وروستي:

په کرايه ور کړل شوي موټر کې د زکات حکم

فتوا شمېره: ۸۹

محترم مفتي صاحب

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته!

زه يوه پوښتنه لرم  هغه دا ده چې زما درې موټر دي چې ارزښت دوه لكه  ډالر دى او ما بل چاته په كرايه وركړي دي چې مياشتنۍ گټه يې درې زره ډالر ده نو اوس  زكات په اصلي ارزښت او گټه دواړو كيږي او كه يوازې په كرايه كيږي او په كرايه باندې د كېدو په صورت كې د هرې مياشتې ځانته حساب بايد ونيول شي او كه د كال په پاى كې د ټولو مياشتو په يو ځاى  زكات لازميږي ؟

 (مستفتي خان محمد كابل)

                                                   ځواب

حامدا ومصليا :

په كرايه باندې وركړل شويو  موټرو كې  زكات نشته بلكې يوازې د هغو په واسطه لاسته راوړل شويو روپيو كې زكات لازميږي چې د نصاب اندازې ته رسيدلې وي او دبنسټيزو اړتياوو څخه زياتې وي اود  نصاب اندازه دوه پنځوس نيمو تولو سپينوزرو  يا اوه نيموتولو  سرو زرو ارزښت دى  .

او د كال حساب به له هغې ورځې څخه پيل كيږي كله چې دغه روپى د نصاب اندازې ته ورسيږي او دكال په پاى كې چې هر څومره روپى په لاس كې وي د هغوټولو زكات به وركوي، د كال په منځ كې چې تر څو د نصاب تر اندازې نه كم كمښت نه وي راغلى، تر هغو پورې دروپيو دكموالي يا زياتوالي  اعتبار نه كيږي .

۱-قال العلامة الحصكفي  ( رحمه الله ) :

    (وشرط كمال النصاب ) ولو سائمة  ( في طرفي الحول ) في الابتداء  للانعقاد وفي الانتهاءللوجوب ( فلا يضر نقصانه بينهما.

   ( الدر المختار مع رد المحتار /٣/ ٢٧٨/ كتاب الزكاة ط: دارالمعرفة بيروت )

۲-قال الشيخ نظام ( رحمه الله ) :

ولو اشترى جوالق ليواجرها من الناس فلا زكاة فيها لانه اشترا ها للغلة  لا  للمبايعة”

(الفتاوى الهندية / ١/ ١٩٨ / كتاب الزكاة ط : دارالكتب العلمية بيروت  )

۳-قال الشخ بن العلاء ( رحمه الله )

    إذااشترى جوالق بعشرة آلاف  درهم ليواجرها من الناس  فحال عليها الحول فلا زكاة فيهالأنه ااشتراها للغلة لا للتجارة ، فإن كان  في  نيته  انه  يبيعها  آخرا  فلا  عبرة لهذا، وكذالجواب في إبل الحمالين  وحمر  المكارين .”

(الفتاوى التاتار خانية /٢/ ١٩ / كتاب الزكاة ط: دارالكتب العلمية بيروت )

والله اعلم بالصواب

حرره سيف الله ( ساعي)

١٤٣٤ \ ١\ ١٩ \ هـ

          الجواب صحيح

       عبدالحق ( حقاني )

        ١٤٣٤ \ ١\ ١٩\هـ

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*