وروستي:

اسلام ته له بلنې سره د محمد صلی الله عليه وسلم مينه

دټولو خلکو مسلمانېدل دپيغمبر صلی الله عليه وسلم  يوازنۍ هيله :

ابن عباس رضي الله عنه  د (فَمِنْهُمْ شَقِيٌّ وَسَعِيدٌ) (نو بيا څوک بد مرغه وي څوک نيکمرغه) او ځينې نورو اياتونو په آړه وايي: پيغمبر صلی الله عليه وسلم  به دې ته ډېر ليوال و چې ټول خلک ايمان راوړي او په سمه لار يې لاسنيوى وکړي؛ نو الله پاک خبر ورکړ چې يوازې هغه خلک به د ايمان نيکمرغي تر لاسه کوي چې په اذل کې يې ايمان په برخه وي  او يواځې هغه به بې لارې کيږي چې په اذل کې بدبختي ورته ليکل شوې وي بيا يې ورته وفرمايل:

لَعَلَّكَ بَاخِعٌ نَّفْسَكَ أَلاَّ يَكُونُوا مُؤْمِنِينَ . إِن نَّشَأْ نُنَزِّلْ عَلَيْهِم مِّن السَّمَاء آيَةً فَظَلَّتْ أَعْنَاقُهُمْ لَهَا خَاضِعِينَ   (الشعراء ٣-٤)

ژباړه: ښايي ته (په دې ) خپل ځان تباه کونکى يې چې هغوى نه مؤمنان کيږي .که موږ وغواړو له اسمانه به يوه داسې نښانه ورباندې را کوزه کړو چې د هغوى ورميږونه به (حتماً) ورښکته شي ([1]).

ابن عباس رضي الله عنه  وايي: ابو طالب چې ناروغ شو دابوجهل په ګډون دقريشوټول مشران راغلل او ورته ويې ويل: اى ابو طالب! ستا وراره زمونږ خدايانو ته بد-رد وايي او داسې داسې کوي؛ نو که ته يې را وغواړې او له دې کاره يې منع کړې! ابو طالب سړى وليږه او پيغمبر صلی الله عليه وسلم  راغى، دلته په کوټه کې د ابوطالب ترڅنګ د يو کس د ناستې ځاى و لعين ابوجهل فکر وکړ چې که پيغمبر صلی الله عليه وسلم  د ابو طالب څنګ ته کښيني ښآيي دابوطالب په زړه کې نرمي ورته راشي؛ نو ور ټوپ يې کړل هلته کښېناست، هغه صلی الله عليه وسلم  چې را ننوت د کاکا تر څنګ يې ځاى ونه موند؛ نو له دروازې سره کښيناست، ابو طالب ورته وويل: اى زما وراره! دا خلک ولې له تا سر ټکوي؟ وايي ته د دوى خدايانو ته بد وايې او داسې داسې خبرې کوې! په دې خبره ټول لګيا شول او شور يې جوړ کړ، پيغمبر صلی الله عليه وسلم  وويل: کاکا ! زه له دې خلکو نه يواځې يوه خبره غواړم، که دوى زما دا يوه خبره ومني ټول عرب به ددوى پيروان شي او عجم (کافران) به ماليه (جزيه) ورکوي، هغوى چې دا خبره واوريده ټول څک شول، يوه خبره؟! يوه نه! لس خبرې دې هم منو ته يې يواځې راپه ګوته کړه! ابوطالب هم وويل: کومه خبره ده؟ ورته ويې وايه! پيغمبر  صلی الله عليه وسلم  وفرمايل: دوى دې دا کلمه ووايي : لا اله الا الله.

په دې خبره ټول پريشانه شول جامې يې څنډ وهلې او پاڅيدل ويل: ايا له ټولو خدايانو يې يو خداى جوړ کړى؟ دا خو يقيني ډير عجيبه شى دى، ابن عباس  رضي الله عنه  وايي: ددوى په ځواب کې الله پاک دا اياتونه را نازل کړل:

وَعَجِبُوا أَن جَاءهُم مُّنذِرٌ مِّنْهُمْ وَقَالَ الْكَافِرُونَ هَذَا سَاحِرٌ كَذَّابٌ. أَجَعَلَ الآلِهَةَ إِلَهًا وَاحِدًا إِنَّ هَذَا لَشَيْءٌ عُجَابٌ . وَانطَلَقَ الْمَلأُ مِنْهُمْ أَنِ امْشُوا وَاصْبِرُوا عَلَى آلِهَتِكُمْ إِنَّ هَذَا لَشَيْءٌ يُرَادُ. مَا سَمِعْنَا بِهَذَا فِي الْمِلَّةِ الآخِرَةِ إِنْ هَذَا إِلاَّ اخْتِلاَقٌ . أَأُنزِلَ عَلَيْهِ الذِّكْرُ مِن بَيْنِنَا بَلْ هُمْ فِي شَكٍّ مِّن ذِكْرِي بَلْ لَمَّا يَذُوقُوا عَذَابِ  [ص ٤-٨]

ژباړه: او دوى په دې حيران دي چې څنګه د دوى (له قوم) نه ويرونکى ورته راغى؟ او کافرانو وويل چې دا خويو ډير دروغجن کوډ ګر دى، ايا له ټولو خدايانو يې يو خداى جوړ کړى؟ دا خو يقيني ډير عجيبه شى دى، او سرداران يې په دې خبره ولاړل چې ځئ په خپلو خدايانو (ټينګ) صبر وکړئ، يقيناً دا يو شى دى چې (څه غرض  پکې) غوښتل کيږي، ايا زمونږ له منځه ايله په ده باندې دغه ذکر (قراٰن) را نازل شو؟ بلکې دوى زما له ذکر (وحى) نه په شک کې دي، خو په اصل کې دوى لا زما عذاب نه دى څکلى ([2]).

ابوطالب ته بلنه :

ابن عباس  رضي الله عنه  وايي: د قريشو لوى-لوى ملکان، عتبه بن ربيعه، شيبه بن ربيعه، ابوجهل بن هشام، اميه بن خلف، ابوسفيان بن حرب او نور ډير، ابو طالب ته راغلل او ورته ويې ويل: اى ابو طالب! پوهيږې چې ته په مونږ کې کوم ځاى لرې؟ او کومه ناروغي چې تاته در پيښه ده هغه هم وينې، مونږ په تا ډاريږو ، ته خبر يې چې ستا له وراره سره زمونږ څه حال دى؟ ته هغه را وغواړه او ترمنځ مو سوله وکړه، له ځينو خبرو به مونږ تير شو او له ځينو دې دى تير شي، هغه دې زمونږ له دين سره کار نه لري او مونږ به د ده له دين سره کار نه لرو، ابو طالب سړى واستاوه پيغمبر صلی الله عليه وسلم  يې را وغوښت او ورته ويې ويل: اى وراره! داستا دقوم ملکان راغلي  غواړي تاسره په خولا شي او له ځينو خبرو ته تير شې، له ځينو به دوى تير شي، پيغمبر صلی الله عليه وسلم  ورته وفرمايل : سمه ده! دوى دې زما يواځې يوه خبره ومني نو د ټولو عربو واکمنان به شي او ټول عجم به يې پيروان شي! ابوجهل وويل: سمه ده!يوه نه، لس خبرې به دې هم ومنو، پيغمبر صلی الله عليه وسلم  ورته وفرمايل: ټول وواياست چې له الله نه پرته بل خداى نشته او له هغه پرته موچې کوم خدايان نيولي دي ټول پريږدئ!

په دې خبره ټولو لاسونه ومروړل او ويې ويل: اى محمده!( صلی الله عليه وسلم ) ته غواړې چې مونږ له ډيرو خدايانو نه يو خداى جوړکړو؟ دا خو ډيره عجيبه خبره ده!

بيا يې يو بل ته وکتل او ويې ويل: په خداى چې دا سړى ستاسو هيڅ غوښتنه نه مني، ځئ ترڅو مو چې خداى ترمنځ پريکړه كوي دخپل پلار- نيکه دين کلک کړئ او ټول ووتل.

ابن عباس رضي الله عنه  وايي: هغوى چې ووتل ابوطالب پيغمبر  صلی الله عليه وسلم  ته وويل: قسم دى تا خو له دوى نه هيڅ کومه بده غوښتنه ونه کړه، په دې خبره د پيغمبر صلی الله عليه وسلم  په زړه کې هيله پيدا شوه نو ورته ويې ويل: کاکا جانه! نو ته خو دا کلمه ووايه چې بيا دې د قيامت په ورځ زه شفاعت وکړم، ابو طالب ورته وويل: کاکا دې جارشي! که زه  له دې خبرې څخه نه ويريدلاى چې زما له مرګه وروسته به قريش تا او ستا کورنۍ ته بد وايي او وايي به چې ابو طالب د مرګ له ډاره مسلمان شو؛ نو هرو مرو به مې ستا د خوښۍ له پاره ويلې وه ([3]).

ابن المسيب رحمه الله  دخپل پلارله خولې روايت کوي چې کله د ابو طالب د مرګ وخت رانږدې شو پيغمبر  صلی الله عليه وسلم  ورغى او ورته ويې ويل: کاکا جانه! لا اله الا الله ووايه چې زه الله پاک ته ستا دغه کلمه دليل کړم، ابوجهل او اميه -چې له وړاندې نه هلته ناست ول- ورته وويل: ابو طالب!د عبدالمطلب دين پريږدې؟ پام کوه چې دا کار ونه کړې! دوى دواړو بيا بيا همدا خبره تکراروله تر دې چې د ابوطالب له خولې اخيري خبره هم داوه چې: د عبدالمطلب په دين يم، پيغمبر صلی الله عليه وسلم  وفرمايل: ترڅو چې زه منع کړل شوى نه يم ستا له پاره به له خدايه بخښنه غواړم، الله پاک دا ايت نازل کړ:

مَا كَانَ لِلنَّبِيِّ وَالَّذِينَ آمَنُواْ أَن يَسْتَغْفِرُواْ لِلْمُشْرِكِينَ وَلَوْ كَانُواْ أُوْلِي قُرْبَى مِن بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُمْ أَصْحَابُ الْجَحِيمِ [التوبه/ ١١٣]

ژباړه: له پيغمبر صلی الله عليه وسلم  او هغو کسانو سره چې ايمان يې را وړى نه ښايي چې مشرکانو ته بخښنه وغواړي که څه هم خپلوان يې وي، وروسته له هغه چې ورته څرګنده شوې ده چې هغوى دوزخيان دي.   إِنَّكَ لاَ تَهْدِي مَنْ أَحْبَبْتَ  [القصص/ ٥٦]

ژباړه: ته هغه چاته هدايت نشې کولاى چې ستاخوښ وي([4]).

په يو بل روايت کې دي چې پيغمبر صلی الله عليه وسلم  ابو طالب ته بيا بيا کلمه وړاندې کوله او  هغوى دواړو به ورته خپله خبره کوله تردې چې د ابو طالب وروستۍ خبره همدا وه چې : د عبدالمطلب په دين يم، او له لا اله الا الله څخه يې ډډه وکړه، پيغمبر  صلی الله عليه وسلم  وفرمايل: ته دې خبر يې! ترڅو پورې چې زه منع کړل شوى نه يم ستا له پاره به بخښنه غواړم، الله پاک همدا اياتونه را نازل کړل ([5]).

ابوهريره رضي الله عنه  وايي: د ابو طالب چې زنکدن و پيغمبر صلی الله عليه وسلم  د اسلام بلنه ورکړه او ورته ويې ويل: کاکا! لا اله الا الله ووايه چې زه دې د قيامت په ورځ خداى جل جلاله  ته شاهدي ووايم، هغه ورته وويل: که د قريشو دا پيغور نه واى چې: د مرګ له ډاره مسلمان شو، نو ما به دې هرو مرو سترګې يخې کړي وې او دا کار به مې يواځې ستا د خوښۍ له پاره کړى و، الله پاک دا ايات را نازل کړ:

إِنَّكَ لاَ تَهْدِي مَنْ أَحْبَبْتَ وَلَكِنَّ اللَّهَ يَهْدِي مَن يَشَاء وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ [القصص ٥٦]

ژباړه: ته هغه چا ته هدايت نشې کولاى چې ستا خوښ وي خو چاته چې الله وغواړي هدايت ورته کوي او هماغه په لار موندونکو ښه عالم دى([6]).

ليکنه: مولانا محمد يوسف کاندهلوي رحمه الله

ژباړه: مولوي عبدالحق حماد


[1]  (اخرجه الطبراني قال الهيثمي ٧/٨٥ رجاله وثقوا الا ان على بن ابى طلحه لم يسمع عن ابن عباس).

[2]  (رواه الامام احمد و النسائي و ابن حاتم و ابن جرير كلهم في تفاسيرهم ورواه الترمذي و قال حسن كذافي التفسير لابن كثير ٤/٢٨ واخرجه البيهقي ٩/١٨٨ ايضاً و الحاكم ٢/٤٣٢ بمعناه و قال حديث صحيح الاسناد و لم يخرجاه وقال الذهبي صحيح…

[3]  (عند ابن اسحاق كما في البداية ٣/١٢٣ و فيه راوٍ لايعرف حاله).

[4]  (بخاري و مسلم).

[5]  (اخرجه البخاري و مسلم من طريق اخر عن بنحوه).

[6]  (هكذا روى الامام احمد و مسلم و النسائي و الترمذي كذا في البداية ٣/١٢٧).

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*