وروستي:

افغان ښونځي کې دکلنۍازمويني دپایلو د اعلان په مناسبت غونډه وشوه

خبريال:نعمت الله فراست

په خوشال مېنه کي د افغان بنسټ اړوند افغان ښوونځي په روان کال کي د خپلو زده کوونکو د زده کړو د ازموينو د اعلانولو په مناسبت د روان کال د لېندۍ د مياشتي پر ٢٨ مه د دغه ښوونځي په انګړ کي غونډه وکړه.

په دې غونډه کي د افغانستان د بهرنيوچارو پخواني وزيراود افغان پوهنتون عمومي مشر مولوي وکيل احمدمتوکل، د افغان بنسټ مرستيال مولوي عبدالرزاق فتاحي او نورو مسؤولينو، د پوهني وزارت د تاسيساتو رئيس، په کابل کي د مصر د ازهر پوهنتون د څانګي استادانو ، د زده کوونکو اولياوو او د دغه ښوونځي يو شمېر زده کوونکو اونورو مېلمنو برخه اخيستې وه

غونډه د قرآن عظيم الشان د څو آيتونو په تلاوت پيل سوه او ورپسې د افغان بنسټ د علمي څېړنو مدير مفتي عبدالحق حقاني د غونډي پرانيستونکې وينا واوروله. بيا مولوي وکيل احمدمتوکل ويناوکړه، د خپلوخبروپه ترڅ کي يې څرګنده کړه: موږ دوې ښوونيزي اډانې لرو چي يوه يې مدرسه اوبله يې ښوونځی ده.خوښ يوچي ښوونځي مو لومړۍ دوره فارغان ورکړل. دغو فارغو زده کوونکو تعليمي دوره پای ته ورسول اواوس يې تحصيلي دوره پيليږی.افغان پوهنتون دغو فارغو سوو زده کوونکو ته ښه راغلاست وايي.

هغه د دغه ښوونځي زده کوونکي مخاطب کړل او ورته ويې ويل: اوس چي ژمنۍ رخصتي ده بايد تاسوخپله مطالعه وکړئ او خپله علمي کچه  لوړه کړئ،له بې ځايه ګرځېدو، نشواو فېشن څخه ځان وژغورئ،ځکه چي په فېشن دچا شخصيت نه شی بدلېدای. شخصيت چي بدلولاى شي هغه دعلم زده کړه ده.

بيا په کابل کي د مصر د ازهر پوهنتون له څانګي څخه د راغلو استادانو په استازيتوب شيخ محمد ابراهيم په عربي ژبه ويناوکړه او د علم او پوهي ښېګڼي يې د قرآن کريم د آيتونو او نبوي احاديثو په رڼا کي څرګندي کړې. د دغي وينا لنديز د مفتي عبدالحق حقاني له خوا واورول سو.

ورپسې د افغان بنسټ د ښوونيزو چارو مسؤول او د دغه ښوونځي مدير ښاغلي عبدالروف فراهي وينا وکړه، ويې ويل: دافغان بنسټ په نوښت دوې مدرسې او دوه ښونځي جوړ سوي دي. یوه مدرسه دبګرامیوپه احسان مېنه کي اوبله یې په خوشال مینه کي شتون لری اوښوونځي یو په احمدشاه بابامېنه (ارزان قیمت) کي دى او بل یې همدا ښوونځی دى.د دې ترڅنګ افغان پوهنتون هم  دافغان بنسټ په نوښت له تېرودروکلونوراهيسي په کارپیل کړی اوتراوسه يې ۲۱۰ تنو بې وسومحصلینوته سکالرشیپونه برابرکړی دی.

ښاغلي فراهي زياته کړه: افغان ښوونځی ټولوزده کوونکوته د اساسي مضامینو د تدریس ژمنى پروګرام هم برابرکړی،چي هر زده کوونکی کولای سي  په دغه ژمنیي پروګرام کي د خپلي علمي کچي د لوړولوپه موخه برخه واخلي.

د غونډی په بله برخه کی د افغان ښوونځي  له خوا ځینواستادانو ته د هغو د وړتيا او زيار له امله ستاینلیکونه ورکړل شول.

  بيا هغه زده کوونکي چي په کلنۍ ازموینه کي  لوړو ټولګيو ته په لومړۍ،دوهمه اودرېیمه درجه بريالي سوي وه اعلان سول،اوورته ځانګړي ډالۍ، چي د ښوونځي له خوابرابري شوي وې  ورکړل شوې.

 ددغه ښوونځي د نجونو او هلکانوپه څانګوکی محمدیوسف د حمدالله زوی وو، چي د  ۱۲۰۰ نمرو څخه یې پوره  ۱۲۰۰نمرې اخیستي وې، عمومي اول نمره ونومول شو.

نوموړي دافغان مجلې د خبريال سره په مرکه کي وویل: زما د بریالیتوب سبب  د ښوونکو د ښو درسونو او زما د زیارپایله ده.او زه غواړم چي په راتلونکې کي یو ښه ډاکټر اوخپل هیواد او هيوادوالو ته دخدمت جوګه سم.

همداراز له راغلومیلمنوڅخه یوتن چي زوی یې ارين نومى په پنځم ټولګی لومړى نمره شوی وو، د مجلې خبريال ته وویل: ډېرخوشاله یم،چي زوی مي لومړى  نمره شو. زوی مي په افغان ښوونځي کي ډېر څه زده کړي. مامي زوی ته په کورکي یومهال وېش جوړکړی ، ترڅو د درس په وخت کي درس ووايي   اودتفریح په وخت کي تفریح وکړی.

دغه غونډه د دعائيې په ويلو سره پاى ته ورسېده.