وروستي:

په دین کې افراط کول(۱)

حامد افغان/

 زموږ په ټولنه کې غلوّ، افراط، تطرف او تنطع زیاته ده چې لوی سبب یې له دین نه ناخبري ده،   افراطیان او غلوّ کوونکي دا کار په دې نیت کوي چې ګواکي دا ډېر د ثواب کار دی او په دې سره به لوی اجرونه ترلاسه کړي او په  حقیقت کې دا کار جرم او ګناه وي او د ثواب په نیت جرمونه او ګناهونه کول خورا زیات تاواني کار دی قرانکریم رسول الله صلی الله علیه وسلم ته فرمایي: ورته وا تر ټولو زیات تاواني کار په  اړه خبر درکړم؟ تر ټولو زیات تاواني کار د هغو خلکو کار دی چې کوښښونه او هڅې یې د دنیا په ژوند کې ختمې شوې،  خرابې شوې او ګمراه شوې وي او دوی ګومان کوي چې ښه کارونه یې کول. قُلْ هَلْ نُنَبِّئُكُمْ بِالْأَخْسَرِينَ أَعْمَالًا . الَّذِينَ ضَلَّ سَعْيُهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَهُمْ يَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ يُحْسِنُونَ صُنْعًا (الكهف 103/104)، متاسفانه د غلو او افراط یو بل مهم لامل داهم دی چې  په دې اړه عامه معلومات د خلکو په لاس کې تقریبا په نشت شمار دي، له همدې امله مې د یوې تفصيلي لیکنې اراده کړې ده له الله نه یې د تکمیل او ښه سر ته رسولو  توفیق او مرسته غواړم. 

 غلو او افراط اصلاً په هرشي کې له ټاکلیو حدودو تېري او  اوښتلو ته وایي، او په شریعت کې په عملي او عقیدوي لحاظ له شرعي حدودو اوښتلو او تېرېدلو ته وایي، مخکي اهل کتابو د خپل شریعت له ټاکلیو حدودو تېری کړی وو لکه عیسایانو د الله پیغمبر عیسي علیه السلام د الله  زوی وباله دا راز دوی او یهودو په خپلو  عالمانو او دیني لارښوونکو کې غلا او افراط وکړ  د هغوی له دین وتلې خبرې یې منلې او له  پرته یې ارباب ګرځولي وو. او په دې غلا او افراط سره هغوی الله هلاک کړي وو.

په دې اړه په قرانکریم کې ډېر ایتونه راغلي دی، قرانکریم د اهل کتابو غلو او افراط غندلی او بدبللی ده  او د دې مطلب دا دی چې مسلمانان د افراط او غلو خطر او تاوانونه درک کړي او له هغه ځانونه وساتي، د اهل کتاب لومړۍ درجه غلو او افرساط داو چې هغوی عيسی علیه السلام د بندګۍ او نبوت له اصلي مقام نه پورته کړی  و او  الوهیت او د خدایي مقام ته یې رسولی و ځکه دوی هغه د الله زوی باله، د دوی دا افراطي او ناحقه عقیده قرانکریم تردید کړې ده او وایي:  ﴿ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لَا تَغْلُوا فِي دِينِكُمْ وَلَا تَقُولُوا عَلَى اللَّهِ إِلَّا الْحَقَّ إِنَّمَا الْمَسِيحُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ رَسُولُ اللَّهِ وَكَلِمَتُهُ أَلْقَاهَا إِلَى مَرْيَمَ وَرُوحٌ مِنْهُ﴾. النساء 171. یعني ای کتاب والو! په خپل دین کې غلو، افراط او له حدودو تیری مه کوئ او دالله په اړه  یواځي حقه خبره کوئ، بې شکه مسیح عیسی د مریم زوی دی دالله رسول او کلمه دی چې مریم ته یې وراچولې  وه او د هغه له روح نه دی.

د غلو او افراط په اړه په حدیثو کې هم ډېر تفصيلات راغلي دي چې څو یې دلته رااخلو:  عبدالله بن عباس رضي الله  عنه وایي رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمایلي دي: په دین کې له غلا، افراط او تېري نه ځانونه وساتئ، له تاسو مخکي خلک په دین کې په غلا، افراط او تېري کولو سره هلاک شوي دي. عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ :  إِيَّاكُمْ وَالْغُلُوَّ فِي الدِّينِ ، فَإِنَّمَا أَهْلَكَ مَنْ كَانَ قَبْلَكُمُ الْغُلُوُّ فِي الدِّينِ. رواه ابن ماجه وابن حبان والنسائي في السنن.

داراز په یوه بل  حدیث کې راغلي دي: عبدالله رضي الله عنه وایي رسول الله  صلی الله علیه وسلم وفرمایل: افراط او غلو کوونکي هلاک شول، دا خبره یې دری ځله وکړه . عَنْ عَبْدِ اللَّهِ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ هَلَكَ الْمُتَنَطِّعُونَ قَالَهَا ثَلَاثًا. رَوَاهُ مُسْلِمُ.

د (التنطع) د معنا په اړه امام نووي رحمه الله لیکي: یعني په یوه شي کې تعمق، غلو او افراط کول او په خبرو او کړنو کې له شرعي حدودو تیری کول، امام ابن الاثیر رحمه الله لیکي: التنطع تعمق او غلو  کولو ته وایي، اصلاً النطع په خوله کې دننه غار او حلق ته  وایي او مطلب دا ده چې هرڅوک په خبرو کې تکلف کوي د خلکو د اغیزمن کولو په نیت په تکلف سره  ژورې خبرې کوي عجیب لغات او الفاظ په سختي سره په ستوني کې ادا کوي  هغه المتنطع دی،  داراز که یو څوک په عمل او چارو کې تعمق، غلو او  تیری کوي او له اعتدال او منځلاري وځي چې دا  د اسلام روح ده؛  هغه هم المتنطع بلل کیږي . او دا ډول خلک هلاک دي. ځکه الله جل جلاله فرمایي:  الله تاسو ته د اسانتیا اراده لري هغه تاسو ته سختي او تکلیف نه درکوي.  يُرِيدُ اللَّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلَا يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ. البقرة/185.

نوربيا