وروستي:

افغان ښوونځي، احمدشاه بابا مينې څانګه کې دکلنۍازمويني دپايلو داعلان په مناسبت غونډه وشوه

خبريال:نعمت الله فراست

په احمدشاه بابا مېنه کي د افغان بنسټ اړوند افغان ښوونځي په روان کال کي د خپلو زده کوونکو د زده کړو د اعلانولو په مناسبت د روان کال د لېندۍ د مياشتي پر ٢٦ مه د دغه ښوونځي په انګړ کي غونډه وکړه.

په دې غونډه کي د افغان بنسټ ځينو مسؤولينو، د زده کوونکو اولياوو او د دغه ښوونځي يو شمېر زده کوونکو اونورو مېلمنو برخه اخيستې وه

غونډه د قرآن کريم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت پيل سوه او ورپسې يوه تن ديني عالم مولوي عبدالغفور مدني د علم او پوهي د ترلاسه کولو د ښېګڼو په هکله خپله وینا واوروله، ويې ويل: علم په ننني پېرکي دبډایوخلکولپاره زینت،شان اوشوکت اودغریبولپاره ثروت اوبډایي ده.

ورپسې  د دغه ښوونځي اداري مدیر  دخصوصي ښوونځیود ستونزو په اړه خبري وکړې. بیا د افغان بنسټ له خوادورغلي پلاوي په استازیتوب دافغان بنسټ د ښوونیزو چارومدیر مفتي عبدالروف فراهي خپله وینا واوروله، ويې ويل: که د هغوهیوادونوله وګړو څخه،چي په دوهمه نړۍ واله جګړه کي ډېرځپل شوي وو اواوس د هغوهیوادونو په لیکه کي ولاړاوځان یې دپرمختګ ډګرته رسولی، وپوښتل سي چي ستاسو د پرمختګ سبب څه دى ،نود دوی ځواب به هرومروهمداوي چي مونږ ترټولولومړی علم ته ځانګړې پاملرنه کړې ده. نوموږ اوتاسوته هم په کارده چي خپل  ځانونه اوخپل راتلونکی نسل دعلم په ګېڼه سمبال کړو.

د افغان مجلې د خبريال  د راپور له مخي: د دغه ښوونځي د زده کوونکو دکلنيوازموينو د پایلود اعلان په دې غونډه کي  څو تنونوروعالمانو، استادانو، مېلمنو اوزده کوونکو خپلي ویناوي، مقالې،نعتونه اوترانې واورولې.

د غونډي په پاى کي د دغه ښوونځي  مدیر ښاغلي محمدکبیر رسولي له خوا د ټولو ټولګیو لومړۍ، دوهمه اودرېیمه نومره اخیستونکي زده کوونکي اعلان شول  اوورته ځانګړي ډالۍ هم ورکړه شوې.

عبدالرشیدایوبي دغونډی له ګډونوالوڅخه یوتن وو، چي دوه زامن یې ددغه ښوونځي دهلکانوپه څانګه کي، اویوه لور یې دنجونو په څانګه کي په ښو درجو بل ټولګي ته بریالي شوي وه.

نوموړي د افغان مجلې خبريال ته وویل: ډېرخوښ یم چي درې اولادونه مي په ښونمروکامیاب شوي دي،هيله ده چي ترپایه هم داسي وي،له دوی سره په ښوونځي کي استادانو ډېر زیارکښلی اوماهم ورته په کورکي دښوونځي دمضامینودتدریس لپاره یوځانګړی استاد په دنده ګومارلی دى،ترڅودوی ته دښوونځي مضامین تدریس کړي.

هغه زياته کړه: زه خپل اولادونه دې ته نه پرېږدم چي خپل وخت بې ځایه تېرکړی.زه غواړم چي ټول اولادونه مي په راتلونکې کي دعلم په پسول ښايسته او د ښه ژوند څښتنان وي.

غونډه د غرمې پر دوولسوبجو د دعا په ويلو پای ته ورسیده.