وروستي:

د دیني مدرسو نصاب د وړتیا او نيمګړتيا په تله کې (دیارلسمه برخه)

حامد افغان/

نوى ميتود

نن نړۍ يوکلى ګرځېدلى ده او دېوه کلی خلک باېد خامخا د ېوه بل په ژبه وپوهېږی نو ددې له پاره د ژبو د زده کړى له پاره ډېرى اسانه لارې چارې رامنځته شوى دى چې يوه وتلې لاره يې دلنډمهاله کورسونو جالبه اوګټوره لاره ده نن سبا ديوې ژبې د زده کړې له پاره په لومړي سر کې د هغې ژبې دورځني استعمال مهم توري او ځينې د ورځني استعمال جملې شاګردانو ته ورزده کول کېږي.

کله چې په څو ابتدائى صنفونو کې شاګردان هغه ښې يادې کړې او د تمرينونو په ذريعه د هغو ښه تکرار او هغو ته بيابيا متوجه کړل شي وروسته بيا د اړونده ژبې ګرامر يا صرف او نحو پيل کېږي په دې توګه که سمه توجه او مناسبه هڅه وکړل شي نو په څو مياشتو کې يوه ژبه سړى زده کولاى شي خو زموږ په مدارسو کې د ضروري لغاتو او جملو زده کول نشته د ورځنيو مهمو جملو يادونه هم نشته او له ېوه بل سره د مکالمی ېا کنورزېشن تمرېن هم نشته ټول درسي کتابونه له تمريناتو څخه خالي دي بلکې زده کوونکى چې لومړى د صرف او نحو زده کولو ته پيل وکړي نو سمدستي ګرامر ورته ښودل کېږي او ګرامر هم لکه ما چې وويل په داسې جنجالونو کې نغښتى دى چې اصل هدف پاته او په تش انقيل اوقلنا وختونه ضائع کول کېږي.

لکه مخکې مو وويل زموږ په درسونو کې څو سوه کلن زاړه متون له مختلفو شرحو او حواشيو يا حواشي الحواشيو سره ويل کيږي او دې ټکي ته به تر ننه چا توجه نه وي کړې چې هغه اکثره حواشي او ډېر شروح عجمو علماو ليکلي دى. بلکې ځينې شروح خو لا داسې کسانو ليکلى وي چې هغه په اړوند فن کې مهارت هم نلري.

د دا ډول زاړه نصاب له روان نامناسب طرز تدريس نه چې کوم کسان فارغ شي او د فن يې له لسو زيات کتابونه هم ويلي وي هغوى نشي کولاى په عربي ژبه دوه جملې جوړي کړي او عربي ژبه که هرڅومره خوندي او ثابته ده او د قرآنکريم په برکت له ډېرو تغيراتو او بدلونونو ژغورل شوى ده خو بيا هم د دومره وخت په تېرېدو سره په هغه کې يوڅه تغير ليدل کېږي او په ځانګړې توګه عامي عربي خو دومره تغير خوړلى چې سړى ګومان کوي دابه عربي ژبه نه وي نو طبعاً دعربو دعامي ژبي تغير د هغوى په فصحې ژبه هم بی اغېزی ندی پاتی شوی نو زموږ د نصاب فارغ خو په خپله په عربي نشي ګړېدلې بلکې دعربو په موجوده ژبه په دوو جملو هم نه پوهېږي.

څرنګه چې زموږ ډېر وخت په منطق او فلسفه لګيږي له هر فن نه فلسفې او منطق ته توجه زياته ده نو دې ناروغي نورو فنونو ته هم سرايت کړى دى او د هغو فنونو دتدريس په طرز باندې هم د فلسفې او منطق اغېز پروت ده لکه علم کلام،اصول فقه، او نحو دنحو شرح جامي او په ځينې ځايونو کې د ملاغفور حاشيه يو مخ په منطقي طرز ويل کېږي نو لکه مخکې مې چې وويل په دې سره د فن مقصد او موخه پاته ده بلکې دا کتابونه يواځې د علمي لذت د اشباع له پاره ويل کېږي او دا کړنه او عمل زما په اند علم اميزجهالت ده الله جل جلاله دې موږته نجات راکړي.