وروستي:

د عیسی علیه السلام د نزول په هکله اعتراضات (نیوکې )او د هغې ځوابونه:

 استاد قریب الرحمن سعید

مرزا غلام احمد په یوه ډول سره د عیسی علیه السلام دنزول په اړوند احادیث منی ځکه چی ( لکه چی په راتلونکی کی به ،انشأالله ، بیان کړل شی ) دهمدی احادیثو څخه غواړی خپل (درواغجن ) نبوت ثا بت کړی خو پر هغوی کی په باطله توګه تحریف او تأویل کوی ، چی دهمدی له مخی هغّه د عیسی علیه السلام د نزول څخه منکر دی : په دی اساس دعیسی علیه السلام د نزول په هکله هغه څه نیوکی لری . او هغه داچی :

لمړۍ نیوکه (اعتراض ):

په قران کریم کی د عیسی علیه السلام د نزول یادونه نه ده شوی !

ځواب : قران کریم تل د دوه متضادو شیانو څخه د یوه یادونه کوی اود بل شی په هکله سکوت ( چپتیا ) خپلوی ، چی دی ته د بدیع په علم کی اکتفا(بسوالی) وایی . دنمونی په توګه : الله تعالی فرمایی: [ بیدک الخیر ] ، دلته د شر لفظ هم تری مراد دی ، ځکه چی هغه (شر) هم د الله تعالی په لاس کی دی ، خو دلته یی حذف کړی دی .

په همدی توګه الله تعالی فرمایی :

[فاذا افضتم من عرفات فاذکروا الله عند المشعر الحرام ..( وقال ) ثم افیضوا من حیث افاض الناس . ]

ژباړه :کله چی تاسی د عرفات څخه را وګرځۍ نو د مشعر حرام سره د الله تعالی ذکر کوي ، ..(اوفرمایی ) بیاتاسی دهغی ځای څخه را وګرځۍ لکه څرنګه چی نور خلک را ګرځی .

دلته په دی آیت کی د عرفات څخه د راستنیدو او بیرته تللو ذکر شوی دی ، خو عرفات ته د تللو حکم په کی نشته ، خو دعقل له مخی را څرګندیږی چی انسان د یوځای څخه بیرته هغه وخت را ستنیږی چی لمړۍ هلته تللی وی ، او دی ته هم اکتفا وایی .

په همدی توګه ، د قرانکریم پر هغه ځای کی چی د عیسی علیه السلام (رفع) په دوه ځایو کی راغلی لکه :

و رافعک الی (ال عمران ۵۵) [ او تا زه دخپل ځان په لوری پورته کونکی یم ]

بل رفعه الله الیه ( نسأ ۱۵۸) [ بلکه الله تعالی هغه د خپل ځان په لوری پورته کړ ]

نو لازم خو دادی چی کله چی انسان په یوه لوړ او پورته ځای و خیژی نو بیا ضرور د هغه ځایه ،یو وخت نه یو وخت را ښکته کیږی .

دویم ځواب : یو شمیر حکمونه او حالات په نصوصو کی د نص د عبارت ( عبارت النص) په شکل کی وی نو یو شمیر نور یی د ( اشارة النص) او ځینی نور یی د( دلالة النص) په بڼو کی راغلی وی . چی په قرانکریم کی په دی هکله ډیر مثالونه موجود دی.

دلته که څه هم په (عبارة النص ) کی د نزول ( راښکته کیدو) یادونه نه ده شوی ، خو په ( اشارة النص او دلالة النص ) کی یی دوه ځایه ذکر راغلی دی : لکه:

۱ـ یکلم الناس فی المهد و کهلا ( ال عمران ۴۶) [ د خلکو سره به په غیږ (زانګو) او بوډاوالی کی خبری کوی ].

۲ـ و یعلمه الکتاب و الحکمة و التوراة و الانجیل ( ال عمرا ن ) [ او هغه ته د کتاب ( قران ) او حکمت( حدیث ) او د تورات او انجیل تعلیم (پوهه ) به ورکړل شی .]

دلته یی په لمړی آیت کی فرمایلی دی چی [ خلک به د عیسی علیه السلام سره په مهد( دمور په غیږ ) کی خبری کوی اوهم به ورسره د کهولت ( بوډاوالی ) ته د ورسیدو په وخت کی .]، دلته پو ښتنه داده چی د کهولت په زمانه کی خو هر انسان خبری(نطق) کولی شی، نو بیا په دی کی د عیسی علیه السلام ځانګړتیا څه ده؟

ځواب : په دی کی اشاره شوی چی د کهولت نه ترمخه هغه اسمان ته پورته کول کیږی ، او اسمانی عمر د ځمکی په عمر کی نه شمیرل کیږی . نو څرګنده شوه چی د نزول نه وروسته به د کهولت زمانه وی او په هغی وخت کی به دخلکو سره خبری کوی .

په بل آیت کی یی فرمایلی دی چی : عیسی علیه السلام ته به د کتاب ، سنتو ، تورات او انجیل ښوونه (تعلیم ) ورکول کیږی ،نو تورات خو دهغی تر مخه نازل شوی و او انجیل پخپله پر هغه نازل شوی و، نو دا کتاب او حکمت څه شی دی ؟

ښکاره ده چی دا د تورات او انجیل څخه علاوه نور علوم دی ، او هغه دقرانکریم او د رسول الله صلی الله علیه وسلم دسنتو څخه عبارت دی .

دقران او حکمت لفظ په زیاتو ځایو کی د قران او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو له پاره را غلی ، نوپه ډاګه شوه چی د نزول نه وروسته به هغه د قران او سنتو په مطابق پریکړی کوی.

دریم ځواب : زمونږ د اسلام ددین بنسټ په جلی (ښکاره ) وحی او خفی (پټی ) وحی ، دواړو باندی ایښول شوی دی چی دهغی له پاره دقرانکریم دغه آیت [ اطیعوا الله و اطیعوا الرسول ] بیا بیا ذکر کیدل ددی خبری ستر ګواه ( شاهد) دی ..

الله تعالی ، یو شمیر اخبارونه او د قران کریم احکام نازل کړی او یو شمیر نور د رسول الله صلی الله علیه وسلم په احادیثو کی ذکر شوی دی . نو د عیسی علیه السلام د رفع ذکر ، الله تعالی په قرانکریم کی را وړی او د عیسی علیه السلام دنزول یادونه د په صحیح احادیثو کی موجوده ده . ( ددی له پاره مو پخپله پخپل کتاب �انکار حدیث سی انکار قران تک � کی نوی (۹۰) احادیث را یوځآی کړی چی د هغی ډلی څخه یو شمیر صحیح ، یو شمیر احسن ، او یو شمیر کمزوری دی او په هغی کی مونږ دا ثابته کړی ده ، چی د عیسی علیه السلام نزول په پرلپسی (تواتر ) توګه ثابت دی .)، دزیاتی څیړنی له پاره هماغه کتاب ته رجوع وکړۍ .

دویمه نیوکه (اعتراض):

اسمان ته ختل (رفع ) او بیا د هغی څخه را ښکته کیدل (نزول ) ډیر ستر عزت او اکرام دی ، نو په کار خو دا و چی دا عزت الله تعالی محمدرسول الله صلی الله علیه وسلم ته ور کړی وای، ددی څخه خو زمونږ په نبی محمد صلی الله علیه وسلم باندی د عیسی علیه السلام فضیلت (غوره والی ) ثابتیږی ؟

ځواب : ۱ـ الله تعالی په قرانکریم کی د سورة نسأ (۱۵۸) آیت کی د رفع د ذکر نه وروسته فرمایلی دی چی :[ وکان الله عزیزا حکیما]، په دی جمله کی دوه نیوکو ته ځواب ویل شوی دی .

لمړۍ: دا چی د رفع له پاره کومه ذریعه لکه هوایی جهاز ، سیارة ، اویا نورداسی وسایل نه و، او په ساینسی توګه دا ثابته ده چی پورته خلا هم شته چی حیوان په کی د اکسیجن پرته ګذاره نشی کولی ، نوبیا د عیسی علیه السلام رفعی څه ډول صورت ونیو؟ نو د (عزیزا ) په لفظ کی یی دهغی ځواب ووایه . اوهغه داچی : الله تعالی چی وغواړی یو کار وکړی هغه کوی، دهغی مخته کوم خنډ نه شی مانع کیدای ، اونه هغه اسباب او وسایلو ته اړمند دی.

دویمه نیوکه: دا چی ولی الله تعالی دا اعزاز بل کوم نبی او په ځانګړی توګه زمونږ نبی صلی الله علیه وسلم ته نه دی ورکړی ؟ نو د ( حکیما) لفظ ددی له پاره (اجمالی) ځواب دی ، دا چی په هرکار کی الله تعالی خپل حکمت لری ، که څه هم زمونږ پوهه او علم به تر هغه ځایه پوری ورسیږی او که وبه نه رسیږی .

دویم ځوال : دغه ډول فضیلت ته ، جزُیه فضیلت ویل کیږی . او د هر رسول له پاره ضرور یو ځانګړی فضیلت موجود وی . دنمونی په توګه آدم علیه السلام ته د ټول انسانی نسل دپلار فضیلت ورکړل شوی دی.، همدا راز نوح علیه السلام ته د اوږود عمر فضیلت ورکړل شوی و ، او ابراهیم علیه السلام ته د اور څخه د خوندی پاته کیدو فضیلت . موسی علیه السلام ته یی د امصا څخه د مار د جوړیدو او د لاس د لمړ په څیر د ځلیدو فضیلتونه او عیسی علیه السلام ته پرته د پلار دموجودیت نه د پیدا کیدو فضیلت .

په همدی توګه جزوی اوخاص فضیلتونه خو زمونږ نبی صلی الله علیه وسلم ته ډیر زیات ورکړل شوی دی ، چی یادونه یی په قران او حدیثو کی هر ځای موجوده ده . خو په مجموعی توګه ټول فضیلت (کلیه ) یواځی زمونږ نبی صلی الله علیه وسلم ته ورکړل شوی دی .[ ورفعنا بعضهم درجات ] کی هم دی لور ی ته اشاره شوی ، نو په دی اساس ددغسی نیوکو هیڅ حیثیت نشته .

دریمه نیوکه :

دا چی عیسی علیه السلام به د نزول نه ورسته نبی وی یا امتی � په لمړنی صورت کی د نبوت د ختمیدو د مسلی سره ټکر کوی ،ځکه چی الله تعالی د انبیأو د راتګ دروازه بنده کړی نو وروسته بیا د عیسی علیه السلام د مبعوث کیدو مطلب څه شو ؟ او که چیری امتی وی نو بیا یی د نزول ګټه څه ده ؟

ځواب : مخکی می ثابته کړه چی نبی داسی مشتق اسم دی چی په کی دوو شیانوته اړتیاده ، اول د نبی د ذات سره د نبوت صفت پیداکول ، او دا همیشنی دی ، یعنی د مړینی وروسته هم نبی ، نبی دی لکه چی الله تعالی فرمایلی دی [فأولـــک مع الذین انعم الله علیهم من النبیین ] یعنی د مړینی نه وروسته د انبیأو ډله به وی ،چی د الله تعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم اطاعت کونکی به دهغوی سره یوځای وی .

دویم : د نبوت د راښکاره کیدو(اظهارنبوت ) او د نبوت په لور دبلنی ( دعوت الی النبوت ) دی ، چی په دنیوی ژوند کی دنبی سره تړلی دی ، خو دمړینی وروسته او په قیامت کی ددی صفت اړتیا نه شته . نو د ځواب نتیجه دا شوه چی عیسی علیه السلام به د نزول نه وروسته د نبی په صفت موصوف(ستایلی) شوی وی خو د خپل نبوت په لور به بلنه او دعوت نه ور کوی . نو په دی اساس ، په یوه حیثیت سره به هغه نبی وی او په بل حیثیت سره به هغه امتی وی .

ددی څیړنی څخه وروسته نور نو دا پو ښتنه نه را پیدا کیږی چی د عیسی علیه السلام د نزول څخه په ختم نبوت کی کوم زیان را پیدا کیږی .ځکه چی په خاتم النبیین کی د النبیین څخه مرادکه دنبوت دعوه کونکی او دخپل نبوت په لور بلونکی اوسی، نو دداسی انبیأو لړۍ پای ته ورسیده ، نوکه چیری داسی نبی چی د پخوا څخه نبی وی خو د جناب محمدرسول الله صلی الله علیه وسلم باندی د ختم نبوت نه وروسته دخپل نبوت په لور دعوت او بلنه نه ورکوی ، تشریف راوړی نو دهغی په راتللو سره ختم نبوت ته کوم زیان نه ورسیږی .

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*