وروستي:

افغان پوهنتون کي داسلامي بانکوالۍ په اړه یو ورځنی سمینار جوړ شو

 خبريال: نعمت الله فراست

د افغان د لوړو زده کړو په موسسه کي دروان کال د لېندۍ پر پنځلسمه یو ورځنی علمي کنفرانس د (اسلامي بانکوالي ، زکوة،او وقف  د ملیزیا له تجربو سره) تر نامه لاندې جوړ شو.

دغه کنفرانس د ماښام پر پنځو بجو د قرآن کریم د څو آیاتونو په تلاوت پیل شو.

 ورپسې د سیمنار ورکوونکي استاد دکتور محمدیوسف «سلیم» خپله وينا د اسلامي بانکوالۍ ،زکاة او وقف په هکله واروله .

استاد سليم په دې وينا کي څرګنده کړه: په ملیزیا کي دوه ډوله بانکوالي وجود لري، چی یوه یې اسلامي او بله یې سودي ده، اسلامي بانکوالي په ملیزیا کي ډېر انکشاف کړى او نږدې ۳۰ سلنه د ملیزیا اقتصاد اسلامي بانکوالي سمبالوي. بل سودي بانکوالي ده چی اسلام ورڅخه په کلکه منع کړې ده.

 په ملیزیا کي زکات بیت المال راټولوي  او بیا یې مستحقینو ته ورکوي  او یو شخص دا هم کولای شي ، چي خپل زکات په خپله یوه مستحق کس ته ورکړي، بل داچي وقف هم بیت المال اداره کوي.

دکتور محمدیوسف د اسلامي بانکوالۍ، زکوة، او وقف په اړه مفصلي څرګندوني وکړې او ورپسې  په دې اړه له هغه څخه پوښتني وشوي. بیا د افغان د لوړو زده کړو د مؤسسې یوه محصل عبدالحبیب انوري خپلي الیکترونیکي اختراعګاني نندارې ته وړاندي کړې.

د سيمينار په غونډه کي د افغان د لوړو زده کړو د مؤسسې عمومي مشر مولوي وکیل احمد متوکل ،د افغان دلوړو زده کړو پخوانی علمي مرستیال او د افغان خپرندویي ټولني مؤسس عبدالجبار بهیر ، استاد دکتور عبدالقیوم مومند، پوهاند سهاک او نورو په لسګونو محصیلنو او استادانو ګډون کړى وو.

سمینار د ما ښام پر شپږ نیمو بجو پای ته ورسید

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*