د دیني مدرسو نصاب د وړتیا او نيمګړتيا په تله کې (پنځلسمه برخه)
حامد افغان/
فقه او اصول فقه
د فقهې د تدريس په طرز کې هم ځينې نيمګړتياوې شته چې يو له هغو نه مذهبي اختلافاتو ته زياته توجه ده. دا ستونزه موږ ته د هغو کتابونو له مصنفينو نه راپاته ده چې نن يې موږ کتابونه په درسونو کې لولو او هغو په خپلو کتابونو کې اختلافي مسائل ځکه دومره ډېر بيان کړي دي چې د هغوى وخت او زمان دا غوښتنه لرله، ځکه دا مصنفين اکثره په دريمه، څلرمه، پنځمه او شپږمه پېړۍ کې تېر شوي دي او دا پېړۍ هغه وخت ده چې په اسلامي نړۍ عباسي خلفاء واکمن وو او له بده مرغه چې هغوی د اهل السنت څلور مذاهب په خپلو منځونو کی سره جنګول د بغداد او دمشق په عامو څلورلارو کې به د مناظرو مجلسونه جوړوو، حنفى، شافعى، مالکى، او حنبلى ملاصاحبان به په سټيجونو تشريف فرما وو، عام وګړي به پرې راټول وو او دوى به هر يوه د خپل مذهب له پاره دلائل وړاندې کول، او دا بدمرغي په اسلامي نړۍ کې له ډېره وخته راروانه وه .
نو ځکه د هغه مهال د مصنفينو په کتابونو هم هغه د اختلافاتو رنګ پروت ده که موږ له ځانه سره سوچ وکړو چې موږ يوه ابتدائى زده کوونکي ته د فقهې لومړۍ ضروري مسائل ورښيو يا يو عام مسلمان د فرض عين په درجه کې فقهې احکام زده کول غواړي هغه د مذهبي اختلافاتو زده کړې ته هيڅ اړتيا نه لري هغه که حنفى وي يواځي د حنفى مذهب مسائل او احکام زده کول د هغه له پاره کافي دي او داراز که د بل هر مذهب پيرو وي هغه بايد د خپل مذهب مسائل او احکام زده کړي او دې ته هيڅ اړتيا نه ليدل کېږي چې هغه په اړوندحکم يا مسئله کې نور دری مذهبونه هم وپېژني البته که د تخصص په درجه کې يوه طالب ته د اختلافاتو مباحث وويل شي بده به نه وي . اختلافي مسائل زده کول او د هر مذهب په دليل ځان پوهول بيا د خپل مذهب ترجيح معلومول او د نورو مذاهبو د دلا ئلو د ضعف نقطی په ګوته کول؛ ډېر ستونزمن او جنجالي کار ده او د مبتديانو له پاره له ضرره پرته ګټه نه لري. خو زموږ ستونزه په دې کې ده چې له سوونو کلونو راهيسې مو د خپل نصاب نيمګړتياو ته پام او توجه نه ده کړې او د نصاب بدلون يا له وخت سره سم اسانه موادو برابر ولو له پاره چا کوم کارنه دى کړى نو ځکه خو په هغو زړوکتابونو بوخت يو او هغه چې څه ډول وي تدريسوو يې
او بل مهم ټکى د وخت د بدلونونو او نويو نظرېاتو په نيتجه کې د نويو پيښو رامنځته کېدل دي، په دې نويو پېښو کې داسې عجيب او نادر مسائل رامنځته کېږي چې د هغو له پاره ځوابونه موندل ډېر سخت کار ده. د بيلګې په توګه د (اجرة الرحم) موضوع يا د ټيوب بى بى موضوع. د اجرة الرحم صورت داسې دى چې يو مېړه او ښځه خپل مني له يو ځاى کولو وروسته د يوې مزدورې ښځې رحم ته نقل کړي د هغې مزدورې ښځې په رحم کې ددوى دواړو له منيوڅخه د هغې حمل وشي بيايې وضعه رامنځته شي اوس دلته له غور اوسوچ کولو وروسته ډېر مسائل رامنځته کېږي او د مېراث او نسب په اړه ډېري پوښتنې راپيداکېږي .
ټيوب بى بى بيا د نر او ښځې مني اوږده موده په يوه ماشين کې ساتل کېږي له هغه وروسته د ښځې رحم ته نقل کېږي او داسې نور ډېر مسائل شته خو د ځواب تمه چې چاته کېږي هغوى لا د استقبال او استدبار په اختلافاتو کې ګېر پاته دي.
څو سوه کاله مخکې ځينې قوي ذهنونو ډېرې کره ليکنې کړې دې او ډېري سختې هم دي بلکې د هغوى عبارات دومره سخت دي چې هر څوک له هغه استفاده نه شي کولاى لکه دا زموږ د فقه هدايه. که د هدايي د شروحو ټول جلدونه را يوځاى کړل شي زما يه اند به يوه پوره ستره کتابخونه ورنه جوړه شي او سوونو جلدونو ته به ورسېږي خو موږ همدا سخت کتاب د هر ډول ذهن لرونکو طالبانو له پاره تدريسوو؟!
داراز په اصول فقه کې هم ځينې نيمګړتياوې شته لکه د دې فن د پيل کتاب تقريباً په هر ځاى کې اصول الشاشى ده او د اصول شاشى درجه د دی فن له نوواردو طالبانو نه لوړه ده باېد له دې مخکی يو کوچنى کتاب وى چې هغه د دې فن مبادى ولري بلکې ددې په ځاى چې په دې فن کې د اصول الشاشى شرح فصول الحواشى او يا د حسامى شرح مولوى يعقوب ويل کېږي بايد له دې فن نه لنډ او مختصر متون منتخب شي څو هغه ابتدائى طالبانو ته تدريس شي اصول الفقه هغه لوړ او بې ساری فن دى چې مسلمانانو د لومړي ځل له پاره رامنځته کړى دى او لويدېځوالو هم ډېر ځايه د دې حقيقت اعتراف کړى دى بايد دې فن ته ډېره زياته توجه وکړل شي.