وروستي:

کمکيانو ته ديني ښوونه (۲)

ليکنه: مفتي کفايت الله رحمه الله

ژباړه: مفتي حبيب الله قاسمي

پوښتنه: مسلمانان دالله تعالى بندګي څرنګه كوي ؟

ځواب: ۱. لمونځ كوي ۲. روژه نيسي ۳. زكات وركوي ۴. حج كوي .

پوښتنه: لمونځ څه ته وايي ؟

ځواب: لمونځ دالله تعالى دعبادت او بندګۍ يوه ځانګړې  طريقه ده چې الله تعالى په قرانكريم او رسول الله  صلی الله عليه وسلم  په خپلولارښوونو (حديثونو) كې مسلمانانوته ښودلې ده .

پـوښـتـنه:دبندګۍ هغه ځانګړې طريقه څه ډول ده چې لمونځ ورته وايي؟

ځواب: په كور يا په جومات (مسجد) كې خلك دالله تعالى په وړاندې لاس په نامه دريږي ، قران شريف لولي،دالله تعالى ستاينه كوي، دهغه لويي اوتعظيم بيانوي اودهغه په وړاندي ټېټېږي ،سر په ځمكه ږدي، دهغه لويي او خپله عاجزي ښكاره كوي .

پوښتنه: لمونځ كونكى خداى پاک په جومات اوكه په كوركې ښه ويني؟

ځواب: خداى پاک يې هر ځاى ويني،په جومات اوكه په كوركې وي ؛ خو په جومات كې لمونځ ډېر ثواب لري .

پوښتنه:له لمانځه دمخه خلك مخ لاسونه اوپښې مينځي هغه ته څه وايي؟

ځواب: هغه ته اودس وايي له اوداسه پرته لمونځ نه كيږي.

پوښتنه: په لمانځه كې كوم لورته مخ كول پكاردي ؟

ځواب: لوېديز لور ته .

پوښتنه:  موږ ولې په لمانځه كې دلوېديزلورته دريږو ؟

ځواب: دمكې معظمي په ښار كې دخداى پاک كور دی چې كعبه يې بولې په لمانځه کې هغه لورته مخ ګرځول ضروري دي(کعبه زموږ د ښار(کابل، پېښور) لوېديځ لورته ده)؛ ځكه خوخلك دلته دلويديځ لورته لمونځ كوي .

پوښتنه: په لمانځه كې چې كوم لورته خلك دريږي هغه ته څه وايي؟

ځواب: (قبله) ورته وايي .

پوښتنه: په شپه او ورځ كې څو واره لمونځ كيږي ؟

ځواب: په شپه اوورځ كې پنځه وخته لمونځ فرض دى .

پوښتنه: هغه پنځه وختونه كوم دي ؟

ځواب: ١. دسهار(فجر) لمونځ چې سهار له لمرختودمخه كيږي.

٢. دماسپښين(ظهر)لمونځ)چې دزوال(دسيوري له ماتېدو)وروسته كيږي.

٣. دمازديګر(عصر)لمونځ چې له لمر لويدو يو نيم يا دوه ساعته دمخه كيږي.

٤. دماښام (مغرب)لمونځ: چې تر لمر لويدو وروسته كيږي .

٥. د ماخوستن (عشاء) لمونځ:چې له لمرلوېدو يونيم يا دوه ساعته وروسته كېږي .

پوښتنه: آذان څه ته وايي ؟

ځواب: كله چې دلمانځه وخت شي له لمانځه لېږ دمخه يو سړي درېږي په لوړاواز داتوري وايي :

 اللهُ اَکبر : خداى ډېرلوى دى          اللهُ اَکبر : خداى  ډېرلوى دى

 اللهُ اَکبر : خداى ډېرلوى دى         اللهُ اَکبر : خداى  ډېرلوى دى

اَشـهَدُ اَنَّ لاّ اِلهَ اِلاّالله: شاهدي وايم چې له الله  جل جلاله   پرته بل هيڅ يو معبود نشته .

اَشـهَدُ اَنَّ لاّ اِلَهَ اِلاّاللهُ: شاهدي وايم چې له الله  جل جلاله   پرته بل هيڅ يو معبود نشته .

اَشـهَدُ اَنَّ مُـحَمَد رَسُـولُ الله:شاهدي وركوم چې محمد صلی الله عليه وسلم  دالله جل جلاله  رسول دى

حَـيّ عَـلي الصَّـلاة: لمانځه ته راشئ!      حَـيّ عَلَي الصَّلاة: لمانځه ته راشئ!

 حَـيّ عَلَـي الـفَلاح  : بريا ته راشئ!        حَـيّ عَلَي الفَلاح : بريا ته راشئ!

   اَلله  اَكَبرَ  : خداى ډېر لوى دى.              اللهُ اَكبَر : خداى ډېر لوى دى

  لاالـــه الاّ الله: دالله  جل جلاله   پرته هيڅوك دعبادت وړ نشته.

همدې دې تورو ته(أذان) وايي . دسهار په أذان كې د (حَـيّ عَلَي الفَلاح) نه وروسته (الصَلاةُ خيرٌ  مّنَ النَّوم) (لمونځ له خوبه ښه دى)  ويل كيږي.

پوښتنه: تكبير (اقامت) څه ته وايي ؟

ځواب: كله چې لمانځه ته خلك درېږي ، نو دلمانځه له پيل دمخه يوسړى داذان توري وايي ، همدې ته اقامت اوتكبير وايي.خوپه اقامت كې له (حَـيّ عَلَي الفَلاح) وروسته (قَـدْقَامَتِ الصَّـلاةُ )دوه ځله داذان له تورو زيات ويل كيږي .

پوښتنه: څوك چې آذان يا تكبير وايي هغه ته څه وايي ؟

ځواب: هغه ته (مؤذن) اوڅوك چې تكبير وايي هغه ته (مكبر) وايي .

پوښتنه: په ګډه چې خلك لمونځ كوي لمونځ وركونكي ،لمونځ كوونكو اوهماغه لمانځه ته څه وايي ؟

ځواب: هغه لمانځه ته د(جمعې لمونځ) وايي، لمونځ ور كوونكي ته (امام) اولمونځ كوونكو ته (مقتديان )وايي .

پوښتنه: څوك چې يواځې لمونځ كوي هغه ته څه وايي ؟

ځواب: يواځې لمونځ كوونكي ته (منفرِد) وايي .

پوښتنه: داسې ځاى چي په ځانګړي ډول  دلمانځه لپاره جوړوي اوخلك پكې لمونځ كوي څه بلل كيږي ؟

ځواب: هغه ته جومات (مسجد) وايي .

پوښتنه: څوك چې جومات ته لاړ شي هلته بايدڅه وكړي ؟

ځواب :په جومات كې دې لمونځ وكړي، قراّن شريف دې ووايي، يا دې بل ذكر وكړي اويادې په ادب سره غلى كښېني، په مسجد كې لوبې کول ، ټوپونه وهل ، شور  اوددنيا خبرې كول بد كاردى.