وروستي:

د نبوت پيلامه او د بلنې لومړنۍ ورځې

د رسول الله صلی الله عليه وسلم عمر چې څلوېښت کلونو ته نژدې شو د مشرکانو د بت پرستۍ له امله يې  مکه کې زړه تنگ شو او له يوازيوالي سره يې مينه پيدا شوه، د څو ورځو لپاره به له مكې څخه نژدې څلور کېلومتره لرې “نور” غره ته تلی او د همدې غره په سر “حراء” سمڅه – چې اوږدوالی یې څلور گزه او پلنوالی یې څه لپاسه یو متر دی- کې يې د خپل نيکه ابراهيم عليه السلام په طريقه عبادت کاوه، د الله جل جلاله په کائناتو کې يې فکر کاوه او کعبې ته يې په مينه کتل.

کله يې چې عمر څلوېښت کلونو ته ورسېد تر شپږو مياشتو يې رښتيني خوبونه ليدل او چې دمکې کورونو به لرې ووت له هرې خوابه ونو او ډبرو ورته غږونه کول چې اې دالله جل جلاله رسوله ! پر تا دې سلام وي.

د وحي پيل

محمدصلی الله عليه وسلم د عمر څلوېښت کاله، شپږ مياشتې او دولس ورځې چې تېرې شوې دروژې په یویشتمه چې د۶۱۰ ع کال داگست میاشتې لسمې سره سمون خوري، له خپل عادت سره سم “حراء” سمڅه کې د الله په عبادت بوخت و چې د الله جل جلاله له لورې جبرائيل عليه السلام ورته راغی ويې ويل: ولوله! محمدصلی الله عليه وسلم ځواب ورکړ: زه لوستونکی نه يم، هغه په غېږ کې ټينگ او بيا يې پرېښود ورته يې وويل: ولوله! محمدصلی الله عليه وسلم ورته وویل چې زه لوستونکی نه یم او له دريم ځل ټينگولو وروسته جبرائيل عليه السلام ورته وویل اقراء باسم ربک الذي خلق، خلق الانسان من علق، اقراء وربک الاکرم، الذي علم بالقلم،علم الانسان مالم یعلم.[سورة العلق۱-ه] 

ژباړه:(ای رسوله) دخپل رب په نامه ولوله، هغه چې (ټول کائنات) یې پیدا کړي دي،انسان یې له کلکه شوې وینې پیدا کړی دی،ولوله او ستا رب ډېر پتمن دی، هغه چې انسان ته یې په قلم پوهه ښودلې.

 محمدصلی الله عليه وسلم په دې پېښه ډېر ووېرېد او کورته راغی لړځېدی خديجې  رضي الله عنها ته يې وويل چې ما پټ کړه هغې پت کړ تردې چې له هغه څخه هغه ویره ولاړه او بیا یې خدیجه ته وویل چې په ما څه وشول او ټوله کيسه يې ورته وکړه، او ویې ویل چې زه په خپل ځان وېرېږم،هغې ډاډ ورکړاوورته يې وويل چې تا به الله جل جلاله يوازې نه پرېږدي؛ ځکه چې ته خپلوي پالې، د بېوزلو لاس نيوی کوې، د مېلمنو درناوی کوې، او په هره حقه پېښه کې مرسته کوې.

تردې وروسته یې محمد صلی الله عليه وسلم  خپل دتره زوی ورقة بن نوفل ته بوت کوم چې یو سپین گیری سړی واودجاهلیت په زمانه کې عیسایي شوی و، انجیل یې په عبراني ژبه لیکه؛ خدیجه رضی الله عنها ورته وویل چې دتره زوی خبره دې واوره، ورقة بن نوفل محمد صلی الله عليه وسلم  ته یې وویل چې ته څه وینې؟ محمد صلی الله عليه وسلم  ورته ټوله کیسه بیان کړه.

له کیسې اورېدلو نه وروسته ورقة بن نوفل محمد صلی الله عليه وسلم  ته وویل چې دا هماغه پرښته ده چې موسی علیه السلام ته راغلې وه او بیایې هلیه څرگنده کړه چې ای کاش زه په هغه وخت ځواکمن واوسم ای کاش چې هغه وخت ژوندی واوسم کله چې ستا قوم تا له خپل کلي وباسي!

محمد صلی الله عليه وسلم  وفرمایل: ایا هغوی به ما وباسي؟

ورقة بن نوفل ورته وویل: هو! ځکه چې هر هغه تن چې قوم ته یې داسې پیغام راوړی وي کوم چې تا راوړی دی، دښمني ورسره شوې ده او که زه هغه ورځ ووینم نو ستا به کلکه مرسته کوم خو دورقة بن نوفل عمر یې وفا ونه کړه او مړشو.

له دې وروسته یو څه موده وحي ځکه ټال شوه چې محمد صلی الله عليه وسلم  څخه هغه وېره ولاړه شي کومه چې یې  دوحي په لومړي پړاو کې لیدلې وه.

 اسلام ته په پټه بلنه او لومړني مسلمانان

د علق سورت لومړنيو آيتونو له نازلېدو وروسته  د وحې لړۍ يو څه وخت وځنډېدله او بيا د (المدثر) سورت آيتونه نازل شول چې ورسره اسلام ته د محمدصلی الله عليه وسلم د بلنې دنده پيل شوه، دا چې په قريشو کې بت پرستي او شرک عام و او هغوي بل هيڅ دين منلو ته چمتو نه و؛ نو محمدصلی الله عليه وسلم دا غوره وگڼله چې د اسلام د بلنې پيل په پټه له هغو خلکو وکړي چې پرې باور يې و او هغوی پخوا هم د حق پلوي کوله، په دې لړ کې تر ټولو دمخه يې خپلې مېرمنې خديجې  رضي الله عنها پرې ايمان راوړ، بيا يې غلام زيدبن حارثه،د تره زوی علي بن ابي طالب او نژدې ملگری ابوبکرصديق رضي الله عنه بلنه ومنله.

هغه کسان چې دمحمد صلی الله عليه وسلم  بلنه یې ومنله اومسلمانان شول هغوی هم یوازې په اسلام راوړلو بسنه ونه کړه بلکې دمحمد صلی الله عليه وسلم  په پل یې پل کېښود او داسلام بلنه یې نورو کسانو ته ورکوله چې په دې لړ کې دابوبکر صدیق رضی الله عنه بلنه ډیره اغېزمنه وه چې په بلنه یې عثمان بن عفان،زبیر بن عوام، عبدالرحمن بن عوف،سعد بن وقاص،طلحة بن عبید الله چې دا د اسلامي تاريخ لومړني مسلمانان بلل کيږي.

له دوی وروسته ابوعبیدة عامربن جراح،ابوسلمة بن عبدالاسد المخزومي او مېرمن یې ام سلمة،الارقم بن ابي الارقم المخزومي،عثمان بن مظعون الجحمي او وروڼه یې قدامة او عبدالله،عبیدة بن الحارث، سعید بن زید العدوي او مېرمن یې فاطمة بنت الخطاب، خباب بن الارت التمیمي،جعفر بن ابي طالب او مېرمن یې اسماء بنت عمیس، خالدبن سعد الاموي او مېرمن یې امینة بنت خلف او ترې وروسته یې ورور عمرو بن سعید، حاطب بن الحارث او مېرمن یې فاطمة بنت المجلل او ورور یې خطاب بن الحارث او مېرمن یې فکیهة بنت یسار او ورور یې معمربن الحارث، مطلب بن الازهر او مېرمن یې رملة بنت ابي عوف، نعیم بن عبدالله چې دغه ټول مسلمانان له قریشو دي.

له قریشو پرته له نورو قومونو څخه لومړي مسلمانان عبدالله بن مسعود الهذلي، مسعود بن ربیع القاري، عبدالله بن جحش الاسدي او ورور یې ابواحمد بن جحش،بلال بن رباح الحبشي،صهیب بن سنان الرومي،عماربن یاسر العنسي او پلار یې یاسر او موریې سمیه، او عامربن فهیره دي.

 لومړی مسلمانانې ښځې ام ایمن برکة الحبشیة،ام الفضل لبابة الکبری چې دعباس بن عبدالمطلب مېرمن،اواسماء بنت ابي بکر دي.

پورتني ټول لومړي مسلمانان دي خو دتاریخ له مطالعې څرگندیږي چې دلومړيومسلمانانو شمېره یوسل او دېرش نراوښځو ته رسېږي خودټولو په اړه په یقیني توگه داڅرگنده نه ده چې ټولو له ښکاره بلنې نه مخکې اسلام راوړی دی او که دځینو اسلام ښکاره بلنې پورې پورې ځنډېدلی دی.

 د پټې بلنې ټوله موده درې کاله وه.

ښکاره بلنه

دښکاره بلنې په اړه چې کله الله  جل جلاله  دشعراء سورت دا ایت نازل کړ وانذر عشیرتک الاقربین یعنې خپل نژدې خپل دې دالله جل جلاله  له عذاب څخه ویېروه نو محمد صلی الله عليه وسلم  هوډ وکړ چې لومړی ښکاره بلنه  صلی الله عليه وسلم  خپلو نژدې خپلوانوته ورکړي او په همدې موخه یې دهاشم کورنۍ ته بلنه ورکړه.

 هغوی دمحمد صلی الله عليه وسلم  بلنه ومنله او نژدې پنځه څلویښت کسان چې دبنو المطلب دکورنۍ څو غړي ورسره هم و، راغلل، محمد صلی الله عليه وسلم  غوښتل چې داسلام بلنه ورکړي خو بدبخته ابولهب ترې په خبرو کې مخکې شو او ویې ویل: دا ستاترونه او دترونو زامن دي،دوی سره خبره وکړه او خپل دین پرېږده، پوه چې عربو کې ستاقوم هومره ځواک او طاقت هیڅ چاسره نشته،او زه ستاپه نیولو ترټولو زیات حق لرم،نوستاترونه تاته بسنه کوي،او که ته چیرې هغه څه ته دوام ورکړې نو دا هغوی ته له دې څخه ډېره زیاته اسانه ده چې دقریشو بېلابېلې پښې په تا حمله وکړي او نور عرب دهغوی مرسته وکړي، او ما له تاڅخه پرته بل داسې څوک نه دی لیدلی چې خپل قوم ته یې داسې شر راوړی وي لکه تا چې موږ ته راوړی دی.

دابولهب دخبرو په اورېدو محمد صلی الله عليه وسلم  چپه خوله شو او په دغه ناسته کې یې هیڅ هم ونه ویل.

له دې وروسته یوځل بیا محمد صلی الله عليه وسلم  خپل قوم راټول کړ او لاندینیو ټکو یې اسلام ته وبلل:

ټولې ستاینې الله جل جلاله  لره دي،دهغه ستاینه کوم او له هغه څخه مرسته غواړم، په هغه ایمان لرم او په هغه مې بروسه ده، او گواهي ورکوم چې یوازې له الله پرته هیڅ بل دعبادت وړ معبود نشته او هغه هیڅ شریک نه لري.

بیا یې وویل: بېشکه دقافلې مخکښ قافلې ته درواغ نه وایي، زمادې په هغه ذات قسم وي چې ترې پرته بل نشته دی، زه تاسوته په ځانگړې توگه او نورو خلکو ته په عامه توگه دالله استازی یم، په الله قسم څرنگه چې ویده کیږئ دغه راز به مړه کیږئ، او څرنگه چې له خوبه پورته کیږئ دغه راز به بیا راژوندي کیږئ، او هرومرو به دهغه څه په اړه درسره حساب کیږي چې تاسې یې کوئ او دحساب پائله به یا دائمي جنت او یاهم دوزخ وي.

له خطبې اورېدلو وروسته دمحمد صلی الله عليه وسلم  تره ابوطالب وویل چې موږ ته ستا مرسته له هرڅه زیاته خوښه ده، اوموږ ستا نصیحت ته له نورو زیات پام کوو او ستا دخبرو ترټولوزیات تصدیق کوونکي یو، دا ستا ترونه دي چې راټول شوي دي او زه یو له هغو څخه یم خو له دوی ټولو زه هغه څه ته مخکښ یم چې ته یې خوښوې، نو هغه څه کوه چې امر یې درته شوی دی، په الله جل جلاله  قسم زه بل تل ستا دفاع کوم او لاس به دې نیسم، خو دخپل پلار عبدالمطلب په دین پرېښودلو کې ماسره خپل زړه هوکړه نه کوي.

له ابوطالب وروسته ابولهب خبرې وکړې اوویې ویل: په خدای قسم دا خو رسوایي ده، دمحمد صلی الله عليه وسلم  مخه ونیسئ له دې مخکې چې نور یې مخه ونیسي.

په ځواب کې ابوطالب ورته وویل: په الله قسم ترهغه به یې دفاع کوو ترڅو چې ژوندي یو.

 وروسته له دې کله چې محمد صلی الله عليه وسلم  د خپل تره ابوطالب له ملاتړ څخه ډاډمن شو؛ نو د صفا غونډۍ تر څنگ يې ټول قريش راغونډ کړل او ورته يې وويل:  که زه تاسو ته ووايم چې د دغې غونډۍ له شا څخه دښمن پر تاسو بريد کوي، تاسو به يې ومنئ؟

هغوی په يوه خوله وويل: هو! موږ ستا خبره منو؛ ځکه چې تا کله هم موږ ته درواغ نه دي ويلي، رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وويل: زه تاسو د الله جل جلاله له عذاب څخه وېروم او بلنه درکوم چې د يو الله جلاجلاله عبادت وکړئ او د بوتانو لمانځنه پرېږدئ، په دې خبره نور خلک غلي شول؛ خو ابولهب ورته وويل: هلاک شې! تا مونږ ددې لپاره راټول کړي وو؟ د ابولهب د خبرې په ځواب کې الله پاک “لهب” سورت نازل کړ چې پکې يې نوموړي ته د سخت عذاب خبر ورکړ.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*