وروستي:

برمايي مسلمانان لاهم د بودايانو شکنجې زغمي

«مفکرة الاسلام» ويب پاڼې د برما «روهنجيا» خبرې اژانس له مشر عطاء الله نورالاسلام سره مرکه کړې او د برما د مسلمانانو د وروستيو حالاتو په اړه يې پوښتنې ورڅخه کړي دي، د افغان بنسټ ويب پاڼي چلوونکي عبدالحق حماد دا مرکه ژباړلې او په دې هيله يې ښاغلو لوستونکو سره شريکوو چې د خپلو مسلمانانو وروڼو له حاله خبر شي.

پوښتنه: په سر کې که د برما د مسلمانانو د قضيې او د هغوی د تاريخي او سياسي وضحيت په اړه څه راته وواياست؟

ځواب: د برمايي مسلمانانو قضيه نژدې دوولس سوه کاله پخوانۍ ده او له هغه وخته را پيل شوې چې کله په اوومه ميلادي پېړۍ کې دې سيمې ته اسلام ورسېد او په ډېره چټکۍ خپور شو.

اراکان  ته د عباسي خلافت په زمانه کې چې هارون الرشيد رحمه الله پاچا و، د اسلام زمزمې ورسېدلې او دا د هغو تجارتي قافلو په مټ چې له اندونيزيا، ماليزيا او د همدې سيمې له هېوادونو څخه به د تجارت په موخه عربي نړۍ ته راتللې.

له نژدې درې نيمو پيړيو په تېرېدلو سره مسلمانانو هلته اسلامي ثقافت ته وده ورکړه او ګڼ شمېر مدرسې او مسجدونه يې ودان کړل چې مشهور يې مسجدبدر مقام او مسجد سندي خان دي چې په ۱۴۳۰ ميلادي کال کې د هغه وخت په لوړ معيار ودان شول.

په 1784 ميلادي کال د برما د بودايانو مشر (بودابای) د مسلمانانو د پرمختګ له ويرې په آراکان ايالت چپاو ور وړ، د هغوی کورونه او شتمنۍ يې وسوځولې، جوماتونه او اسلامي مرکزونه يې وران کړل، په زرګونو علماء او بلونکي يې شهيدان کړل، اراکان يې بېرته له برما سره ونښلاوه او تر څلوېښتونو کلونو پورې يې د مسلمانانو زورولو او ربړونو ته دوام ورکړ تردې چې په 1824 میلادي کال انګريزي استعمار په سيمه واکمن شو.

پوښتنه: هلته د مسلمانانو پر وړاندې د چارواکو چلند څه ډول دی؟

عطاء الله نورالاسلام

عطاء الله نورالاسلام

ځواب: اصلا د مسلمانانو پر ضد بريدونو کې نه يوازې عام بودايان بلکې حکومتي ځواکونه هم مخامخ دخيل دي، د دوی د جنايتونو ښه بېلګه د ۱۹۴۲ ټولوژنه ده چې د حکومتي ځواکونو او او بودايانو د بې ساري ظلمونو په پايله کې تر سل زره ډېر مسلمانان په شهادت ورسېدل.

د ۱۹۴۲ کال را په دې خوا بيا تر ننه د مسلمانانو پر ضد برمايي ځواکونو او بودايانو له هيڅ راز ظلم څخه درېغ نه دی کړی او له شل ځله ډېر يې پر مسلمانانو چپاو وروړی چې په پايله کې يې نژدې يو ميليون مسلمانان شهيدان او له دوو ميليونو زيات کورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي.

 د ۲۰۱۲ کال په منځ کې دا لړۍ بيا پيل شوه، برمايي ځواکونو يو ځل بيا د مسلمانانو پر کليو چپاو وروړ، لسګونه کلي يې وسوځول، ښځي، ماشومان او بوډاګان يې شهيدان کړل او ځوانان يې له ځانه سره پوځي مرکزونو ته بوتلل هلته سخت کارونه پرې کوي، پوځي مرکزونه او سړکونه پرې جوړوي.

دغه راز زرګونه مسلمانې مېرمنې د بودايانو له خوا اختطاف شوې او د جنسي استحصال لپاره تر مياشتو مياشتو ساتل شوي دي.

د بودايانو د وروستيو بريدونو په پايله کې تر ۲۰۰ زرو زيات وګړي کورونو پرېښودلو ته اړ شول چې اوس هم په داسې پنډغالو کې ژوند کوي چې له زندانونو سخت دي.

دغه راز لسګونه زره کسان د اوبو له لارې په وړو کښتيو کې نورو هېوادونو لکه تايلينډ، اندونيزيا او مالېزيا ته تښتېدلي چې يو شمېر يې پناځای ته تر رسېدلو وړاندې په اوبو کې ډوب شوي دي.

پوښتنه: ايا مسلمانانو له برمايي وروڼو سره مرستې کړي دي؟

ځواب: ځينو مسلمانو لکه ترکيې او قطر هېوادونو مرستې کړي دي؛ خو دا د هغو اړتياوو ډېره کمه برخه پوره کوي چې برمايي مسلمانان يې لري.

پوښتنه: د هغو مسلمانانو حال څنګه دی چې په پنډغالو کې اوسېږي؟

ځواب: لکه مخکې مې چې وويل هلته ځينې اسلامي مؤسسې شته چې د بې ځايه شوو مرستې کوي؛ خو هغه کفايت نه کوي، سلګونه زره مهاجرين د بنګله دېش، هند، تايلينډ او نيپال په کمپونو کې په ډېرو بدو شرائطو کې ژوند کوي، د مناسبو اسبابو د نه شتون له امله په ډول ډول ناروغيو اخته دي، د څښاک پاکې اوبه  او درمل نشته.

پوښتنه: د برما اوسني ولسمشر له هند او چين سره اړيکې څنګه دي؟ د دوی اړيکې د مسلمانانو پر ستونزو څه اغېز لري؟ او څه ډول ممکنه ده چې اسلامي هېوادونه د همدې دوو هېوادونو له لارې د برما په حکومت فشار راوړي څو د مسلمانانو له ځورولو لاس واخلي؟

ځواب: چين او هند له برما سره نژدې اړيکې لري او له برما سره يې ډېرې ګټې تړلي دي په ځانګړې توګه له اراکان ايالت سره هغه چې ګڼ شمېر طبعي زېرمي لري، له همدې امله د هند او چين برماسره له ډېره وخته ژورې اړېکې لري؛ خو د دوی اړيکې مسلمانانو ته ګټه نه رسوي او اوس چې القاعدې په هند کې د خپلې څانګې د پرانستلو اعلان کړی ښايي برمايان د هند او چين په غوښتنه نور هم مسلمانان وځوروي.

البته اسلامي هېوادونه کولای شي له دغو هېوادونو سره د ژورو اړيکو په مټ هلته وضعه تغير کړي او د هند او چين له لارې پر برمايي حکومت زور راوړي چې مسلمانانو ته ازادي ورکړي او که داسې ونه شي د برمايي مسلمانانو حالت به له دې هم سخت او ستونزمن شي.

د بودايانو د وروستيو بريدونو په پايله کې تر ۲۰۰ زرو زيات وګړي کورونو پرېښودلو ته اړ شوي

د بودايانو د وروستيو بريدونو په پايله کې تر ۲۰۰ زرو زيات وګړي کورونو پرېښودلو ته اړ شوي

پوښتنه: په اراکان کې د مسلمانانو صحي او اقتصادي حالت څنګه دی او د بې کوره شوو شمېر څومره دی؟

ځواب: لکه مخکې مې چې وويل هلته د مسلمانانو صحي حالت ډېر خراب دی، برمايي حکومت روغتيايي مؤسسې نه پرېږدي چې سيمې ته درمل ورسوي، دغه راز مسلمانانو ته اجاز نشته چې خپل ناروغان سيميزو روغتونونو ته يوسي او موږ سره کره شواهد شته چې په برمايي روغتونونو کې له مسلمانو ناروغانو د بدن غړي وېستل شوي دي او د خرڅلاو لپاره نړيوالو بازارونو ته وړاندې شوي دي.

اقتصادي وضحه په دې حال کې ده چې پر مسلمانانو نه څوک شی پېري او نه ترې څه پلوري.

او د بې کوره شوو وګړو دقيقه شمېره نه ده معلومه؛ خو فکر کېږي چې د اراکان دننه ۱۵۰ زره تنه بې کوره شوي او خواو شا اويا زره له سيمې تښتېدلي دي.

 پوښتنه: برمايي مسلمانان خپل ديني فرائض څنګه سر ته رسوي؟

ځواب: له بودايي نيواک وروسته د اراکان مسلمانان د ديني فرائضو په ادا کولو کې له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، هغوی په ښکاره عبادت او مسجدونو ته نه پرېښودل کېږي، دغه راز ديني مدرسې په کلي ډول بندي دي او مسلمانان نه پرېښودل کېږي چې خپلو بچيانو ته ديني زده کړي ورکړي.

له تېرو دوو کلونو راهيسې بودايانو د حکومتي ځواکونو په ملاتړ ګڼ شمېر مسجدونه وران کړي او يو شمېر يې د بودايانو عبادتځايونو ته اړولي دي.

 مسلمانان هيڅ راز مذهبي ازادي نه لري او دا له نړيوالو قوانينو ښکاره سر غړاوی دی؛ خو دا چې هغوی مسلمانان دي نه امريکا او نه د بشري حقونو سازمانانونه کوم غږ پورته کوي.

برما۳

پوښتنه : ايا برما کې  داسې سازمانونه ياټولنې شته چې د مسلمانانو له حقونو څخه دفاع کوي؟

ځواب: ځينې ‌ډلې شته چې د مسلمانانو د حقونو په اړه غږېږي خو د برمايي حکومت له خوا داسې ډلو ته اجازه نشته چې له برمايي مسلمانانو په کلکه دفاع وکړي.

البته که موږ سره څوک همکاري وکړي او که يې ونه کړي موږ به د الله په مرسته کله هم له خپل دين څخه وانه وړو او تر مرګه به د خپل دين او حقونو دفاع کوو  ولو که تر دې سختې ورځې راشي.

والله المستعان