ضد لاریون وکړ.

د المان لومړۍ وزيرې انگيلا ميريکل له خپل بلغاري سيال سره له يو مطبوعاتي کنفرانس وروسته پر پېگېډا نيوکه وکړه او تور يې ولگاوه چې غواړي المانی سوليز ولس بیا په توکمپالنه اخته کړي او له لاريون کوونکو يې وغوښتل چې پام کوي څو د نورو د اهدافو قرباني نشي.

 د کولن ښار څراغان خاموشه شول

د المان غږ ويب پاڼې ليکلي: د «پېگېډا» چې پلویان ېې ځانونه د لویدیځ فرهنگ مدافعین بولي پر ضد د آلمان په مختلفو ښارونو کې د لاریونو او مظاهرو تر څنگ په نور ډولونو هم مخالفت ښکاره شوو. په کولن کې د «پيگیدا» د اسلام دښمنه غورځنگ پرضد د مخالفت د نښانې په توگه د دغه ښار د ستری تاریخې کلیسیا، د راین د رود پر سر د ستر پله او د دغه ښار په نورو لروغونو او تاریخې وداینو او ځایونو کې د یو لنډې شیبې له پاره
د کولن د ستري کلیسیا د چارو رئیس، نوربرت فیلدهوف د پېگېډا غورځنگ پلویانو ته چې ځینې يې په پوهي او ځیني يې په ناپوهۍ سره ملاتړ کوي په اشارې سره وویل: «په دغه غورځنگ کې یو شمیر محافظه پال کاتولیکان هم شته، هغوی د کلیسیايي جماعت څخه د وتلو گواښ کوي، ځکه موږ د کلیسیا څراغ تیاره کړ. زه دغو کسانو ته وایم چې تاسي باید فکر وکړی: هغه کسان چې په دریسدن کې د پېگېډا په مظاهرو کې ویناوي کوي، هغوی د افراطي نژاد پالني له دریځه استازیتوب کوي. دوي ټولو ته خطر پیدا کوي.»

دغه راز د کلن ښاروال، یورگن روترز هم د پېگېډا په مخالفت خپل غږ پورته کړ او وویل: «هغه کسان چې له بهرنیانو څخه د کرکې تبلیغ کوی، زموږ په ښار کې نه ځاي لري او نه به هم موقع پیدا کړي.»

دغه راز د برلین په تاريخي ټاټوبي لکه براندنبورگرتور کې څراغان مړه شول، څو د پېگېډا پلویانو ته وښودل شي چې هغوی هلته ځای نه لري. په دریسدن کې د آلمان د موټر جوړولو مشهور شرکت «فولکس واگن» هم د خپلې ودانۍ څراغان د څو شیبو له پاره د پېگېډا د مخالفت په توگه خاموشه کړل. د دغه شرکت د ریاست په یو خبر پانه کې راغلی دی چې : «فولکس واگن د یوې پرانیستی، ازادي او دیموکراتي ټولني پلوي کوي.»

د آلمان په مشهورو او تاریخي ځایونو کې د څراغانو خاموشه کول، د هغه احتجاج شعار دی چې وايي «د نژاد پالونکو پر ضد څراغ خاموشه کړی.»

المانيان له توکمپالنې کرکه لري

په دوهمه نړيواله جگړه کې د الماني نازيانو له خوا د زرگونو يهودانو وژنې او بيا په دې اړه د (holocaust) په نوم د يهودو نيمه درواغژنو فلمونو په ځينو هېوادونو کې المانيان  بدنام کړل، اوس ډېری المانيان نه غواړي هېواد يې بيا د توکمپالنې په لورې ولاړ شي؛ ځکه په المان کې د پېگېډا ډلې له ملاتړو مخالفين ډېر دي.

د المان لاريون کوونکي د اسلام او که کډوالو خلاف دي؟

څنگه چې مې وويل د پېگېډا ډلې يو شمېر غړي ښي اړخي سخت دريځي دي چې غواړي المان ته د کډوالو مخه ونيسي، د المان د ډېرو وگړو اقتصادي حالت منځنی دی او ځينې المانيان باور لري چې د نورو هېوادونو کډوال يې اقتصاد کمزوری کوي، د اروپا نژدې ټول ښي اړخي گوندونه په همدې باور دي ځکه په هغو هېوادونو کې بهرنيانو ته ستونزې ډېرې وي چې ښي اړخي گوندونه پکې واکمن دي، او ويل کېږي چې د سوېډن په پارلمان کې اکثريت د ښي اړخي گوند دی او شنونکي په دې باور دي چې په تېرو اونيو کې د سوېډن په درې مسجدونو کې د اورلگېدنې تر شا د ښي اړخي گوند لاس دی، دوی غواړي په دې ډول د بهرنيو کډوالو مخه ونيسي.

که څه هم د داسې لاريونونو هدف د کډوالو مخه نيول وي؛ خو په داسې وخت کې لوېديځې رسنۍ چې د يهودو له خوا اداره کېږي او ځيني اسلام دښمنه عناصرو له موکې څخه استفاده کوي او خبره اسلام ته اړوي، دا چې ډېری اروپايان د اسلام په اړه پوره معلومات نه لري او کوم مسلمان کډوال چې ورغلي د هغوی ډېری هم اسلامي اخلاقو او لارښوونو ته پاملرنه نه کوي، له همدې امله ځينې اروپايان د اسلام پر خلاف هم ناسم فکر کوي.

اسلام دښمنه عناصر ځکه د مسلمانانو پر خلاف د خلکو را پارولو هڅې کوي چې په له څو کلونو راهيسې په اروپا کې اسلام په چټکۍ سره خپرېدونکی دی او د وروستيو شمېرنو له مخې يوازې په المان کې د مسلمانانو شمېر ۵ ميليونو ته رسېږي.

عبدالحق حماد