وروستي:

کمکيانو ته ديني ښوونه – لومړی درس

ليکنه: مفتي حبيب الله قاسمي

نَحْمَده  ونصَلي علی رَسُوْلِهِ الكَريم !

پوښتنه: ته څوك يې ؟

ځواب: مسلمان.

پوښتنه: د مسلمانانو د مذهب (دين) نوم څه دى؟

ځواب: اسلام.

پوښتنه: اسلام څه ښوونه كوي ؟

ځواب: اسلام داښوونه كوي چې : خداى پاک يودى، دبندګۍ لايق يوازې هغه دى،حضرت محمد صلی الله عليه وسلم  دالله تعالى بنده او رسول دى، قران كريم دخداى پاک كتاب دى. اسلام رښتينى دين دى،د دنيا او اخرت ټولې ښېګڼې اونېكې خبرې اسلام ښايي .

پوښتنه: داسلام كلمه كومه ده ؟

ځواب: داسلام كلمه داده : لا الـهَ الا اللهُ مُـحَـمَّد  رَ سُول اللهُ

له خداى تعالى  پرته بل دعبادت وړ(معبود) نشته محمد صلی الله عليه وسلم  دالله جل جلاله  رسول دى.

پوښتنه: دشهادت كلمه كومه ده ؟

ځواب: دشهادت كلمه داده : اشهـَدُ انَ لا الـهَ الا اللهُ وَحـدَهُ لاشَـرِيكَ لَـهُ وَاشهـَدُ انَ مُـحَـمَّداًعَـبدُه ورَسُولُه.

شاهدي وايم چې له الله جل جلاله   پرته بل خداى دعبادت وړ نشته هغه يو دى سيال نه لري اوداشاهدي وركوم چې محمد صلی الله عليه وسلم  يې بنده او رسول دى.

پوښتنه: ايمان مجمل كوم دى ؟

ځواب:ايمان مجمل دادى: امَنتُ بِـاللهِ كَمَاهُوَ بِاسـمائـهِ وَصِفَاتِهِ وَقَبِلتُ جَـمِيعَ احكَامِه.

ژباړه :ايمان مې راوړى پرالله لكه څرنګه چې دى اود هغه په هغو نومونواو صفتونو باندې مې ايمان راوړى او ټول حكمونه يې ما منلي دي.

پوښتنه: ايمان مفصل كوم دى ؟

ځواب: ايمان مفصل دادى: اَمَنـتُ بِـاللهِ وَمَلائكتـهِ وَكُتُـِبهِ وَرَسُلِـهِ وَالـيَومِ الاَخـِر وَالقـَدرَ خَـيرِهِ وَشَرِهِ مـِنَ اللهِ تَعـالي وَالبَعثِ بَعدِ الـمَوت.

ژباړه :ايمان مې راوړى پرالله  جل جلاله  باندې پرملائكويې اودهغه كتابونو اودهغه پررسولانو، دقيامت پر ورځې او په دې چې دښه اوبد تقدير د الله تعا لى له لوري دى او له مرګ  وروسته پرژوندي كېدلو باندې .

پوښتنه: تاسې چا پيداكړي ياست ؟

ځواب: موږ، زموږ مور و پلار، اسمانونه، ځمكې اوټول مخلوق خداى تعالى جل جلاله  پيداكړي .

پوښتنه: خداى جل جلاله  دنيا له څه شي نه پيداكړه ؟

ځواب: په خپل قدرت اوحكم سره يې پيداكړې ده.

پوښتنه: كوم خلك چې الله تعالى نه مني هغوى ته څه وايي ؟

ځواب: هـــغوى ته كافران وايي  .

پوښتنه: كوم خلك چې له الله پاک پرته دنـورو شيانو  عبادت كوي او يادوه درى خدايان مني هغوى ته څه وايي؟

ځواب: داسې خلكوته (مشركان) او (كافران) وايي .

پوښتنه: مشرك بښل كيږي اوكه نه ؟

ځواب: مشرك نه بښل كـيږي،هغه به تل  په ځور او عذاب كې وي.

پوښتنه: حضرت محمد صلی الله عليه وسلم  څوك و ؟

ځواب:حضرت محمد صلی الله عليه وسلم  دالله تعالى بنده  او رسول و مونږ يې امتيان يو.

پوښتنه: زمونږ پيغمبر صلی الله عليه وسلم  چېرې زيږيدلی دی ؟

ځواب: دعربو په وطن كي د (مكې معظمې) يو ښار دى، هلته زيږيدلی.

پوښتنه: پلاراونېكه يې څه نومېدل ؟

ځواب: پلار يې عبدالله او نيكه  يې عبدالمطلب نومېده .

پـوښـتـنه: زموږپيغمبر صلی الله عليه وسلم  په رتبه کې له نوروپيغمبرانوپورته اوکه ټيټ دی؟

ځواب: زموږ پيغمبر صلی الله عليه وسلم  په رتبه كې ترټولو پيغمبرانو پورته اود الله پاک له ټول مخلوق لوړ دی .

پوښتنه: حضرت محمد  صلی الله عليه وسلم  ژوند چيرته تېركړى و ؟

ځواب: درې پنځوس(53)كاله يې په خپل ښار(مكه معظمه)كې تېرکړل اوبيادالله پاک له امر سره سم مدينې منورې ته مهاجر شو ،لس (10) كاله يې هلته تېر كړل او په درۍ شپيته (63) كلنۍ کې وفات شو  .

پـوښـتـنه :كه چيرې يو څوك حضرت محمد صلی الله عليه وسلم  نه مني هغه څرنګه دى؟

ځواب: څوك چې حضرت محمد صلی الله عليه وسلم  دخداى تعالى رسول نه بولي هغه هم كافردى .

پوښتنه: دحضرت محمد صلی الله عليه وسلم  دمنلو مطلب څه دى ؟

ځواب: دحضرت محمد صلی الله عليه وسلم  دمنلو مطلب دادى چې:سړى په دې باور ولري چې هغه  صلی الله عليه وسلم  دخداى پاک رالېږلی استازی دى اوپه دې عقيده ولري چې له خداى پاک وروسته ترټول مخلوق غوره دى اوله ده سره مينه ولري، اوپه سنتو يې عمل وکړي .

پوښتنه: داڅه معلومه شوه چې حضرت محمد صلی الله عليه وسلم  دالله پاک پيغمبردى؟

ځواب: داسې ښه كارونه يې وكړل اوداسې ويناوې يي خلكوته وکړې چې له پيغمبرپرته يې بل څوك نه ښوولاى اونه هم كولاى شي .

پوښتنه: داڅرنګه معلومه شوه چې قرانكريم دخداى پاک كتاب دى ؟

ځواب: حضرت محمد صلی الله عليه وسلم  فرمايلي دي: قرآن كريم د الله پاک كتاب دى او پر مايې  نازل كړى.

پـوښـتـنه: قرآنكريم پر پيغمبر صلی الله عليه وسلم  په يوه واراو كه لږ لږ نازل شوى دى؟

ځواب: هو! لېږلېږنازل شوى، كله يوايت، كله دوه،كله څلور اآياتونه او كله هم بشپړسورت، څومره به چې ورته اړتياوه  هغومره به نازلېدل .

پوښتنه: په څومره وخت كې ټول قران كريم نازل شو.؟

ځواب: په درويشت (23) كاله كې .

پوښتنه: قران كريم څه ډول نازلېدى ؟

ځواب: حضرت جبرائيل  عليه السلام  به راغى پيغمبر صلی الله عليه وسلم  ته به يي اّيت يا سورت تيراوه، ده  صلی الله عليه وسلم  به اوريدى، ياداوه به يې ليكونكى به يې راوغوښت په هغه به يې وليكه .

پوښتنه: پيغمبر صلی الله عليه وسلم  پخپله ولې نه ليكه ؟

ځواب: ځكه چې دى مبارك ” اُمي” و .

پوښتنه: امي چاته وايي ؟

ځواب: دچا چې ليك لوست زده نه وي  هغه ته ” امي ” وايي، كه څه هم پيغمبر صلی الله عليه وسلم  په دنيا كي دچا څخه علم زده كړى نه و خو بيا هم خداى تعالى ورته ترټول مخلوق  زيات علم وركړى و .

پوښتنه: حضرت جبرائيل عليه السلام   څوك و ؟

ځواب: ملائيكه ده،پيغمبرانوته به يې دالله تعالى حكمونه راوړل.