وروستي:

په افغان ښوونځي کې د زده کوونکو د اولیاوو غونډه تر سره شوه

په دغه غونډه کې چې تېره ورځ د ګهیځ له نهو بجو پیل شوه د زده کوونکو اولیاوو د خپلو اولادونو په اړه د فعالیت او نیوکو نظرونه څرګند کړل.

غونډه د افغان ښوونځي د مدیر ښاغلي مفتي عبدالروف فراهي په وینا پیل شوه، نوموړي د غونډې په پیل کې وویل: موږ هڅه کوو چې په اوونۍ کې یو ځل د زده کوونکو له اولیاو سره ناسته وکړو، د دوی ستونزې واورو، د زده کوونکو علمي او تربیتي ارزونه د دوی له اولیاوو نه وکړو، پر همدې اساس د افغان ښوونځي (د هلکانو او انجونو) څانګې مکلفې دي چې په اونۍ کې یا دوه اونۍ وروسته د زده کوونکو له اولیاوو سره د دوی د ستونزو د هواDSC04827ري له پاره ناسته وکړو.

له ښاغلي فراهي وروسته دوکتور عبدالباقي امین چې څلور بچیان یې د افغان ښوونځي زده کوونکي دي، په خبرو پیل وکړ، نوموړي وویل، افغان ښوونځی په ډېر لږ وخت کې ډېر پرمختګ وکړ، ده زیاته کړه: ((زما څلور بچیان د افغان ښوونځي زده کوونکي دي، یوه مې لور چې د افغان ښوونځي د نجونو څانګه کې ده او درې مې زامن دي، زه د افغان ښوونځي له ادارې او په ټوله کې د افغان ښوونځي له ښوونکو مننه کوم چې په ډېر لږ وخت کې زما له بچیانو سره ډېر زیار وکښه، تر څو زما د بچیانو اینده روښانه شي)).

ښاغلي دوکتور امین زیاته کړه چې زما بچیان تر ډېره حده د پښتو او دري په لیک لوست نه پوهېدل، خو اوس مهال زه ډاډه یم چې بچیان مې په  خپله ملي ژبه زده کړه کولای شي او د عصري او دیني علومو تر څنګ یې د پښتو او دري لیک لوست زده کړی دی.

له ښاغلي دوکتور امین نه د افغان وېبپاڼې مسؤول د غونډې په پای کې وپوښتل، کومو دلایلو قانع کړئ چې څلور ماشومان مو په افغان ښوونځي کې زده کړې وکړي؟DSC04824

ښاغلي امین زیاته کړه چې د افغان ښوونځي یوه ځانګړنه دا ده چې دلته اسلامي او فکري چاپیریال دی، د افغان ښوونځي چاپیریال زه تر ډېره حده د اطمینان وړ بولم، په نورو ښوونځیو کې به د زده کوونکي په علمي معیارونو ډېر توجه وي او هڅه کېږي چې د زده کوونکو علمي معیارونه لوړ کړي، اما په افغان ښوونځي کې د علمي معیار سره سره تربیتي معیارونه ته ډېره هڅه کېږي چې دا د یوه زده کوونکي او د هغه د کورنۍ له پاره اساسي کار دی، په افغان ښوونځي کې زما ماشومان له پخوا نه څو چنده زیات فعال، باتربیه او با ادبه شوي دي او دا زه د افغان ښوونځي ویاړ بولم چې د هېوادوالو بچیانو ته یې د ښې او سالمې روزنې معیارونه ټاکلي دي.

نوموړي همدارنګه د افغان بنسټ د ښوونیزې او خیریه ادارې نه هم مننه وکړه او وې ویل، د افغان بنسټ ښوونیزې او خیریه ادارې هم ډېر زیار کښلی چې د افغان ښوونځي (د هلکانو او انجونو) څانګو او همدارنګه د افغان مدرسې له پاره یې یو تقویتي منل شوی نصاب جوړ کړی دی، دغه نصاب کې د عصري علومو د کتابونو سربېره دیني او اسلامي کتابونه هم شامل دي، چې له یوه زده کوونکي سره د اسلامي معلوماتو په اړه مرسته  کوي، زه ځکه له دغه نصاب نه خوښ یم چې زده کوونکی باید وکولای شي چې له عصري علومو سره سره باید په اسلامي او دیني ارزښتونو ښه پوه وي او دا د ټولو مسؤولیت هم دی.

همدارنګه د غونډې په پای کې د افغان بنسټ د وېبپاڼې مسؤول له یوه تن صدیق الله نه هم د دوی د ماشومانو په اړه وپوښتل، چې په افغان ښوونځي کې مو څو ماشومان زده کړه کوي او د افغان ښوونځيDSC04825 له چاپیریال راضي یاست که نه؟

ښاغلي صدیق الله زیاته کړه ، زما درې ماشومان په افغان ښوونځي کې زده کړې کوي، پخوا مې ماشومان په یوه بل خصوصي ښوونځي کې زده کړې کولې، دا چې افغان ښوونځي کې مې خپل ماشومان شامل کړل ډېر خوښ یم، اوس زما ماشومان ډېر فعال، تکړه او هڅاند دي، د افغان ښوونځي تقویتي نصاب زما د ماشومانو په اسلامي پوه کې هم زیاتوالی راوستی، ده زیاته کړه چې زه مې خپل ماشومان څارم، د دوی کورنۍ دندې، د دوي استعداد او د دوی فعالیتونه ته زما ډېر پام دی، خو په ټوله کې ویلای شم چې ماشومان مې تر پخوا څو چنده فعال او تکړه شوي او دا ویاړ یوازې په افغان ښوونځي کې دی چې د هېوادوالو بچیان په اسلامي او فکري روحیه دې ټولنې ته د خدمت له پاره روزي.

د دې سربېره د افغان بنسټ د وېبپاڼې مسؤول د غونډې له یوه بل ګډون کوونکي شیرین اغا نه د غونډې په پای کې وپوښتل چې ستاسو ماشومان په افغان ښوونکي تر کومه حده فعال او تکړه شوي، آیا پر افغان ښوونځي، ښوونکو، تدریسي بهیر کومه نیوکه یا وړاندوینه لرئ؟

نوموړي وویل، زما څلور ماشومان په افغان ښوونځي کې زده کړې کوي، پر افغان ښوونځي، ښوونکو او تدریسي بهیر هېڅ نیوکه نه لرم او لا ترې مننه کوم چې زما بچیان په اسلامي چوکاټ کې د علم او پوهې په ګاڼه سمبالوي، په هېواد  کې به ډېر کم داسې ښوونځي وي لکه افغان ښوونځی.

 DSC04826