وروستي:

افغان خپرندویه ټولنه پرانیستل شوه

د افغان بنسټ له خوا د ډول ډول کتابونو د خپرېدو او پلورلو لپاره د افغان خپرندويي ټولني په نامه يوه ټولنه د ۱۳۹۳ ل. کال دمرغومي د مياشتي پر ٣مه د کابل په ښار کي د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.

په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت د افغان خپرندویي ټولنې په دفتر کې جوړه شوې وه، د کابل او پوليتخنیک پوهنتونونو یو شمېر استادانو، د افغان پوهنتون مشرتابه پلاوي او استادانو، د افغان بنسټ مشرتابه او مسؤولینو او د بېلابېلو خپرندویو ټولنو او ادارو رئیسانو او مسؤولینو او د کتاب مينه والو گډون پکښې کړی وو.

غونډه د قرآن کریم د څو آیتو په تلاوت پیل شوه، ورپسې د غونډې پرانیستونکې وینا د افغان خپرندويې ټولنې بنسټ ايښودونکي او مشر ښاغلي عبدالجبار بهیر وکړه، مېلمنو ته يې له ښه راغلاست ویلو وروسته د ټولنې بنسټيزي موخي چې د خصوصي پوهنتونونو، ښوونځيو او دیني مدرسو د علمي، درسي او منهجي کتابونو چاپ او تالیف دی واضح کړه، ټینگار يې وکړ، چې افغان خپرندویه ټولنه به هېوادوالو ته په ځانگړې توگه ځوان نسل او زده کوونکو او محصلینو ته د هغوی د اړتیاوو سره سم علمي او درسي آثار او کتابونه په پښتو او دري ژبو چمتو او وړاندې کړي.

ورپسې د هيواد د بهرنیو چارو پخواني وزیر او د افغان پوهنتون عمومي مشر مولوي وکیل احمد متوکل خبرې وکړې او د افغان ټولنې ابتکار او پرانیسته یې د افغاني ټولنې اړتیا او د هېواد د پرمختگ لپاره یو مثبت گام وباله.

بيا د گډونوالو په استازیتوب نړۍوال ټرینر او د اوټیډ مؤسسې رئیس ښاغلی دکتور حیات الله عتید وینا واوروله او د علمي پرمختگونو په پراختیا يې خوښي څرگنده کړه، پر لوستلو او مطالعه يې ټینگار وکړ او د قرآن د آيتونو او نبوي سنتو په استناد يې مسلمانان د لوست او مطالعې امت وباله.

د غونډې بل ویناوال د پوهنتون استاد ښاغلي دکتور عنایت خلیل هدف وو، چې د افغان خپرندویې ټولنې له مشرتابه او مسؤولینو يې د دې اقدام له امله مننه وکړه او دا چاري يې د کتابونو، تحصيل او مطالعې د مينه والو  د علمي تندي د خړوبولو اساسي لارې وبللې.

غونډه په هېواد کې د سولي، سوکالۍ او خوښۍ او د دې ډول نورو پرمختگونو د پیاوړتیا او پراختيا په دعا پای ته ورسیده.

د افغان مجلې د خبريال د خبر سره سم ورپسې د غونډي برخه والو افغان خپرندويه ټولنه د پټۍ په پرې کولو سره پرانيستل او د دغي ټولني د کتاب پلورنځي او د هغې نوري برخي يې وکتلې.