امريکا: يو شمېر مسلمانانو د تورپوستو په ملاتړ لاريون وکړ
البشری – حماد
«د پوليسو د وحشت پر ضد د مسلمانانو يووالی» په نامه يوې ټولنې په بلنه سلګونو مسلمانانو د امريکايي چارواکو پر ضد لاريون وکړې، دوی غوښتنه کوله چې په امريکا کې دې د توکمپالنې مخه ونيول شي او د هغه پوليس پر خلاف دې ګام پورته شي چې څه موده وړاندې يې يو تورپوستی امريکايي وژلی و.
څه موده وړاندې د پوليسو له لورې د يوه تورپوستي امريکايي له وژلو وروسته د امريکا په ګڼ شمېر سيمو کې تاوتريخوالی را منځه شوی دی، شنونکي په دې باور دي چې که دا ډول پېښې دوام وکړي ښايي د امريکا متحده ايالات څو ټوټې شي.